#ناول : دیتیمی انجلۍ مینه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال : محمدخان ذهین.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*~نشرونکی....
👈 پښتو شعرونه او ناولونه ~
#یادونه: نن برخه یو څه لنډه ده که یو ځل پری پوهه نه شوي نو بیا یی ولولی او په پای کی یی اضافي لیکنه حتمن ولولۍ!
*دتیری برخې وروستې لفظونه*
*خو ته هم یو دم پرېکړه مـه کـوه؛ ځکـه کېـدای شي، پـه دغـه لاره زه په قسمتونو زوروره او پـه بخـت بختـوره شـم، بیـا بـه زړګـی سـتا او حکومت به پرې زه کوم*
《یولـسـمــه بــــرخــــه》
_ بیا به زړګی ستا وي او حکومت به پری زه کوم.
بیا هم وایم؛ خېر دی، زه وخت درکوم، هوښیار هلک یې؛ ته یې په هـر اړخ فکر وکړه، ممکن فکر دې تغیر شي .
زموږ په کورنۍ کې به ان شاءالله هېڅ کومه ستونزه وجود ونـه لـري، یـواځې ستا دغه احساس دی، که هر ډول دې زړه بیـاغوښـتل، زه درسره همغـږې یم اوچمتو یم، چې ستا هره پرېکړه په سرسترګو ومنم .
محصل ځوان په لومړیو کې ډېر ناارامه، خو د هوښـیارې نجلـۍ پـه ماهرانـه خبرو یې زړه یو څه راحت شو .
د هغه دا وړاندیز چې باید څو ورځې په دې خبره فکر وکړي، ومـــانه.
یتیمې نجلۍ هم له ځانه سره وویل :
د خپلو تړمو اوښکو په جرګه مې ستا زړه ته غذر وکړ او آن تر دې چې خپلې رڼې اوښکې مې ستا غېږې ته ننواتې دروړې او ستا په لـمن مې خپلې رڼـې اوښکې په هیله مند یاد ، -تار تار وپاشلې .
دې فکرونو کې وه، چې له لاندې څخه د ډوډۍ تیـاري غـږ وشـو، دوی هـم باید ورغلي وای، خو دا چې محصل ځوان د درسونو او وزن ډېرښت له املـه د شپې ډوډۍ نه خوړله، هغه ته یې د ډوډۍ لپاره د تلو خبره وکړه .
یتیمې نجلې چې په آبدان کې یې مخ وینځلو له تره زویه وغوښتل، څـو نـن شــپه ددې لپــاره د ډوډۍ خــوراک پــه پلمــه ښــکته لاړ شي او دوی سره دسـترخوان تــه کېنــي، خــو محصــل ځـوان د درســونو او وزن ډېرښــت نــه شکایت کاوه . بلاخره اړشو، چې د یتیمې نجلۍ دا غوښتنه ومني، په روانېـدو کـې یتیمـې نجلۍ محصل ځوان ودراوه، چې کله دې هم کوم څوک ښکل کړی او یـا تـه کوم چا ښکل کړی یې!؟
محصل د حېرانتیا مسـکا وکـړه، چـې کشران مـا او مشرانو بیـا زه لـه اننګـو ښکل کړی یم .
سمه ده، نو چې په هر یو دې واره راځي؛ زما سر ښکلوې او کـه زه دې په اننګي ښکل کړم!؟
محصل ځوان حېران ودرېد، چې اوس څه ووايي ؟
خو د خبرې لنډېدو لپاره یې یتیمه نجلۍ پر تندي ښکل کړه او له خـولې یـې د زړو خلکو په ځېر دعا ووته، چې تل بریال اوسې!
نجلۍ مسکا وکړه، چې د تره بچیه ! سم نیکـه یـې دا دعاګـانې زړې ښځې کوي؛ ځوانان داسې دعا کوي، ګوره!
محصل چې متوجه شو، یتیمې نجلۍ یې په اننګو شونډې کېښودې، ښـکل یې کړ او بیا یې وویل :
همداسې هسک او تاند اوسې ښاغلیه!
ډوډۍ ته ښکته شول؛ د یتیمې نجلۍ په خوراک کې ټول پام خپل تـره زوی ته و، چې په دیدن یې سترګې مړې کړي، خو نه پوهېده، چـې ولـې یـې پـه کتلو د مړښت پرځای د مینې تنده لا پسې زیاتېږي ؟
د ډوډۍ په جریان کې یې پرې غږ وکړ، وخوره کنه د تره زویه !ته خو بیخي خوراک نه کوې!
د محصل ځوان پر ځای یې خور په مسکا ځواب ورکړ:
دا دشپې لخوا بیخي دسترخوان ته نه ګوري، چې نن څنګه په وخـت ورتـه ناست دی!؟
یتیمې وخندل، چې نن به زما لپـاره راغلـی وي؛ خـور یـې هـم وخنـدل، چـې کېدای شي همداسې وي!
د دوه کورنیو زړه خپلوي تازه، خو د یتیمې په نوې ښکاره شوې مینې اور پـه لګېدو شو، خو دا لا مالومه نـه وه، چـې د نغـري پـه څېـر دغـه اور بـه لکـه د جدي میاشت خوږ ولګي او یا که د جوزا دمیاشتې په څېر لکه بَرو لـه لـرې سوځول کوي؟
محصل ځوان تل فکر کولو، چې له ټاکلي وخته وړاندې وکـولای شي، خپلـه پرېکړه خپلې تره لور ته ووایي، خو هېڅ یې په لوړ توپير فکر کې بـدلون نـه راته.
دا چې په سبا یې باید خپله پرېکړه یتیمـې نجلـۍ تـه اورولـې وای، د شـپې یې ورته زنګ وواهه.
زنګ ډېر ژر هوکی شو او د سلام-ستړي مشيو وروسـته تـرې پـه ډېـرې بـې صبرۍ نجلۍ د پرېکړې په اړه وپوښتل .
محصل ځوان وویل :
نه پوهېږم چې له کومه ځایـه، کـوم الفـاظ درتـه وکـاروم؛ ځکـه زړه مـې درد کوي او ضمیر مې خپلې سترګې نه پتوي .
ما خو ټوله هڅه وکړه، چې تـه څنګـه غـواړې زه هماغسـې وکـړم، دواړه یـوه کورنۍ جوړه او خوږ ژوند په کـې تېـر کـړو؛ ځکـه زه ډاډمـن یمـه کـه داسـې وشي، موږ به د نړۍ نېکمرغه جوړه اوسؤ، خوڅه وکړم ؟
هېڅ داسې څه مې ونشو کړای او په هر ډول پرېکړو کې پاتې راغلم .
په دې خبرو نـجلۍ سوړ اسوېلی ویست او په ژړغوني غــږ یې وویل :
زما دا لېونی احساس او ستا دا بې پروا پرېکړه! ؟