View in Telegram
🖇
پښتو شعرونه او ناولونه
📚
ډېر وېرېده، چې داسې نه د خوب په څېر کوم کـار تـه لاس وانـه چـوي، بیـابه یې خپل وجدان د ژوند تر پایه ځوروي . غوښتل یې چې یوه لار پیـدا کـړي، څـو د هغـه فکـر مـالوم کـړي او د ژونـد جوړولو او کولو فکر ورته زړه کې واچوي . تر ټولو مهمه دا چې د هغه لېکلو پیغامونو په اړه هم وضاحت ورکړي، چې په بشپړ ډول یې تمه ورنه وشکېږي . یتیمه هم ماما کره زړه ارامـه نـه وو؛ ځکـه چـې مـین زړګـی یـې لـه جهانـه د جانان پسې روان وو او د هغـه پـه تشـه خنـدا یـې د ټـولې دنیـا د قربانښـت تکبیرونه ویل . نارامه زړه ورته د ډېر پاتې کېدو اجازت ورنکړه، نو ورځ - دوه پس بېرته خـــپل کورکې د مـور څنګ ته راغله . د روغبړ او بلها نورو ډېرو خبرو وروسته یې مور ته په توکو کې ویل : بیا مې هم د ماما ګانو کور ودان، مامالورګانو سره مې سـم سـات تېـر شـو اوماما ګانو مې هم ډېره مینه راکړه . شکر چې ماماګان لرم! دې خبرو کې یې مور ترې د خبرو وار واخېست : هغه ورځ دې د مشر تره زوی هم راغلی وو؛ بیا یې ستا پوښـتنه وکـړه، مـال هغه ماما سره تللې . یتیمه د تره زوی نوم په اورېدو کټ کـې هسـکه شـوه، غـړې یـې لکـه زاڼـه اوږده کړه : رښتیا!؟ څنګه وو؟ ژر یې خپله پښتنه حیا مخته شوه : کورنۍ یې څنګه وه!؟ کاکامې! د کاکا ښځه او د تره لور ګانې مې!؟ - ویل ټول خه دي، خو د مور یې فشار بیا لوړ شوی وو، هغې تـه لـږ خواشینی وو. نور یې د تولې کورنۍ د روغتیا ډاډ راکړ. نجلۍ زړه کې یو بل شور ګډ شو، چې کاکا زوی به یې څنګه راغلی وو؟ د څو ورځو وروسته یې هم فکر کـې همـدې خـبرې غـوټې وهلـې. اخـر یـې خپلې مور ته ویل : مورې د کاکا ښځې پوښتنې ته نه ځې!؟ ولا زړه خو مې وو، ستا له ویلو وړاندې مې هم سړي ته ویل: مال چې یو ځل ورشم، ویلې زه چې له کابله راغلـم، بیـا تـه او لـور دې دواړه لاړی شی. د پلار له مینې بې برخې پېغلې د دې خبرې په اورېدو له ډېرې خوښۍ خپلـه مور په غېږ کې ونیوله او د خپل تره کره د تګ شېبې یې شمېرلې. د شپې یې رڼې سپوږمۍ سره په خبرو کې د زړه راز او نیاز کاوه : ای زما جانان ته لیدونکې سپوږمۍ! په هغه کلي کې هم ځلېږې، چې زما مینه په کې ژوند کوي؟ راته ویلای شې، چې زما د لالي حال څنګه دی؟ څه کوي؟ زما هغه مینه خو ترې هېره نه ده؟ د زړه هغه بد احساس او د غلط غیرت اور یې مړ شوی که نه؟ زه خو یې بدلونونه احساسوم، تاته دا بدلون ښکاري که نه؟ زما قربانۍ او خوارۍ خو به بې ځایه نه وي؟ هماسې د ځوانۍ په غرور کې دی، که نه زمـا مینـې تـرې لکـه د ژرنـدې پَـل غرور مېده کړی؟ په زړه کې یې زما د مینې مړه ډیوې هماسې بله ده، که نه د پخوا غوندې بیا مړه شوې؟ داسې یو عالم پوښتنې به یې له سپوږمۍ څخه وکړې . بیا به مسکی شوه، چې ای لېونۍ سپوږمۍ ! ته څه خبره یې!؟ ته خو یې زما نه هم له لرې تماشې کوې! خو بختوره په دې یې، چې هغه ستا تماشه کوي . تـه ګـوره، چـې د پـاک او مهـذب شـخص پـه لیـدو دې مـخ څـومره ښــکلی ښکاري؟ راځه په دې مینې کې د چل ښودلو سبق راوښـایه، چـې څنګـه یـې سـتا پـه څېر د خپل مخ په دیدن روږدی کړم؟ دې خبرو به یې د تږي زړه د غوښتنې کفاره یو څــه پـوره کـړه او هیلـه منـده به یې خوب ته ځان سپاره . ځوان به خوب کې خپلې تره لور ته په هغه پوښتنو ډېرې توبې وېسـتلې او دزړو خبرو په اړه به یې قسمونه ورته کول . یتیمې به هم خوب کې خپله مینه رابلله او د زړه غوښـتلو پـه تینګـار بـه یـې سترګې خلاصې شوې. پـه تـورې شـپې بـه یـې خـوب کـې تـره زوی سره د ویشتلې زړه په بدل اخېستو ښه مجلس وکړ : کله به وي؟ چې راته ووایې قربان! او په دې سره مې ټولې اندېښنې راته ووايي، چـې مـوږ لاړو بـس دلـوی الله پامان . خوښي به مې ملګرې او مصیبتونه به مې کډې وکړي . رب دې زما نه مه جدا کوه، ستا له یادونو پرته زه هېڅ نه یم! هرې خواته زما سترګو کې ښـکارې. زه نـه پـوهېږم، چـې تـه مـې زړه او کـه سترګو کې اوسېږې!؟ دا چې شیندلی زړه مې په تا باندې راټول دی، پوهـ شه، چـې دا زمـا د مینـې انتها ده . د یتیمې پلندر له کابله راغی، مور او لور هم سبا تـه د محصـل ځـوان کـره د تلو تکل وکړ........ همممم نور نو سبا .... ستاسی په اند سبا به څه کیږی؟ د هغه مسیج په اړه به څه وایي ورته؟ په دی لاندی کرښه کی به زه لږ نقل درکم
👇
یتیمه انجلۍ خو تګ ته ډیره زیاته خوشاله شوه خو مسج چی ........ ! هممممم خیر که څوک نه وی پوه شوی نو سبا به پوهه شی! ﹾ٭ ﹾ٭ ﹾ٭ کٌٍٍُّٰٰٖٖلٌٍٍُّٰٰٖٖیٌٍٍُّٰٰٖٖوٌٍٍُّٰٰٖٖاٌٍٍُّٰٰٖٖلٌٍٍُّٰٰٖٖ
😳
💖
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start