امام عمر بن عبدالعزیز رحمه الله فرمایي: څوک چې د عمل کولو پر ځای ډېرې خبرې کوي، د هغه غلطۍ ډېرېږي، او څوک چې پرته له علمه عمل کوي، د اصلاح کولو څخه ډېر فساد کوي. (شعب الایمان: ۱۸۱۹).
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته مولوی صاحب مبارک الله جل جلاله دی صحت منده لره مولوی صاحب دحمل په وخت کي چی کله کله دځینوزنانوڅخه دحیض په شان کمه اندازه وینه ځی نوپه همدي وخت کي دغسل حکم څنګه ده غسل به کوی اوکه به یی نه کوی دحیض پشان حکم لری که یا؟
جواب: وعلیکم السلام ورحمت الله د حمل په زمانہ کي حیض نه راځي ؛ لہٰذا ددي وجه څخه دحاملہ ښځي څخه چي کمه لږ لږ وینه راځي هغه حیض نه دي ،دا وینه د استحاضہ (مریضی ده ) دحیض حکم نه لري نو په دغه وخت کي دلمانځه او روژه دمعاف کیدلو حکم نسته خپل اودس به کوی لمنځ روژه ټول عبادا ت به کوی ،غسل کول نه دي واجب ۔ فقط واللہ اعلم باالصواب طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی صاحب
دمړه سوی کوچني او دنوي بیدا سوي غسل، کفن، جنازہ اود تدفین حکام سوال: دحمل پر ٦ میاشت کچيري کوچني پيداسي او کوچني مړ پیدا سي یا ژوندی پیدا سی وروسته مړ سي ، نو ددغه څه تفصیل دی ؟آیا ددغه غسل، جنازہ، تدفین و قبر جوړبږی ؟ یا یو بل ترتیب دی ؟
جواب: کم کوچني چي دمور په نس کی مړسوی پیدا سي یعنی د پیدا کیدو په وخت کي په هغه کي دژوند هیڅ علامه نه وي ، دغه ته هم دلویانو پر رکم په مسنونه طريقه سره غسل ورکول کیږي، لیکن دقاعدہ مطابق کفن نه ورکول کیږي ، بلکہ هغه په یوټوکر کی وپیچه بیله دجنازی دلمانځه دفن یی کړی۔پر داسي کوچني باندی نوم ایښول هم په کار دی ۔
او کم کوچني چي ژوندي پیدا سوي وي او وروسته مړ سوی وي یا دپیدا کیدو سره فورًا مړ سی ، دهغه غسل، کفن، لمنځ ، دفن وغیرہ دده اَحکام دلویانو پر رکم دي ، یعنی هغه ته په مسنونه طريقه غسل او کفن ورکړی ، دجنازی لمنځ هم ورکړي ، بیا یی پټ دفن کړي او پر هغه باندي نوم هم کښيږدي۔
او کچيري کوچني ناتمام پیدا سی یعنی دهغه لاسونه پښي خوله پزه وغیرہ نور اندامونه نه وی جوړ سوي نو دهغه دپریمنځلو ، کفن ورکولو ضرورت نسته ، بلکہ په یو ټوکر کی وپیچه په یو غار جوړ کړه په هغه کي پټ کړی ۔ او کچيري د ناتمام کوچني یو څه اندامونه جوړ سوي وی نو دهغه حکم دهغه پشان چي مړ پیدا سوي وی ۔ دکوچني دبیدا کیدو وروسته کچيري په هغه کي دژوند آثار وه یعنی هغه سا آخیستله وغیرہ ،دهغه زړه حرکت کوي او ژوندی وه تر دغه وروسته مړ سو نو دغه ته هم د سنت طریقہ مطابق غسل ورکول کېږي، (یعنی څرنګه چی لویانوته غسل ورکول کېږي ) اوکفن ورکړی د جنازہ لمنځ ورکړي ۔
البتہ دغه رکم کوچني ته چي د پیدائش سره وفات سی کچیری مسنون کفن ورکول سی نو ترټولو بهتر کار دی ، کچيري کوچني ته صرف یو انجلی ته په دوو جامو کي کفن ورکړي داهم صحیح دی ، اودهغوي جنازہ ددستور مطابق وکړي ۔
الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار) (2/ 227):
په صورتِ مسئولہ کی کچيري یوه انجلی ډیره په کم عمری کی وفات سی ، تو دغه انجلی ته په دوو جامو کي دکفن ورکولو جواز سته ، بیا هم مسنون کفن ورکول بهتر دی ۔
په یاد ولری چی دښځي په سنت کفن قمیص، ازار، چادر،سینہ بند او پر سر باندي اچولو والا شامل دی چی ټوله پنځه جامی کیږي ۔
فتاوی ہندیہ :
"و الصبي المراهق في الكفن كالبالغ و المراهقة كالبالغة، و أدنی ما يكفن به الصبي الصغير ثوب واحد و الصبية ثوبان، كذا في التبيين."
( كتاب الصلاة، الباب الحادي العشرون في الجنائز، الفصل الثالث في التكفين، ج:1، ص:160، ط:مكتبه رشيديه)
(ماخوذ از بہشتی زیور، حصہ دوم، ص:131، ط: دارالاشاعت)
الفتاوى الهندية (ج:1، ص:159، 163، ط: دار الفكر):
’’ومن استهل بعد الولادة سمي وغسل وصلي عليه وإن لم يستهل أدرج في خرقة ولم يصل عليه ويغسل في غير الظاهر من الرواية وهو المختار، كذا في الهداية، والاستهلال ما يعرف به حياة الولد من صوت أو حركة ولو شهدت القابلة أو الأم على استهلال الولد فإن قولهما مقبول في جواز الصلاة عليه، هكذا في المضمرات. السقط الذي لم تتم أعضاؤه لا يصلى عليه باتفاق الروايات والمختار أن يغسل ويدفن ملفوفا في خرقة، كذا في فتاوى قاضي خان.
ويصلى على كل مسلم مات بعد الولادة صغيرًا كان أو كبيرًا ذكرًا كان أو أنثى حرًّا كان أو عبدًا إلا البغاة وقطاع الطريق ومن بمثل حالهم وإن مات حال ولادته فإن كان خرج أكثره صلي عليه وإن كان أقله لم يصل عليه وإن خرج نصفه لم يذكر في الكتاب ويجب أن يكون هذا على قياس ما ذكرنا من الصلاة على نصف الميت، كذا في البدائع.‘‘ واللہ اعلم باالصواب طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی
منتها دین د اللهﷻ لپاره دی او هغه دی چې مونږ د واړه دلایلو پر الغاء سره او اثبات د اسلام د هغه چا لپاره چې شهادتین یې پر ژبه راوړی، په مجرد پر ژبه راوړلو سره، امر کړی یو.
🔹او د جندب بن عبد الله البجلی رضی الله عنه په حدیث کې راغلی: إِنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعَثَ بَعْثًا مِنَ الْمُسْلِمِينَ إِلَى قَوْمٍ مِنَ الْمُشْرِكِينَ، وَإِنَّهُمُ الْتَقَوْا فَكَانَ رَجُلٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ إِذَا شَاءَ أَنْ يَقْصِدَ إِلَى رَجُلٍ مِنَ الْمُسْلِمِينَ قَصَدَ لَهُ فَقَتَلَهُ، وَإِنَّ رَجُلًا مِنَ الْمُسْلِمِينَ قَصَدَ غَفْلَتَهُ، قَالَ: وَكُنَّا نُحَدَّثُ أَنَّهُ أُسَامَةُ بْنُ زَيْدٍ، فَلَمَّا رَفَعَ عَلَيْهِ السَّيْفَ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ فَقَتَلَهُ، فَجَاءَ الْبَشِيرُ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَأَلَهُ فَأَخْبَرَهُ، حَتَّى أَخْبَرَهُ خَبَرَ الرَّجُلِ كَيْفَ صَنَعَ، فَدَعَاهُ فَسَأَلَهُ فَقَالَ: «لِمَ قَتَلْتَهُ؟» قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَوْجَعَ فِي الْمُسْلِمِينَ، وَقَتَلَ فُلَانًا وَفُلَانًا، وَسَمَّى لَهُ نَفَرًا، وَإِنِّي حَمَلْتُ عَلَيْهِ، فَلَمَّا رَأَى السَّيْفَ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَقَتَلْتَهُ؟» قَالَ: نَعَمْ، قَالَ: «فَكَيْفَ تَصْنَعُ بِلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ إِذَا جَاءَتْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ؟» قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، اسْتَغْفِرْ لِي، قَالَ: «وَكَيْفَ تَصْنَعُ بِلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ إِذَا جَاءَتْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ؟» قَالَ: فَجَعَلَ لَا يَزِيدُهُ عَلَى أَنْ يَقُولَ: «كَيْفَ تَصْنَعُ بِلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ إِذَا جَاءَتْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». 🔸ترجمه:«رسول الله ﷺ یوه ډله(مسلمان) د مشرکینو په طرف ولیږله او د جګړې په لړ کې له مشرکینو څخه یوتن د یوه مسلمان (د وژلو ) قصد وکړ او هغه یې وواژه. اسامه ابن زید دغه صحنه ولیده او په غفلت کې یې پر هغه بر لاسی ومونده او داچې پر هغه یې توره وچته کړه کافر وویل:لا إله إلا الله. خو اسامه هغه ته امان ور نکړ او هغه یې وواژه. بشیر د رسول الله ﷺ خواته راغی او د اسامه جریان یې رسول الله ﷺ ته بيان کړ رسول الله ﷺ اسامه را وغوښت او ورته وې ویل: هغه دې ولې وواژه؟ اسامه وويل: ای د الله رسوله! د مسلمانانو ترمنځ یې وحشت اچولي ؤ او له مسلمانانو څخه یې څو تنه ووژل او د وژل شویو کسانو نومونه یې هم واخیستل. ما هم داچې توره مې پرې را ویستله او هغه بله چاره ونه لیدله، وې ويل لا إله إلا الله.رسول الله ﷺ وفرمایل: آیا هغه دې وواژه؟ ومې ویل هو. وې فرمایل: کله چې په قیامت کې له لا إله إلا الله سره راغی څه به کوي؟ ومې ویل: ای د الله رسوله! زما لپاره د مغفرت غوښتنه وکړه! وې فرمایل: کله چې په قیامت کې له لا إله إلا الله سره راغی څه به وکړې؟ اسامه وویل: پرلپسې یې دا خبره تکراروله او پر هغې یې څه نه ورزیات ول.». 🗒 مسلم (97).
🔹او أبوعوانه رحمه الله(متوفی 316 هجری)په خپل مستخرج کې یې د دې حدیث لپاره دا باب پرانیستلی دی : «بيان حقن دماء من يقر بالإسلام من الكفار في المحاربة وإن كان إقراره تقية ودرء القود عنه بعد إقراره فيما أصاب في كفره ومحاربته ولا يفتش باطنه والدليل على أن المؤمن يخرج من إيمانه إذا قتل المقر بالإسلام». 🔸ترجمه: « بیان دی د هغه کافر د وینې تویلو په منع کې چې د جګړې پر مهال پر اسلام باندې اقرار وکړی، اګر که هم اقرار یې د تقیې له مخې او له قصاص څخه د هغه څه اړوند چې د کفر او جګړې پر مهال یې کړی وی، د فرار لپاره وی، او باطین یې نه څیړل کیږی، او دلایل داچې که کوم مؤمن، هغه څوک چې پر اسلام یې اقرار کړی دی ووژنی له ایمان څخه یې خارجيږي». 🗒 مسند أبي عوانة (1/65) 🗨 مقصود، بهر کیدل د ایمان له اعلی ترینه درجو څخه د اسلام ټیټ ترینه درجاتو ته دی، لکه دا حدیث: «لا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ»؛ « څوک چې زنا کوي د زنا کولو پر مهال یې مؤمن ندی». 👈او د دغه حدیث پر صحت باندې د نظر اتفاق وجود لری او له زیاتو وجوه څخه را روایت شوی دی چې د هغه ثبوت په قطعی توګه را رسوی او دا حدیث د ټولو قرائنو (که هرڅومره هم قوی) د الغاء پر وجوب او د اسلام اثبات د هغه چا لپاره چې شهادتین پر ژبه راوړی قاطع دلالت لری، ځکه چې دا کاملاً واضحه ده د هغه کس له لوری شهادتین پر ژبه راوړل د تقیې او له مرګ څخه د ځان ژغورلو په خاطر ؤ. او معقوله هم نده چې هغه دې یو مشرک انسان وی بیا دې یو دم او ناڅاپه د اسلام صحت دې ورته روښانه شوی وی او یو دم دې د نبوت دلایل لیدلی وی، او سم دم هغه مهال چې یقین یې وموند وژل کیږی یو ځل دي دغې نتیجې ته رسیدلی وی. هغه هم وروسته له هغې لحظې څخه چې وړاندې ترې له مسلمانانو سره جنګیده او هغوي یې وژل! اللهﷻ پوهیږی که دین د رای پر اساس وای قسم مې خوړ چې هغه شهادتین یې له مرګ څخه د ژغورنې په خاطر ویلی؛ نه د تصدیق او د حق د پیژندنې له مخې. لکه څنګه چې اسامه دارنګه فهم کړل.
اسلام کلمہ دین مذهب ته په ښکنځلو کولو سره سړی داسلام څخه وزي او دهغه حکم سوال:
السلام علیکم مولوی صېب یوه پوښتنه لرم
که یوه عاقله مسلمانه میرمن د قران بې حرمتي وکړي قران په څپلیو ووهي او قران ته کنځلې وکړي د غوسې په حال کې ددې په اړه حکم څه شی ده؟ سزا یې نکاح یې ختمیږی؟ څه باید ورسره وشي د شریعت له نظره
او دغې ښځې ته څه پکار دي؟
د جواب په هیله...........
کچيري یو شخص دجنګ غصه په حالت کي په خبرو کي نورو ته دغه الفاظ ووايي :" زه ستا اسلام ته ۔۔۔،ستا کلمہ ته ۔۔۔" بد نسبت وکړي او عمومًا زموږ په کلی کی داسی ماحول جوړ سوي دي خلګ دغه بد الفاظ وایی نو ددغه الفظو ویلو والا لپاره شرعًا څه حکم دي ؟
نوٹ: سائل هغه بد الفاظ ښکنځل هم را نقل کړي وه ، موږ هغه الفاظ د مصلحت په وجه سره حذف کړل۔
جواب: وعلیکم السلام ورحمت الله دقرآن پاک بي حرمتي بي عزتي کول غورځول وهل سوځل سړی داسلام څخه خارج کوي کم چاچي داسي کار وکی هغه به دشاهدانو په حضور کي به دزړه له کومي کلمه وايي او بیرته به نکاح نوي کوي. ښکاره خبره ده چی ایمان اسلام کلمۂ اسلام ته بد ویل ښکنځل کول ، کفر دي ؛ددی وجه څخه کچيري یو شخص اسلام ته یاکلمہ ته ښکنځل وکړي نو هغه شخص په دغه الفاظو ویلو سره کافر کیږي ، پر هغه لازمه ده چي توبہ وکړي استغفار مغفرت بخښنه دی وغواړي دالله تعالی څخه او خپل د ایمان تجدید دي وکړي کلمه دی ووایی دخلګو په مخ کي او نکاح دی هم نوي کړي ۔
« الفتاوى الهندية» :
"رجل قال للآخر: یو شخص بل ته وویل مسلمان یم ، فقال له:هغه بل ورته وویل لعنت دي پر تا وي او لعنت دی ستا پر مسلماني وي. نو په دغه الفاظو سره کافر کیږي يكفر، كذا في الخلاصة."
(مطلب في موجبات الكفر : 2 / 257 ، ط : المطبعة الكبرى الأميرية ببولاق مصر)
فتاوی دار العلوم دیوبند :
"(سوال) کچيري یو شخص أهل ِ اسلام مذهب دین ِ داسلام بی عزتی وکړي او بد الفاظ ووايي یا ورته ښکنځل وکړي ، ددغه سړي په باره کي دشریعت څه حکم دي؟
(الجوب ) په دغه کی هیڅ شک و شبہ نسته چي کم شخص دین مذهب ِ اسلام ته بد ووايي او ښکنځل ورته وکړي ، هغه شخص د اسلام څخه خارج دي ، پر ده باندي لازم دی چي توبہ وکړی اوتجدید ِ اسلام وکړي او تجدید ِنکاح وکړي ، کچيري دغه وه نه کړي نو پر أهل اسلام فرض دي چي ددغه شخص څخه به متارکت جلاوالي لیري والي کوي ۔"
(فتاوی دار العلوم دیوبند ، احکام ِمرتد : 12 / 214 ، ط : دار الاشاعت )
تتمہ احسن الفتاوی :
"سوال : زموږ دصحرا په علاقه کي دغه وبا عامه ده چي د غصہ په حالت کي یو مسلمان بل مسلمان ته د مذهب ایمان د پیر و مرشد په سختو بدو الفاظو سره ورته ښکنځل کوي ، داغه رکم په مسخروکی هم یو او بل ته په دغو الفاظو سره ښکنځل کوي ، بلکہ دغه ښکنځل د تکیہ کلام په طور استعماله وي ، مذهب دین ایمان ته ښکنځل کول څنګه دي ،او ددغه سړی څه حکم دی ؟
الجوب باسم ملہم الصواب
ایمان اسلام دین مذهب ته ښکنځل کول کفر دي ، دداسی کفریاتو څخه پرهیز کول فرض دي ،دداسي شخص لپاره توبہ فرض ده ، دتوبی او دتجدید ِ ایمان وروسته به تجدید ِ نکاح هم کوي نکاح به بیرته په نوي مهر سره تړي ۔"
(کتاب الایمان و العقائد : 3 ، ط : الحجاز بنوری ٹاؤن کراچی) واللہ اعلم باالصواب طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی صاحب
📝📝 د امریکا د اور لګېدنې او د الهي عذاب ترمنځ اړیکه.
➖برخه دویمه ➖
📕ب)
▪️اوس دغه دوه ګونی توب زمونږ د اوسني ټولنې په تحلیلونو کې هم را ننوتی. یو شمیر د څلور ګونو علتونو لید لوري لری او یو شمير نور یې دوه علتی لید او آند.
➖ لومړي ډله یې وایی ( د مادی او صوری علت له منلو سره سره ) الله (جَلَّ جَلَالهُ) د دغو اورلګیدونو باعث شوی دی او غایت او موخه یې هم د آمریکا مجازات دی.
➖خو دویمه ډله، د هماغو دوه مادی او صوری علتونو او لاملونو په لټه کې دي او د فاعلی او غایي علتونو (چې د غربی رنسانس محصول دی ) له حذف نه استقبال کوي.
📗ج) 🔺د رامنځته شوې پیښې اړوند د دغو دوه نظرونو تر منځ جمع بندی څرنګه ده؟
▪️زما له آند مادي او صوری علتونه ( هغه فعل او انفعالات چې د علم په نړۍ کې د اور لګیدنو او د هغه د پراخيدو لامل کیږی ) پر خپل ځای یې قرار لری. او فاعلی علت (دا چې په نهایت کې الله (جَلَّ جَلَالهُ) دا اجازه ورکړې ده دا اور لګېدنه دې شتون ولری ) هم پر خپل ځای. خو غایی علت (دا چې ولې دغه اور لګېدنه را منځته شوه /انتقام که طبعی کار ) د الله تَبَارَک وَتَعَالَی په علم کې ده.
▪️که څه هم مونږ ډیر داسې قرائین لرو چې دغه اور لګېدنه د آمریکا مجازات دي، خو نهايي تأیید د الله په علم کې دی، لکه څنګه چې د عذاب ګڼلو انکار یې هم د الله په کار کې قضاوت کول دي او بیا هم باید ووایو چې الله پوهیږی.
▪️🔸مونږ کوم قرائین په لاس کې لرو؟
➖- د مظلوم حمایت او له ظالم سره برخورد دا یو الهی سنت دی.(که څه هم په مختلفو حالتونو کې پیښیږي او داسی نده چې تل دې سمدستی تر سره شی )
«د پړې وړ خو هغه كسان دي چي پر نورو ظلم كوي او په ځمکه کښي په ناحقه تېرى كوي. د دغه راز خلكو لپاره دردناك عذاب دى.
➖- د یورونیوز فارسی څانګی د راپور پر بنسټ چې د
د یورونیوز فارسي خبري آژانس د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۱۶مه خبر خپور کړ چې په تېرو یو کال کې امریکا شاوخوا ۱۸ میلیارد ډالره له اسرایلو ته مرسته کړې ده. دا مرستې د څه لپاره؟ د لسګونو زرو بی ګناه انسانانو د وژلو او ټوټه ټوټه کولو لپاره، هغه انسانان چې وایی پخپله خاوره او ملک کې ژوند کوو، ولی دا اجازه نه را کوي چې د مالکیت او حتی د ژوند حق ولرو؟
د سی ان ان د عربي برخی د راپور پر اساس د ۲۰۲۵ کال د جنوری په ۱۱ امه یوې سرچینې د لندن د ګرمسير د طبی علومو د یوه پوهنتون(LSHTM) د څیړنو پر اساس، په تیر یوه کال کې تر اوسه پورې په غزه کې ۶۴ زره بی ګناه انسانان په شهادت رسیدلی دي.
دکور والا شيدي ددوا په شکل سره خپل په غوږ او سترګو کی اچول سوال: السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته مولوي صاحب محترم کچيري دخاوند سترګي یا غوږ درد کوي نو درد په وجه سره خپل دښځی شیدی ددوا په شکل سره خپل غوږ یا سترګو ته واچوی نو ددغه په شریعت کی څه حکم دی ؟
جواب: وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته
په صورت ِ مسئولہ کی دخاوند لپاره خپل دښځي شيدي ددوا په شکل سره په غوږ یا سترګو کی اچول نه دی جائز ؛ ځکه چي دکور والا شيدي دهغی دبدن جزء حصه ده ، اود انسان تمام اعضاء مکرم عزتمند دی ، ددی وجه څخه د انساني اعضاء او اجزاء د عظمت اواکرام کرامت په وجہ سره شرعاً بیله ضرورت څخه دهغه استعمالول او دهغه څخه نفع ګټه آخیستل ناجائز اوحرام ده ، ددی وجه څخه کله چی دغوږو یا سترګو د درد علاج په نوره دوائی سره ممکن وی دانسان په اجزا سره علاج نسی کولی ، یو ښه ڈاکٹر ته رجوع وکړه خپل علاج وکړه بیا هم کچيري یو چا خپل دښځي شيدي خپل په غوږونو یا سترګو کی اچولی وي نو په هغه سره حرمت رضاعت نه ثابتیږي ۔ دښځي دشیدو څخه فائدہ آخیستل هغه دماشومانو دشیدو خوړو په وخت کي ضرورت دی جائز دي او ډیره ښه خبره ده چی ښځه خپل ماشوم ته پوره شیدی ور کړی او دښځي شیدی خپل دوخت نه بغیر بل وخت پر هغه باندي فایده آخیستل نه ده جائز ۔
فتاوی ہندیہ :
"وتكره ألبان الأتان للمريض وغيره، وكذلك لحومها، وكذلك التداوي بكل حرام، كذا في فتاوى قاضي خان".
(كتاب الكراهية وهو مشتمل على ثلاثين بابا،الباب الثامن عشر في التداوي والمعالجات،ج:5،ص:355 ط،: دارالفکر)
فتاوی شامی:
"(ولم يبح الإرضاع بعد موته) لأنه جزء آدمي والانتفاع به لغير ضرورة حرام على الصحيح شرح الوهبانية. وفي البحر: لا يجوز التداوي بالمحرم في ظاهر المذهب، أصله بول المأكول كما مر."
(کتاب النکاح،باب الرضاع،ج:3،ص: 211،ط:سعید)
درر الحكام شرح غرر الاحكام :
"وقال في شرح المنظومة: الإرضاع بعد مدته حرام؛ لأنه جزء الآدمي والانتفاع به بغير ضرورة حرام على الصحيح."
(كتاب الرضاع، ما يحرم بالرضاع (1/ 356)،ط. دار إحياء الكتب العربية) واللہ اعلم باالصواب دارالافتاء مظہر العلوم طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی
په غاښو کی چی یو شی پاته سوي وي په دغه صورت کی دلمانځه حکم سوال: کچيري په غاښو کی یو شی پاته سوي وي دهغه سره لمنځ کول کیږي یا تیر سی دلمانځه څه حکم دی؟
جواب: کچيري یو شخص دلمانځه څخه دمخه یو شی خوړلی وی او دهغه څخه یو څه په غاښو کی پاته سوي وي نو دهغه سره لمنځ کول کیږي یا نه کیږي ، په هغه کی یو څه تفصل دی :
کچيري دلمانځه په حالت کی ده دغاښ څخه را ويستي او تیر یی کي او هغه دنخود ددانی څخه زیات وه نو په دغه سره یی لمنځ فاسد سو لمنځ به بیرته کوي ۔ کچيري دلمانځه په حالت کی ده شی را ويستي تیر یی کی او هغه دنخود تر دانی کم وه نو په دغه سره لمنځ نه فاسیدیږی ، مگر داسي عمل کول مکروہ دی ۔ کچيري لمانځه کونکي په هغه کار وه نه لری هغه دغاښ څخه را ووزي او تیر یی نه کړی داغسی په خوله کی وي نو په دغه سره پر لمانځه باندی هیڅ تاثیر نه کوي ،لمنځ یی صحیح دی ، لیکن کچيري هغه شی په خوله کی ویلي سی بیا دلمانځه په حالت کی نس ته ولاړ سی نو په دغه سره لمنځ فاسیدیږی ۔ ’’زبدۃ الفقہ‘‘ :
’’په لمانځه کی خوراک چښاک ، مطلقاً لمنځ فاسیده وي ، هغه که په قصداً سره وی او که په هیره سره وي ، لږ وی که ډیر وی حتی کچیری دخولی دباندی څخه یوه خاشه هم تیره کی لمنځ یی فاسد دی یا داوبو یو څاڅکی یا دغیرہ یو څاڅکی یا دیخی یوه زره ټوکره چي هغه خولی ته ولاړه سی او دی تیره کی نو لمنځ یی فاسیدیږی ، دلمانځه دشروع کولو دمخه کچيري یوشی په خوله کی مښتي وی کچيري هغه دنخود تر دانی کم وه ده تیر کی نو لمنځ یی نه فاسیدیږی، مگر مکروہ دی ، او کچيري دنخود ددانی برابر وه یا زیات وه نو لمنځ یی فاسیدیږی ، اصول دادی چی د کم شی په خوړلو سره روژه ماتیږي په هغه سره لمنځ هم فاسیدیږی ، ورنہ بیانه ،کچيري یو چا دلمانځه څخه دمخه یوخوږ شی خوړلی وي نو بیا په لمانځه کي دننه دهغه خوږ والی اثر چی په خوله کی موجود وه هغه دناړو سره دننه نس ته ولاړ سی نو په هغه سره لمنځ نه فاسیدیږی ، کچيري مصری یا بوره قند یا پان نسوار وغیرہ په خوله کی وی ژو ولی نه وی خو هغه ویلي سی حلق ته ولاړ سی بیا هم لمنځ فاسیدیږی ،کچيري دغاښو څخه وینه را ووزي او ناړو سره یو ځای حلق ته ولاړه سي او تیره سي دوینی دخوند په ستوني کی په د محسوس کیدو په صورت کی لمنځ فاسیدیږی ‘‘۔
الدر المختار: (601/1) و(تفسد )اکله و شربه مطلقا ولو سمسمة ناسيا إلا إذا كان بين اسنانه مأكول دون الحمصة فابتلعه واللہ اعلم باالصواب طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی
)هیڅ حرج مشکل نسته ۔ (طحاوی.کله چی دا نجس هم نه دی او فقهاء کرامو دهغه گنجائش هم لیکلی دی چی زوجین یو دبل د شرمگاہ څخه استمتاع ګاته واخلی نو بیا دغه ته مطلقاً حرام ویل مناسب نه دي البته دا جواز فقط د اباحت درواوالی په درجه کی دی ، دا یو مرغوب ترغیب ورکړل سوي شي نه دی او نہ په اسلام کی کم داسی ترغیب موجود دي ۔کچيري د شخص شهوت یا تسکین په داسی شکل سره رازی نو دهغه لپاره د دغه فعل کولو گنجائش سته لیکن داسی عادت جوړول یا بیله ضرورت څخه داسی کول صحیح نه دی ځکه چي فی نفسہ دا یو غیر مناسب او بد تهذيب رکم فعل دی چي په هغه کي دحیوانانو دفعل سره مشابهت دی ددی وجه څخه ددغه څخه اجتناب کول پکار دی ۔ شاید داغه وجه ده چي په اردو فتاویٰ کي زموږ بعض اکابرین علماوو دغه فعل مبالغةً او د شدت سختی پر بنیاد باندي مطلقاً حرام بللی دی چي ددغه فعل قباحت او بد والی دخلګو په زړو کی راسی او خلګه دغه خپل عادت جوړ نه کړي .داغه رکم په اسلامي ټولنه کي دغير مسلم انگريزانو په رکم د انسانیت د درجہ څخه کښته والی وه نه کړی چی د حیوانیت درجه ته کښته ولاړسی په هرحال د ضرورت په وخت کي ددواړو طرفینو په رضامندي سره دغه فعل کولی سی ۔(نجم الفتاوی 339/5 )۔
د فرج شرمګاه څخه دباندی رطوبت لوندوالی) خو پاک دی ، دفرج دداخل رطوبت دصاحبینو ؒ په نزد نجس دی او دامام ابوحنیفہؒ په نزد نجس نه دی په دی شرط چی په هغه کی وینه وغیره نه وی ناپاکه شی ورسره نه وی لګیدلي.. یو هغه لوند والي اوبه دي چي دښځي دشرمګاه څخه دشهوت په وخت کي را وزی چی هغه ته مذی ویل کیږي هغه نجس دی په هغه سره اودس ماتیږي او بدن او جامه په ناپاکه کیږي بیله دهغوی دپریمنځلو لمنځ ورسره نه صحیح کیږي، رطوبة الفرج طاہرة خلافاً لہما (درمختار) دنارینه دذکر څخه چی کمی اوبه را ووزی هغه که مذی وي یا ودی، په هر صورت ناپاکه دی ، واللہ اعلم باالصواب دارالافتاء مظہر العلوم طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی
