مولوي بلال کریمي د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۵م کال انلاین محصول پرانیست غونډه کې ګډون کړی
چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي "د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۵ کال انلاین محصول او د شانډونګ پرمختللي تجارت" تر سرلیک لاندې پرانیست غونډه کې ګډون او وینا کړې.
ښاغلي کریمي د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او کلتوري اړیکو د پراختیا، د اسلامي امارت د ناظر حیثیت د بیا احیا، د افغانستان د محصولاتو د صادراتو پر وړاندې د خنډونو له منځه وړلو او د افغان سوداګرو لپاره په چین کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه د خبرو ترڅنګ د دې غونډې په څنډه کې د یاد سازمان له مشرانو سره جلا لیدنې هم کړې دي.
یاده غونډه کې د شانګهای سازمان د عمومي منشي مرستیال، د دې سازمان سیمه ییز مشر، د چین د سوداګرۍ خونې مشر او د یو شمېر هېوادونو سفیرانو هم وینا ګډون درلود.
#مليتلویزیون