Смотреть в Telegram
RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
الجزیرې خبري شبکې د فلسطین د ملکي دفاع ادارې له قوله ویلي، چې غزه کې شاوخوا ۱۰ زره فلسطیني شهیدان لا هم تر وېجاړیو لاندې پاتې دي. بلخوا د فلسطین د بېړنیو خدمتونو ویاند محمود بازال ویلي چې لږ تر لږه دوه زره او ۸۴۰ شهیدان په بشپړه توګه سوځېدلي او هېڅ نښه ترې نه ده پاتې. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یوه چارواکي ویلي، چې د نښتو له امله د غزې پراختیا ۶۹ کاله وروسته پاتې شوې ده. باید وویل شي چې د صهیونستي رژیم د ۱۵ میاشتنیو بریدونو په پایله کې په غزه کې له ۴۷ زرو څخه زیات فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، شهیدان شوي او له ۱۱۱ زرو زیات ټپیان دي. #مليتلویزیون د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل
👇
https://t.center/passportafghan
Поделиться
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Бот для знакомств
Запустить