دا غه رکم د فقہ شافعی په کتاب اعانة الطالبین ذکر دی : "(تتمة: یجوز للزوج کل تمتع منھا بما سوی حلقة دبرھا، ولو بمص بظرھا أو استمناء بیدھا" تتمہ: دخاوند لپاره دکور والا څخه هر قسم تمتع ګټه جائز ده ماسېوا دهغی د دبر (دنجاست دځای څخه ) ۔ که څه هم هغه تمتع ګټه دښځي د شرمگاہ زبیښل یا دهغی پلاس سره مشت زنی کول وي ۔ (اعانة الطالبین ۵۲۹/۳) دفقہ حنبلی په کتاب کشاف القناع عن متن الاقناع کی لیکلی دی : "وقال القاضی یجوز تقبیل فرج المرأة قبل الجماع ویکرہ بعدہ" “قاضی فرمائی چي دښځي د شرمگاہ څخه تر جماع دمخه مچه آخیستل جائز ده او تر جماع کولو وروسته مکروہ ده ۔ ”(کشاف القناع ۱۶/۵) په فقہ حنفی کی په مایہ ناز کتاب رد المحتار کی نقل سوی دی : "وعن أبی یوسف سألت أبا حنیفة عن الرجل یمس فرج امرأتہ وہی تمس فرجہ لیتحرک علیہا ہل تری بذلک بأسا قال لا وأرجو أن یعظم الأجر ذخیرة " “امام ابو یوسف د امام ابو حنیفہ څخه پوښتنه وکړل وویل چی یو شخص خپل دکور والا شرمگاہ ته لاس وروړی او کور والا دهغه شرمگاہ ته چی په نارینه کی حرکت شوق زیات سی نو آیا ته په دغه کی یو حرج مشکل منع وینی ؟ امام صاحب جواب ورکړی : نه بلکہ زما امید دی چي هغه ته به زیات ثواب حاصل سی ۔ ( رد المحتار ۳۶۷/۶) داغه رکم د فقہ حنفی په یو بله مشهوره فتاویٰ کي کتاب ہندیہ کی : " إذا أدخل الرجل ذکرہ فی فم امرأتہ قد قیل یکرہ وقد قیل بخلافہ کذا فی الذخیرة" په نوازل کی دی چی کله نارینه خپل آلہ تناسل ذکر دښځي په خوله کي داخل کړي نو ویل سوي دي چي دغه کار کول مکروہ دی او دا هم ویل سوي دي چي دغه کار کول نه دی مکروہ۔ په ذخیرہ کی داغه ذکر دی ۔ (الھندیة ۳۷۲/۵)داغه رکم په محیط برہانی کی داغه ذکر دی ۔ (الھندیة ۳۷۲/۵) داغه رکم په محیط برہانی کی دا جزئیہ په دغه الفاظو سره ذکر ده : "إذا ادخل الرجل ذکرہ فی فم امرأتہ یکرہ لأنہ موضع قرائة القرآن فلا یلیق بہ إدخال الذکر بہ وقد قیل بخلافہ ایضاً" “ کچيري نارینه خپل ذکر دښځي په خوله کی داخل کړي نو دا مکروہ دی ځکه چی خوله د قرآن پاک ویلو ځای دی نو په خوله باندي ذکر داخل کول مناسب نه دي او يو بل قول ددغه پر خلاف (عدمِ کراهت) ده نه مکروه والی هم سته ۔ (محیط برھانی ۱۳۴/۸) داغه رکم په موسوعہ فقهیہ کی چی په هغه کي د مذاهب اربعہ تفصیلات جمع کړل سوي دي او دوخت حاضر د علماء یو جماعت هغه تیار کړي دي ، په هغه کي ددغه مسئلہ زیر بحث په متعلق د تفصیل لیکلی دی : "لمس فرج الزوجة : اتفق الفقہاء علی أنہ یجوز للزوج مس فرج زوجتہ . قال ابن عابدین : سأل أبو یوسف أبا حنیفة عن الرجل یمس فرج امرأتہ وہی تمس فرجہ لیتحرک علیہا ہل تری بذلک بأسا ؟ قال : لا ، وأرجو أن یعظم الأجروقال الحطاب : قد روی عن مالک أنہ قال : لا بأس أن ینظر إلی الفرج فی حال الجماع ، وزاد فی روایة : ویلحسہ بلسانہ ، وہو مبالغة فی الإباحة ، ولیس کذلک علی ظاہرہ و قال الفنانی من الشافعیة : یجوز للزوج کل تمتع منہا بما سوی حلقة دبرہا ، ولو بمص بظرہا وصرح الحنابلة بجواز تقبیل الفرج قبل الجماع ، وکراہتہ
بعدہ" (الموسوعة الفقھیة: ۹/۳۲، فرج) ددغه عباراتو څخه معلوم سول چي دامام مالک په نزد د شرمگاہ زبیښل ، دامام شافعی په نزد د مصّ بظر الفاظ،د امام احمد په نزد د شرمگاہ مچول دمخه تر جماع کولو جواز او دامام صاحب څخه د امام ابو یوسف د روایت مطابق د شرمگاہ پر چیړلو لمس کولو د ثواب امید ښکاره کړی دی دا ټوله داوایی چي دغه عمل حرامِ قطعی یا ممنوع فعل نه دی بلکہ په دغه کی اباحت او دوخت د ضرورت په وجه جواز دی ۔ داغه رکم په ہندیہ کی کراهت او عدمِ کراهت دواړه قولونه نقل سوی دی لیکن په محیط برہانی کی فلا یلیق بہ یعنی نامناسب دی دغه الفاظ دا وایی چی کچيري کراهت والا قول هم را واخلی نو کراهت تنزیہی مراد دی کچيري داسی نه نو په دویم قول کی نو نور تخفیف دی ۔ داغه رکم دنارینه يا ښځينه شرمگاہ یو نجس شی نه دی ، نه دهغه په لمس کولو یا لاس وروړلو سره اودس کول ضروری کیږی نه هم اودس په ماتیږي ۔ درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په دغه هکله معلومات وکړل سو : "عن قیس بن طلق عن ابیہ سئل النبی صلی اللہ علیہ وسلم افی مس الذکر وضوء قال: لا" “ دحضرت قیس بن طلق څخه روایت دی چی هغه خپل دپلار څخه روایت کوي چي درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړل سول چی : آیا وه آلہ تناسل ته په لاس و وړلو سره اودس کول کیږي ؟ رسول الله ﷺ جواب ورکړ : نه ۔ (طحاوی، ۶۰/۱) یو بل اثر دی : "عن قیس بن حازم رحمہ اللہ قال سئل سعد عن مس الذکر فقال ان کان نجسا فاقطعہ لا بأس بہ۔" “دحضرت قیس بن حازم څخه مروی دی دحضرت سعد څخه چي د آلہ تناسل دلمس کولو څخه (داوداسه ) په متعلق پوښتنه وکړل سول نو هغه جواب ورکړ کچيري دا نجس وی نو هغه پریکړه (وی غورځوه ) ، دده په لمس (کولو کي
