View in Telegram
🖇
پښتو شعرونه او ناولونه
📚
له هر ډول پایلې یې وېره لرله. پـه وېرېـدلي زړه او رپېـدلو ګوتـو یـې د لېګلـو تڼی کېکاږله . پیغام په روانېدو یې زړه په دربا پیل وکړ. یوځل یې نیت وکـړ، چـې لـه دې عـذاب ورکولـو بایـد تېـر شي، خـو پیغـام ستنول یې له واک او اختیاره وتي وو. بل پیغام یې هم ورواستاوو : هیله کوم، زه درته ډېر - ډېر ملامت یم! ستا زړه او مینې ته مې سلام دی! خو زه د خپلې صفای لپاره یوه کلیمه هم نه لرم! تاسره د خبرو لپاره د یوې جملې جرئت هم نه لرم، چې ویې وایم! بیا هم هیله کوم، زنګ راته ونه وهې، کنـه سـتا حالـت او خپـل خجالـت پـه لیدو به مې هېکله خپل وجدان ونه بښي . پیغام وګوره او هېڅ راته مه وایه! زه بیا هم بښنه غواړم! درنښت ستا له لوري یو هېر شوی کس همداسې وشـول؛ ډېـر وخـت واوښـت، خـو د شـوګیرو خـوړلې یتیمـې هـېڅ ځواب رانغی . محصل ځوان په دې چل خپل وجدان یو څه راحت کړ. د تره زوی به یې کله سودا شوه، چې زمـا د خـبرو داسـې چغـار هغـه پـه دې ډول خاموشه نشي پرېښودای . بیا به یې ځان سره ویل : هغه باید خپل د ژوند کاروان همداسې پر مخ بوځي. خیر که نن پـه شـپه یـا ورځ کې یو څه درد تېر کړي، خو دا د زړه پټ لږ درد به ورته له هغې ناخبرې مینې او ډېر درده خه وي . اوس د ځوان په زړه هغه تېرې اجباري خبرې نه راتلې . محصل ځوان خپلې هغې مینې سره چې پـه غـږ یـې خپـل خـوږ ژونـد پیکـه کړی و، د اړیکې پرمخ وړلو په هڅې اکټونه کول . یو شـپه ګـوري، چـې د کـلي دنـګ چینارونـه د اور لــمبو پـه سراخېسـتي. د سوځېدا په غم یې غرونه او ګودرونه په ژاړ لکه سیندونه اوښکې بهوي . د تره لور یې په سوي زړه او وچو شونډو د ګودر پر غاړه مات منګی د تخـرګ لاندې نیولی، خپل زړه یې له ټټره راوېستلی، تـرې وینـې څـاڅي او دا ورتـه ژاړي، له ځانه سره وايي : د هغه زړه به څه کرار واخلي؟ څوک چې د چا د ژوند ازار واخلي د ارمانونو په غولېدونکو خبرو مینه پېغله کـراره د ګـودر پـه غـاړه سـاه نیـولې ناسته وه . محصل ځوان د دې حالت په لیدو سـخت غمجـن شـو او د ورتلـو تکـل یـې وکړ، چې هغه مهربانه او هوښیاره څنګه نن د خپل ځان قاتله ګرخېدلې؟ یتیمې ته هغه تېرو یادونو سم ټالونه ورکول او د مینـې پـه مشـغولا کـې یـې خپل پرهري زړه د لاس په ورغوي کې نیولی، د مینې دومره تـږې ښـکاري، چې آن د جبـین خال یې هم دیدن پسې زړه چوي . په تورو شپو کې له ځانه ورکې پېغلې یواځې همدا ویل : ته څومره راته ګران وې!؟ په کتو کې دې له نازه ډک کتل څومره راته ګران ول!؟ ډېر راته مهربان ښکارېدې، خـو دې دوه مـړو سـترګو او وران فکـر دې ډېـر ورانی راسره وکه . محصل ځوان یې د نوم په اخېستو ډېر غږونه وکړل، خو هغې خپل سرټيټ اچولی وو او پَـلو کې یې خپلې اوښکې رغړولې . طلايي زلفو یې له دردونو ناخبره په مخ باندې لکـه د مـــاشومانو سـم ټالونـه خوړل . د پېغلو له سېله بېلې شوې یتیمې خپل سر کې د یوه ځوان خیالونه لرل. پـه زړه کې یې څښتن تـه سـوالونه نیـولي وو، خـو لـه خپـل پېغلتوبـه ورتـه حیـاورتله، چې ډېره به حیا واخېسـته، پـه سرو منګولـو بـه یـې د خپلـې ښـکلا او ځوانۍ بندونه پرې کول . محصل ځوان بې کوره شوې تره لور پسې ورمنډه کړه، چې لـه دې کـاره یـې لاس ونیسي . د رسېدو سره سم یې تره لور ترې مخ واړوو، لـه سـپینې خـولې یـې بېلتـون خنداګانې وړې وې . محصل ځوان یې لاس ونیوو او په ځاریو یې ورتـه شروع وکـړه، خـو هغـه د زړه له ناچارۍ ډېره تنګه شوې وه . باران لـمده کړې نجلۍ په ټټر کې د زړه پرځای سکروټې اچولې وې . سرو سکروټو په ټټر کې د سوځېدلې غوښې سم وږمونه ورول . محصل ځوان یې مخ او سترګې په دواړو لاسو خپل لور ته متوجه کړل . تر ډېره یې په مړو سترګو یو بل ته کتل . د نجلۍ سپینه خوله خاموشه، خو په سترګو کـې یـې رڼـې اوښـکې سـلامي ولاړې وې . د لږ ساعت یو بل ته د کتلو وروسته لکه پـه تـره لـور یـې چـې الهـام وشي،اوږده ساه یې واخېسته . خپل زړه یې لاندې په خاورو کـې وغورځـاوو او د خپلـو وینـو پـه سرو شـویو منګولو یې د تره زوی لاسونه ونیول . دنجلۍ هغه دنګه مسته ځواني نن ډېره مړاوې ښکارېده . په الوتي او پیکه رنګ یې د خپلې مینې لاسونه له مخه لرې او په خپل ټټـریې کېښودل . د محصل ځوان لاسونه په ټټر کې پرتو سکروټو سم وسـېځل، خـو بیـا یـې هم په توره تیاره ګوګل کې د زړه په څېر د دربـا چغـې اورېـدې؛ لکـه د مینـې قحطی چې پرې تېر شوی وي، په ټټر یې ساډوبي خپره وه. د اسـمان بـاران یې لکه پټرول نور هم دردونه، غمونه او اورونه تازه کول .
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start