#ناول : دیتیمی انجلۍ مینه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال : محمدخان ذهین.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*~نشرونکی... پښتو شعرونه او ناولونه کانال
*دتیری برخې وروستې لفظونه*
*د محصل ځوان فکر ځای ته راغی او پـه خپـل غـږ یـې د خاموشۍ پردې وځیرلې : دا دې څه کړي!؟د تره لور یې لکه هېڅ یې چې نه وي اورېدلي، هماغسې خپل باڼه رپول*
《شپاړسـمــه بــــرخــــه》
_محصل ځوان بیا په خپلو لاسونود تره لور هسـکه غـړۍ ټینګه ونیولـه او دلاس په تکان یې په زوره ترې وپوښتل :
تاته وایم!!!
سترګې دې راویښې کړه!
یو څه ووایه!
دا په ځمکه پروت په تورو خاورو ککړ زړه د چا دی!؟
په دې چغو یتیمې ورو ورغږ کږ :
ته څوک یې چې له ما پوښتنې کوې!؟
! - زه یم، زه!
ولې ما نه پېژنې؟ ستا د کاکا زوی دا زخمونه او دا وینې ولې!؟
د تره لور یې بیا هم په ډېر ټیټ غږخبره وکړه :
تا نه پېژنم، خو دغه زخمونه مې ډېر خه پېژنم؛ ځکه همدغه زخمونه مې دوا او خندا ده، همدا راته ساه او رڼا راکوي .
د محصل ځوان چې له سترګو بې واره اوښکې روانې وې، په وارخطا فکـر یې د خبرو کولو جرئت کاوه، خو لکه څوک چې په خوب کې خپسه ونیسي
هېڅ یې نشوی کولای .
په ژړغونې غږ یې بیا خوله خبرې ته جوړه کړه :
خپل نوم درته بیا واخلم!؟
زه یم، ستا هغه مینه، چې تل به دې غوښتلم!
دغه دی نن درته راغلم!
ته چې څنګه غواړې، نن همغسې کوم!
د یتیمــې ســترګې ددې خــبرو پــه اورېــدو بــې واره ورپېــدې او د تــره زوی لاسونه یې یو ځل بیا ټینګ ونیول :
ګرانه ته یې!؟
خه ده چې راغلې، خو زما له سترګو د بې وسۍ اوښکو نوره کډه کړې .
ستا د پیغام په لیدو مې ژوند لکه د اوسپنې چیچل وو .
ما خپل ژوند تاته ډالۍ کړ!
ما مې بدن او زړګي دواړو ته سزا ورکړه!
وګوره!
زړه مې له ځانه ایسته غورځولی او راسره بدن مې هم د خوړلو زهرو لـه املـه په کراره نه دی پریښی .
زه درنه ځم!
نور به زما له امله زما خوږ جانان نه ځوریږي!
له هر چا سره چې مینه لرې، رب دې ورورسوه، خو هغه ته زما دا خـبره هـم ورسوه، چې یتیمې تره لور مې ویل :
زما په نازولي تره زوی ډېر پام کوه!
نور یې هم څه ویل، خو راغلې سلګۍ یې خبره خوله کې ذرې - ذرې کړه!
محصل ځوان باندې په دې خبرو غټه دنیا تنګ قبر شـو، غوښـتل یـې چـې چغه کړي، خو د تره لور له خولې راوتې وینې ته یـې پـام شـو، چـې د ده پـه سپینو جامو توییږي .
زغم او حوصله یې بیخي له واکه ووته، د تره لور یې غېږ پورې ټینګه ونیوله او په خورا زورور غږ یې یوه چغه وکړه :
نــــــــــــــــــــآ!!!
َ په دې غـږ یـې خپلـه بسـتره کـې خولـه -خولـه سـتړی او سـتومانه سـترګې وغړېدې، مور او خوېندو یې هم د ده په چغه ځانونه راورسول .
د زړه دربا یې سمې چغې وهلې. د بدن رېږدېدو یې سړي ته سـړه نـرې تبـه ورپه زړه کوله .
د کورنۍ بار - بار ولې پوښتنې محصل اړ کړ، چې ووايي :
ووېرېدم!
د مور یې دې پوښتنې، چې ولې زویه!؟
څه ډول وېرېدلی محصل ویل :
مورې چا وژلم!
زړه یې راته په خاورو کې غور ځولی وو او په خوله یې زهر راکول .
مور یې د دې خبرې په اورېدو د زوی په خوله لاس کېښود :
چپ شه زویه!
خدای دې دښمن مړ کړه!
-کله کله داسې خوبونه خلک ګوري!
هېڅ تشویش مه کوه!
خدای به اوږد عمر درکړي .
د یو څه وخت ناستې وروسته ټول بېرته لاړل، خو ځـوان پـه سـوچونو کـــې ډوب شو :
خه چې دا پیغام یې لوستی وي، نو څه فکر به یې کړی وي؟
زړه به یې څومره ازار کړی وي؟
څومره به ناهیلې شوې وي؟
او د خفګان خو یې اندازه نشم کوی!
محصل ځوان کلک هوډ وکړ، چې سبا به د خپـل تـره کـره ځـي او د تـره لـور احوال پوښتنه به کوي .
سبا سهار یې مور ته ویل :
مورجانې غواړم نن تفریح وکړم، که اجازه راکوې، نو غـواړم چـې کـلي تـه دکاکا دوی کره مې لاړ شم ؛ فکر به مې لږ تغیر شي .
راتلونکې شنبې ته مې ازموینې دي، د هغه لپاره به هم لږ تازه شم!
مور یې د خپل زوی غوښتنه ومنله او ځوان د څاښـت پـه وخـت کـې د خپـل تره کره د ورتلو پړاو وروړ .
د ننوتلو سره سم یې اوتر - اوتر کتل کول . ټولې کورنۍ سره یې روغبړ وکړ، خو د تره لور یې نه ښکارېده. تشویش کې شو، د یو څه وخت تېرېدو وروسته یې له تره ښځې وپوښتل :
د کاکا لور مې نه ښکاري! ؟
خه خو به وي؟
د تره ښځې يې ټنډه ګونځې شوه :
خه ده زویه!
ازموینې یې خلاصې شوې وې، یوه اونۍ رخصت ول .
بیا دا څو ورځې یې ویل زړه مې ډېر تنګ دی، پرون یې ماما ورپسـې راغلـی وو، ځانته سره یې بوتله. ویل هلته یې د ماما لورګـانې دي هغـو سره بـه یـې فکر لږ بدل شي .
د محصل ځوان بېګانی خـوب او اوس داسـې کـار پـه زړګـي سـمه سـاډوبي راوسته، خو خپلې کاکا ښځې ته یې د تایید سر وښوراو .