Смотреть в Telegram
🖇
پښتو شعرونه او ناولونه
📚
زۀ خــــــلۀ راجوړه کړمه تاته خو قېصه ونۀ کړم کومې سودا پسې چې درشــــــــمه هغه ونۀ کړم زۀ د بې کـــــچه مينې تنده ماته نۀ غـــــــــواړمه تاله دې درشـــــــــمه خو تاسره دې شپه ونۀ کړم د وصال شپه ده خو سـتا مخ ډيوې تۀ نۀ ښائمه بايد د خدائې نه پس پۀ هېچا بروســــه ونۀ کړم ما پۀ کوټه کښې کړل خوندي ځان سره ستا يادونه اوس پۀ دې نۀ يم ملامت چې ترې پرده ونۀ کړم نوحــــــــــــــه حرامه ده، پرته ده جنازه د ضمير زړۀ به مې وچوي کۀ پۀ دې مړي نوحه ونۀ کړم زۀ لاروے د خپل غـــــــزل سېوري ته کېناستمه بيا تر منځله به پۀ بل سېوري دمــــــه ونۀ کړم ـــــــــــــ
Поделиться
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Бот для знакомств
Запустить