" بیله شک څخه د شرم گاہ ظاہری ښکاره حصہ پاکه ده ، لیکن دا ضروری نه ده چی پاک شی ته دی خوله وروړل سی او هغه دی په خوله کي وه نیول سی او هغه دی وه څټل سی ، دپزی رطوبت لوند والي پاک دی نو آیا دپزی په دننه حصہ کی ژبه لکول کیږي ، او دهغه لوند والی رطوبت په خوله کی آخیستل یو خوښ زړه غوښتونکي شی کیدلی سی ؟ نو آیا دهغه دمچولو اجازت سته ؟نه هیڅ کله هم نه ، داغه رکم دښځي شرم گاہ مچول او دننه ژبه وروړل ددی هم اجازت نسته ،سخت مکروہ اوگناہ ده ۔ فکر وکړی ! په کمه خوله چی پاکه کلمہ ویل کیږي، دقرآن مجید تلاوت کول کیږي،درودشریف ويل کېږي هغه تاسو څنګه په داسی خسیس کار کی استعمالوي او څنګه مو زړه داسي کول غواړي ؟"
(کتاب الحظر و الاباحۃ جلد ۱۰ ص:۱۷۸ ط:دارالاشاعت کراچی)
ښکاره خبره ده چي خاوند او کور والا خپل په منځ کي یو دبل شرمگاہ مچول یا څټل یا په خوله کي نیول دا غیر شریفانہ او غیر مهذب عمل دی ، په شریعت کی د جماع کولو څه آداب دی ،مثلا دضرورت په اندازه ستر خلاصول ښکاره کول ،بالکل لڅ جماع کول نه دی پکار او نه دی یو دبل شرمگاہ ته بیله ضرورت څخه ګوري ۔
ددی وجه څخه په صورت مسئولہ کي دخاوند ذکر ښځي ته په خوله کي ورکول یو غیر اخلاقی او نامناسب عمل دی ددغه څخه د نجاست غلیظہ خولی ته تلل قوی امکان دی او ددغه څخه د سختي مریضي آخیستو قوي اندیښنه سته ۔ داغه رکم دخاوند لپاره دښځي فرج شرمګاه مچول هم غیر شریفانہ او مکروہ عمل دی ددغه څخه ځان ساتل په کار دي ۔
في النوازل إذا أدخل الرجل ذكره في فم امرأته قد قيل يكره وقد قيل بخلافه كذا في الذخيرة.(الفتاوي الهندية،الباب الثلاثون في المتفرقات ،ج:5،ص:372)
أذا أدخل الرجل ذكره في فم امرأته فقد قيل :يكره ؛لأنه موضع قراءةالقرآن،فلايليق به ادخال الذكر فيه ،وقدقيل بخلافه.(المحيط البرهاني،الفصل الثاني ولثلاثون في المتفرقات ،ج:5،ص:297)
سوال: السلام علیکم، مفتی صاحب ! کچيري خاوند دکور والا شرمگاہ وزبیښی او کور والا هم دجماع په حالت کي ددغه مستقل عادت جوړ سی ، نو ددغه لپاره شرعاً څه حکم دی ؟
جواب: ښکاره خبره ده چي دخاوند دکور والا شرمگاہ مچول ، ژبه ورسره لګول ، یا خپل ذکر دښځي په خوله ورکول مکروہ اوبی د حیائی عمل دی ،په شریعت کی دجماع کولو په وخت کي یو څه آداب دی چی مخکی بیان سو۔ په مذکورہ قبیح افعالو کی د آداب رعایت کول ناممکن دی ، ، البته کچيري یو شخص شهوت دغلبہ دوجه څخه داسی حرکت وکړی ، اوپر شرمگاہ باندی نجاست نه وي لګیدلي ، نو په دغه صورت کي دغه فعل ته حرام نسی ویل کیدلی ، البته مکروہ او ناجائز دی ۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ دلائل:
الفتاوی الھندیۃ: (372/5) إذا أدخل الرجل ذكره في فم امرأته قد قيل يكره وقد قيل بخلافه كذا في الذخيرة۔
المحیط البرھانی: (134/8) إذا ادخل الرجل ذکرہ فی فم امرأتہ یکرہ لأنہ موضع قراءۃ القرآن فلا یلیق بہ إدخال الذکر بہ وقد قیل بخلافہ ایضاً۔
الموسوعۃ الفقھیۃ الکویتیة: (32/9) "لمس فرج الزوجة : اتفق الفقهاء على أنه يجوز للزوج مس فرج زوجته . قال ابن عابدين : سأل أبو يوسف أبا حنيفة عن الرجل يمس فرج امرأته وهي تمس فرجه ليتحرك عليها هل ترى بذلك بأسا ؟ قال : لا ، وأرجو أن يعظم الأجروقال الحطاب : قد روي عن مالك أنه قال : لا بأس أن ينظر إلى الفرج في حال الجماع ، وزاد في رواية : ويلحسه بلسانه ، وهو مبالغة في الإباحة ، وليس كذلك على ظاهره و قال الفناني من الشافعية : يجوز للزوج كل تمتع منها بما سوى حلقة دبرها ، ولو بمص بظرها وصرح الحنابلة بجواز تقبيل الفرج قبل الجماع ، وكراهته بعده" واللہ اعلم باالصواب دارالافتاء مظہر العلوم طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی
... د شرمگاہ څټل عمل بالکل غیر مهذب او نا لايقه دی
،لیکن دجواز څخه یی دانکار گنجائش نسته ، په مذاهب اربعہ کی اباحت موجود دي قیل لأصبغ إن قوما یذکرون کراھتہ فقال من کرھہ إنما کرھہ بالطب لا بالعلم ولا بأس بہ ولیس بمکروہ وقد روی عن مالک أنہ قال لا بأس أن ینظر إلی الفرج فی حال الجماع۔ وزاد فی روایة ویلحسہ بلسانہ وھو مبالغة فی الإباحة ولیس کذلک علی ظاھرہ۔" اصبغ ته وویل سول چی یو جماعت ( خپل دکور والا شرمگاہ ته کتل ) مکروہ وایی نو هغه وویل جواب یی ورکړ کم څوک چی دغه مکروہ بولی هغه په طبی اعتبار سره که داسی نه وی نو په شرعی لحاظ دکراهت دلیل یی نسته او شرعاً په دغه کی هیڅ حرج نسته او نه کراهت (بلکہ دا صرف طبّا نا خوښه عمل دی )۔ د امام مالک څخه روایت کړل سوي دي چي هغه وه فرمائل دجماع کور والی په وخت کي دکور والا شرمگاہ ته په کتلو کی هیڅ حرج نسته او په یو روایت کی دا زیات والی هم دی چي په دغه کی هیڅ حرج نسته چی په ژبه سره شرمگاہ وه څټي ۔ دامام مالک دا قول په اباحت کی مبالغہ ده چي دا خپل پر ظاهر نه دی ۔ (مواہب الجلیل علی مختصر خلیل ۲۳/۵)
دخاوند او کور والا خپل په منځ کي یو دبل شرمګاه ذکر څټل مچول په خوله کي نیول دهغه حکم مفصل معلومات
سوال: د سیکس جماع په دوران کی خپل دکور والا فرج شرمګاه ته ژبه وروړم او زما کور والا زما ذکر په خوله کی نیسی زبېښي یی ، زما ستاسو محترم څخه دو ه سوالونه دی : دکور والا په شرم گاہ کی د انزال څخه دمخه چی کم لوند والي دی هغه دچشی د مادی څخه دی ؟ او آیا هغه نجسه ده ؟ زما د شرم گاہ څخه د انزال څخه دمخه چی کمی اوبه وزی دهغه په باره کي څه حکم دی ؟
دخاوند او کور والا په منځ کی دهر ممکن لذت خوند او تسکین آرام والی ورکولو لپاره دغه عمل ډیر زیات رواج پیدا کړی دی ۔ دا حرام نه دی مکروہ دی ۔دغه ته حرام یا مکروہ څرنګه ویلو سو ۔ څرنګه چي په شریعت کی ددغه په باره کي یو ښکاره واضح حکم نه دی موجود او تر کمه ځایه پوری چی د علماء د فتویٰ خبره ده نو څو علماء دغه جائز بولی ۔
جواب: په صورت مسئولہ کی دنارینه او دښځينه یودبل شرمگاہ څټل یو دبل شرمګاه ذکر په خوله کي نیول ،دا عمل دخاوند او کور والا په منځ کی غیرشریفانہ اوغیرمہذب عمل دی دادب خلاف عمل دی ، دخاوند او کور والا یودبل شرمگاہ ته کتل هم غیرمناسب دی او دنسیان هیري دمریضی سبب ګرځي ،ددی وجه څخه ددغه څخه پرهیز کول ضروری دی ۔په حدیث شریف کی ام المومنین حضرت عائشہ رضی اللہ عنہافرمائی :ما د رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم دسترو طرف ته هیڅ کله هم نظرنه دي پورته کړي ددغه حدیث په لاندی کی صاحب دمظاهرحق علامہ قطب الدین دہلویؒ لیکلي دي : په یو روایت کی د حضرت عائشہ رضی اللہ عنها دغه الفاظ دي چي :نه حضرت محمد صلی اللہ علیہ وسلم زما ستر کله هم نه دی لیدلی او نه ما هیڅ کله هم دهغه حضرت محمد صلی اللہ علیہ وسلم ستر لیدلی دی ۔ ددغه روايتونو څخه معلومه سول چي که څه خاوند او کور والا یو دبل ستر لیدلی کتلي سی لیکن دژوندانه دآداب او دشرم او دحیاء هغه بی انتها درجہ داده چي خاوند او کور والا هم خپل په منځ کي یو دبل ستر وه نه وینی ۔ په دویم حدیث کی رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم فرمائے :کله چی ستاسو څخه یو خپل کور والا ته ورځی نو پرده دی کوي ،او دخرو په رکم لڅ دی نه وی۔(یعنی بالکل دی لڅ نه وی )۔
په فتاویٰ ہندیہ او محیط برہانی کی هم یو قول ددغه ناجائز (مکروہِ تحریمی) کیدو یی لیکلی دی ، او دشام مشهور محقق عالم دکتور وہبہ زحیلی رحمہ اللہ خپل په مایہ ناز تصنیف "الفقہ الاسلامی و ادلتہ" کی دغه حرام لیکلی دی ، او دغه یی دمغرب څخه درآمد شدہ، حیا باختہ حرکت بللی دی ۔
دشریعت مسئلہ داغه ده پاته سوه دا خبره چي کچيري یو څوک دهغه دبد والی قائل نه وی نو هغه هلته د اللہ تعالی جواب دہ دی ،بیا هم کچيري یو څوک دهغه اجازت ورکوی هم ، بیا هم دا داسي شي دی چي دهغه بد والی دیو سلیم الفطرت انسان څخه پټ نه دی ۔
سنن ابن ماجہ کی :
"عن عائشة، قالت: «ما نظرت، أو ما رأيت فرج رسول الله صلى الله عليه وسلم قط»."
(کتاب النکاح ، باب التستر عند الجماع جلد ۱ ص : ۶۱۹ ط : داراحیاء الکتب العربیة)
سنن ابن ماجہ کی :
"عن عتبة بن عبد السلمي، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إذا أتى أحدكم أهله فليستتر، ولا يتجرد تجرد العيرين»."
(کتاب النکاح ، باب التستر عند الجماع جلد ۱ ص : ۶۱۸ ط : داراحیاء الکتب العربیة)
فتاوی ہندیۃ کی :
"في النوازل إذا أدخل الرجل ذكره في فم امرأته قد قيل يكره وقد قيل بخلافه كذا في الذخيرة."
(کتاب الکراهیة ، الباب الثلاثون فی المتفرقات جلد ۵ ص : ۳۷۲ ط : دارالفکر)
محیط البرہانی کی :
"إذا أدخل الرجل ذكره فم أمرأته فقد قيل: يكره؛ لأنه موضع قراءة القرآن، فلا يليق به إدخال الذكر فيه، وقد قيل بخلافه."
(کتاب الاستحسان و الکراهیة ، الفصل الثانی و الثلاثون فی المتفرقات جلد ۵ ص : ۴۰۸ ط : دارالکتب العلمیة ، بیروت ۔ لبنان)
الموسوعۃ الفقہیۃ الکویتیۃ کی :
"لمس فرج الزوجة: اتفق الفقهاء على أنه يجوز للزوج مس فرج زوجته. قال ابن عابدين: سأل أبو يوسف أبا حنيفة عن الرجل يمس فرج امرأته وهي تمس فرجه ليتحرك عليها هل ترى بذلك بأسا؟ قال: لا، وأرجو أن يعظم الأجر .
وقال الحطاب: قد روي عن مالك أنه قال: لا بأس أن ينظر إلى الفرج في حال الجماع، وزاد في رواية: ويلحسه بلسانه، وهو مبالغة في الإباحة، وليس كذلك على ظاهره .
وقال الفناني من الشافعية: يجوز للزوج كل تمتع منها بما سوى حلقة دبرها، ولو بمص بظرها وصرح الحنابلة بجواز تقبيل الفرج قبل الجماع، وكراهته بعده."
(الاحکام المتعلقة بالفرج جلد ۳۲ ص : ۹۱ ط : وزارۃ الاوقاف و الشئون الاسلامیة ۔ الکویت)