اسلام کلمہ دین مذهب ته په ښکنځلو کولو سره سړی داسلام څخه وزي او دهغه حکم
سوال:
السلام علیکم مولوی صېب
یوه پوښتنه لرم
که یوه عاقله مسلمانه میرمن د قران بې حرمتي وکړي قران په څپلیو ووهي او قران ته کنځلې وکړي د غوسې په حال کې ددې په اړه حکم څه شی ده؟
سزا یې
نکاح یې ختمیږی؟
څه باید ورسره وشي د شریعت له نظره
او دغې ښځې ته څه پکار دي؟
د جواب په هیله...........
کچيري یو شخص دجنګ غصه په حالت کي په خبرو کي نورو ته دغه الفاظ ووايي :" زه ستا اسلام ته ۔۔۔،ستا کلمہ ته ۔۔۔" بد نسبت وکړي او عمومًا زموږ په کلی کی داسی ماحول جوړ سوي دي خلګ دغه بد الفاظ وایی نو ددغه الفظو ویلو والا لپاره شرعًا څه حکم دي ؟
نوٹ: سائل هغه بد الفاظ ښکنځل هم را نقل کړي وه ، موږ هغه الفاظ د مصلحت په وجه سره حذف کړل۔
جواب:
وعلیکم السلام ورحمت الله
دقرآن پاک بي حرمتي بي عزتي کول غورځول وهل سوځل سړی داسلام څخه خارج کوي کم چاچي داسي کار وکی هغه به دشاهدانو په حضور کي به دزړه له کومي کلمه وايي او بیرته به نکاح نوي کوي.
ښکاره خبره ده چی ایمان اسلام کلمۂ اسلام ته بد ویل ښکنځل کول ، کفر دي ؛ددی وجه څخه کچيري یو شخص اسلام ته یاکلمہ ته ښکنځل وکړي نو هغه شخص په دغه الفاظو ویلو سره کافر کیږي ، پر هغه لازمه ده چي توبہ وکړي استغفار مغفرت بخښنه دی وغواړي دالله تعالی څخه او خپل د ایمان تجدید دي وکړي کلمه دی ووایی دخلګو په مخ کي او نکاح دی هم نوي کړي ۔
« الفتاوى الهندية» :
"رجل قال للآخر: یو شخص بل ته وویل مسلمان یم ، فقال له:هغه بل ورته وویل لعنت دي پر تا وي او لعنت دی ستا پر مسلماني وي. نو په دغه الفاظو سره کافر کیږي يكفر، كذا في الخلاصة."
(مطلب في موجبات الكفر : 2 / 257 ، ط : المطبعة الكبرى الأميرية ببولاق مصر)
فتاوی دار العلوم دیوبند :
"(سوال)
کچيري یو شخص أهل ِ اسلام مذهب دین ِ داسلام بی عزتی وکړي او بد الفاظ ووايي یا ورته ښکنځل وکړي ، ددغه سړي په باره کي دشریعت څه حکم دي؟
(الجوب )
په دغه کی هیڅ شک و شبہ نسته چي کم شخص دین مذهب ِ اسلام ته بد ووايي او ښکنځل ورته وکړي ، هغه شخص د اسلام څخه خارج دي ، پر ده باندي لازم دی چي توبہ وکړی اوتجدید ِ اسلام وکړي او تجدید ِنکاح وکړي ، کچيري دغه وه نه کړي نو پر أهل اسلام فرض دي چي ددغه شخص څخه به متارکت جلاوالي لیري والي کوي ۔"
(فتاوی دار العلوم دیوبند ،
احکام ِمرتد : 12 / 214 ، ط :
دار الاشاعت )
تتمہ احسن الفتاوی :
"سوال :
زموږ دصحرا په علاقه کي دغه وبا عامه ده چي د غصہ په حالت کي یو مسلمان بل مسلمان ته د مذهب ایمان د پیر و مرشد په سختو بدو الفاظو سره ورته ښکنځل کوي ، داغه رکم په مسخروکی هم یو او بل ته په دغو الفاظو سره ښکنځل کوي ، بلکہ دغه ښکنځل د تکیہ کلام په طور استعماله وي ، مذهب دین ایمان ته ښکنځل کول څنګه دي ،او ددغه سړی څه حکم دی ؟
الجوب باسم ملہم الصواب
ایمان اسلام دین مذهب ته ښکنځل کول کفر دي ، دداسی کفریاتو څخه پرهیز کول فرض دي ،دداسي شخص لپاره توبہ فرض ده ، دتوبی او دتجدید ِ ایمان وروسته به تجدید ِ نکاح هم کوي نکاح به بیرته په نوي مهر سره تړي ۔"
(کتاب الایمان و العقائد : 3 ، ط : الحجاز بنوری ٹاؤن کراچی)
واللہ اعلم باالصواب
طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی صاحب