View in Telegram
🔹او د جندب بن عبد الله البجلی رضی الله عنه ‌په حدیث کې راغلی: إِنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعَثَ بَعْثًا مِنَ الْمُسْلِمِينَ إِلَى قَوْمٍ مِنَ الْمُشْرِكِينَ، وَإِنَّهُمُ الْتَقَوْا فَكَانَ رَجُلٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ إِذَا شَاءَ أَنْ يَقْصِدَ إِلَى رَجُلٍ مِنَ الْمُسْلِمِينَ قَصَدَ لَهُ فَقَتَلَهُ، وَإِنَّ رَجُلًا مِنَ الْمُسْلِمِينَ قَصَدَ غَفْلَتَهُ، قَالَ: وَكُنَّا نُحَدَّثُ أَنَّهُ أُسَامَةُ بْنُ زَيْدٍ، فَلَمَّا رَفَعَ عَلَيْهِ السَّيْفَ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ فَقَتَلَهُ، فَجَاءَ الْبَشِيرُ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَأَلَهُ فَأَخْبَرَهُ، حَتَّى أَخْبَرَهُ خَبَرَ الرَّجُلِ كَيْفَ صَنَعَ، فَدَعَاهُ فَسَأَلَهُ فَقَالَ: «لِمَ قَتَلْتَهُ؟» قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَوْجَعَ فِي الْمُسْلِمِينَ، وَقَتَلَ فُلَانًا وَفُلَانًا، وَسَمَّى لَهُ نَفَرًا، وَإِنِّي حَمَلْتُ عَلَيْهِ، فَلَمَّا رَأَى السَّيْفَ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَقَتَلْتَهُ؟» قَالَ: نَعَمْ، قَالَ: «فَكَيْفَ تَصْنَعُ بِلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ إِذَا جَاءَتْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ؟» قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، اسْتَغْفِرْ لِي، قَالَ: «وَكَيْفَ تَصْنَعُ بِلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ إِذَا جَاءَتْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ؟» قَالَ: فَجَعَلَ لَا يَزِيدُهُ عَلَى أَنْ يَقُولَ: «كَيْفَ تَصْنَعُ بِلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ إِذَا جَاءَتْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». 🔸ترجمه:«رسول الله ﷺ یوه ډله(مسلمان) د مشرکینو په طرف ولیږله او د جګړې په لړ کې له مشرکینو څخه یوتن د یوه مسلمان (د وژلو ) قصد وکړ او هغه یې وواژه. اسامه ابن زید دغه صحنه ولیده او په غفلت کې یې پر هغه بر لاسی ومونده او داچې پر هغه یې توره وچته کړه کافر وویل:لا إله إلا الله. خو اسامه هغه ته امان ور نکړ او هغه یې وواژه. بشیر د رسول الله ﷺ خواته راغی او د اسامه جریان یې رسول الله ﷺ ته بيان کړ رسول الله ﷺ اسامه را وغوښت او ورته وې ویل: هغه دې ولې وواژه؟ اسامه وويل: ای د الله رسوله! د مسلمانانو ترمنځ یې وحشت اچولي ؤ او له مسلمانانو څخه یې څو تنه ووژل او د وژل شویو کسانو نومونه یې هم واخیستل. ما هم داچې توره مې پرې را ویستله او هغه بله چاره ونه لیدله، وې ويل لا إله إلا الله.رسول الله ﷺ وفرمایل: آیا هغه دې وواژه؟ ومې ویل هو. وې فرمایل: کله چې په قیامت کې له لا إله إلا الله سره راغی څه به کوي؟ ومې ویل: ای د الله رسوله! زما لپاره د مغفرت غوښتنه وکړه! وې فرمایل: کله چې په قیامت کې له لا إله إلا الله سره راغی څه به وکړې؟ اسامه وویل: پرلپسې یې دا خبره تکراروله او پر هغې یې څه نه ورزیات ول.». 🗒 مسلم (97). 🔹او أبوعوانه رحمه الله(متوفی 316 هجری)په خپل مستخرج کې یې د دې حدیث لپاره دا باب پرانیستلی دی : «بيان حقن دماء من يقر بالإسلام من الكفار في المحاربة وإن كان إقراره تقية ودرء القود عنه بعد إقراره فيما أصاب في كفره ومحاربته ولا يفتش باطنه والدليل على أن المؤمن يخرج من إيمانه إذا قتل المقر بالإسلام». 🔸ترجمه: « بیان دی د هغه کافر د وینې تویلو په منع کې چې د جګړې پر مهال پر اسلام باندې اقرار وکړی، اګر که هم اقرار یې د تقیې له مخې او له قصاص څخه د هغه څه اړوند چې د کفر او جګړې پر مهال یې کړی وی، د فرار لپاره وی، او باطین یې نه څیړل کیږی، او دلایل داچې که کوم مؤمن، هغه څوک چې پر اسلام یې اقرار کړی دی ووژنی له ایمان څخه یې خارجيږي». 🗒 مسند أبي عوانة (1/65) 🗨 مقصود، بهر کیدل د ایمان له اعلی ترینه درجو څخه د اسلام ټیټ ترینه درجاتو ته دی، لکه دا حدیث: «لا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ»؛ « څوک چې زنا کوي د زنا کولو پر مهال یې مؤمن ندی». 👈او د دغه حدیث پر صحت باندې د نظر اتفاق وجود لری او له زیاتو وجوه څخه را روایت شوی دی چې د هغه ثبوت په قطعی توګه را رسوی او دا حدیث د ټولو قرائنو (که هرڅومره هم قوی) د الغاء پر وجوب او د اسلام اثبات د هغه چا لپاره چې شهادتین پر ژبه راوړی قاطع دلالت لری، ځکه چې دا کاملاً واضحه ده د هغه کس له لوری شهادتین پر ژبه راوړل د تقیې او له مرګ څخه د ځان ژغورلو په خاطر ؤ. او معقوله هم نده چې هغه دې یو مشرک انسان وی بیا دې یو دم او ناڅاپه د اسلام صحت دې ورته روښانه شوی وی او یو دم دې د نبوت دلایل لیدلی وی، او سم دم هغه مهال چې یقین یې وموند وژل کیږی یو ځل دي دغې نتیجې ته رسیدلی وی. هغه هم وروسته له هغې لحظې څخه چې وړاندې ترې له مسلمانانو سره جنګیده او هغوي یې وژل! اللهﷻ پوهیږی که دین د رای پر اساس وای قسم مې خوړ چې هغه شهادتین یې له مرګ څخه د ژغورنې په خاطر ویلی؛ نه د تصدیق او د حق د پیژندنې له مخې. لکه څنګه چې اسامه دارنګه فهم کړل.
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily