View in Telegram
دمړه سوی کوچني او دنوي بیدا سوي غسل، کفن، جنازہ اود تدفین حکام سوال: دحمل پر ٦ میاشت کچيري کوچني پيداسي او کوچني مړ پیدا سي یا ژوندی پیدا سی وروسته مړ سي ، نو ددغه څه تفصیل دی ؟آیا ددغه غسل، جنازہ، تدفین و قبر جوړبږی ؟ یا یو بل ترتیب دی ؟ جواب: کم کوچني چي دمور په نس کی مړسوی پیدا سي یعنی د پیدا کیدو په وخت کي په هغه کي دژوند هیڅ علامه نه وي ، دغه ته هم دلویانو پر رکم په مسنونه طريقه سره غسل ورکول کیږي، لیکن دقاعدہ مطابق کفن نه ورکول کیږي ، بلکہ هغه په یوټوکر کی وپیچه بیله دجنازی دلمانځه دفن یی کړی۔پر داسي کوچني باندی نوم ایښول هم په کار دی ۔ او کم کوچني چي ژوندي پیدا سوي وي او وروسته مړ سوی وي یا دپیدا کیدو سره فورًا مړ سی ، دهغه غسل، کفن، لمنځ ، دفن وغیرہ دده اَحکام دلویانو پر رکم دي ، یعنی هغه ته په مسنونه طريقه غسل او کفن ورکړی ، دجنازی لمنځ هم ورکړي ، بیا یی پټ دفن کړي او پر هغه باندي نوم هم کښيږدي۔ او کچيري کوچني ناتمام پیدا سی یعنی دهغه لاسونه پښي خوله پزه وغیرہ نور اندامونه نه وی جوړ سوي نو دهغه دپریمنځلو ، کفن ورکولو ضرورت نسته ، بلکہ په یو ټوکر کی وپیچه په یو غار جوړ کړه په هغه کي پټ کړی ۔ او کچيري د ناتمام کوچني یو څه اندامونه جوړ سوي وی نو دهغه حکم دهغه پشان چي مړ پیدا سوي وی ۔ دکوچني دبیدا کیدو وروسته کچيري په هغه کي دژوند آثار وه یعنی هغه سا آخیستله وغیرہ ،دهغه زړه حرکت کوي او ژوندی وه تر دغه وروسته مړ سو نو دغه ته هم د سنت طریقہ مطابق غسل ورکول کېږي، (یعنی څرنګه چی لویانوته غسل ورکول کېږي ) اوکفن ورکړی د جنازہ لمنځ ورکړي ۔ البتہ دغه رکم کوچني ته چي د پیدائش سره وفات سی کچیری مسنون کفن ورکول سی نو ترټولو بهتر کار دی ، کچيري کوچني ته صرف یو انجلی ته په دوو جامو کي کفن ورکړي داهم صحیح دی ، اودهغوي جنازہ ددستور مطابق وکړي ۔ الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار) (2/ 227): په صورتِ مسئولہ کی کچيري یوه انجلی ډیره په کم عمری کی وفات سی ، تو دغه انجلی ته په دوو جامو کي دکفن ورکولو جواز سته ، بیا هم مسنون کفن ورکول بهتر دی ۔ په یاد ولری چی دښځي په سنت کفن قمیص، ازار، چادر،سینہ بند او پر سر باندي اچولو والا شامل دی چی ټوله پنځه جامی کیږي ۔ فتاوی ہندیہ : "و الصبي المراهق في الكفن كالبالغ و المراهقة كالبالغة، و أدنی ما يكفن به الصبي الصغير ثوب واحد و الصبية ثوبان، كذا في التبيين." ( كتاب الصلاة، الباب الحادي العشرون في الجنائز، الفصل الثالث في التكفين، ج:1، ص:160، ط:مكتبه رشيديه) (ماخوذ از بہشتی زیور، حصہ دوم، ص:131، ط: دارالاشاعت) الفتاوى الهندية (ج:1، ص:159، 163، ط: دار الفكر): ’’ومن استهل بعد الولادة سمي وغسل وصلي عليه وإن لم يستهل أدرج في خرقة ولم يصل عليه ويغسل في غير الظاهر من الرواية وهو المختار، كذا في الهداية، والاستهلال ما يعرف به حياة الولد من صوت أو حركة ولو شهدت القابلة أو الأم على استهلال الولد فإن قولهما مقبول في جواز الصلاة عليه، هكذا في المضمرات. السقط الذي لم تتم أعضاؤه لا يصلى عليه باتفاق الروايات والمختار أن يغسل ويدفن ملفوفا في خرقة، كذا في فتاوى قاضي خان. ويصلى على كل مسلم مات بعد الولادة صغيرًا كان أو كبيرًا ذكرًا كان أو أنثى حرًّا كان أو عبدًا إلا البغاة وقطاع الطريق ومن بمثل حالهم وإن مات حال ولادته فإن كان خرج أكثره صلي عليه وإن كان أقله لم يصل عليه وإن خرج نصفه لم يذكر في الكتاب ويجب أن يكون هذا على قياس ما ذكرنا من الصلاة على نصف الميت، كذا في البدائع.‘‘ واللہ اعلم باالصواب طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily