Смотреть в Telegram
🖇
پښتو شعرونه او ناولونه
📚
#ناول : دیتیمی انجلۍ مینه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لیکوال : محمدخان ذهین. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ *~نشرونکی....
👈
پښتو شعرونه او ناولونه کانال *دتیری برخې وروستې لفظونه* *دغه ځوان به چې خپلې مینې کې څومره هم ډوبېده، هومره بـه دخپلـې تـره لور مینې ته په درنښت قایلېده په خپل سر د خاورو په اړولو راضي وو، خو د بل چا پـه لـږ خفګـان بـه یـې د زړه دېوالونه نړېدل* 《پنځلـسـمــه بــــرخــــه》
_
___ په رنګ پرېوتو هیلو یې د هغې پېغلې پسې سلګۍ وهلې، چې غږ یـې پـرې د مینې نشه راوستې وه . د عشق په کلي کې د مینې په دغې باب محصل ځـوان هـېڅ د خپلـې مینـې اظهار هغه زړه وړونکې پېغلې ته نشو کولای . ډېر کله به یې د مینې ډېری خبرې د یتیمې له افکارو غلا کولې . د یارانې ګرانې خبرې به ترې نیمګړې پاتې کېدې؛ ځکه که سـهار بـه یـې د مینې د اظهار ارادې وکړې، نـــو ماښـام بـه پـه خپلـې کـړې پرېکـړې بېرتـه پښېمانه وو . .په یوې دا او بله په دې مینه وه هېڅ نه پوهېده، چې دغه انتظار کې به د چا زړګي ته لاره کوي؟ د خپلې مینې یې ځکه مزه نه وه، چې دې ورته د مینـې اظهـار نشـو کـولای، نه دومره وزګار وو، چې ورته د خپل ژوند ټولې خواوې تسلیم کړي او نه یـې هم د دنیا له شرمه خپلې لېمې ورته له اوښکو ډکولې . هغه بله پېغله چې د محصل ځوان له داسـتانه خـبره شـوه، هڅـه یـې کولـه چې په یو ډول یې فکر هغې یتیمـې پرلـور وګرځـوي. مینـه یـې ورکولـه، خـو دومره نه؛ لکه په څومره چې یې تره لور نازوه . کله خو به له دې غمونو له لاسه خوبونه ترې پاتې شول . یو ورځ یې کلک هوډ وکړ، چې نن به تره لور ته د خپلې مینې په اړه وایي . منت به ورته وکړي او که اړینه وه، ژړا بـه ورتـه وکـړي؛ ځکـه نصـیبونو سره هېڅوک څه نشي کولای . دفتر ته لاړ، دندې ترسره کولو هېڅ خوند نه ورکاوه . فکر یې وکړ، چې څنکه به داسې خبرې خپلې تره لور ته کوي؟ او هغه به یې څنګه اوري؟ دا چې ورته د بلې مینې په اړه وايي، هغه به څه ډول غبرګون ښايي؟ دې پوښتنو ترې تر ډېره وخته لاره ورکـه کـړې وه، سـترګې یـې پـه موبایـل ولږېدې. یو دم یې فکر مسج ته شو، چې باید پیغام ورواستوي . موبایل یې راواخېست او د پیغام په لیکلو بوخت شو : سلامونه د تره لور! هیله ده، چې خه به یې! غوښتل مې چې د یوې مهمې موضوع په اړه درته ووایم، خو هـېڅ مـې نشـو کولای، چې په خوله یې درته ووایم، ځکه ستا درد او خفګان نشم لیدلی! ما په هماغه ورځ هم درته د خپلې مینې په اړه ویل، خو ته د مینې پـه ځولنـو کې بندیوانه هېڅ راته غوږ نه شوې . ستا نه بغیر مې په دې ګرانـې زنـدګـۍ یـوه بلـه پېغلـه پـه زړه ننـوتې . زه اوس د بل په خوښه ژوند تېروم. ستا مینې ته په درناوي، زه هـم همداسـې په هغې نجلۍ مین شوی یم . هغه مینتوب چې ما تاته یـاد کـړی وو، هغـه احسـاس سـتا پـه وړانـدې نـه، بلکې د دغې نجلۍ په وړاندې وو . ستا مینې ته چې ګورم، د خپلې مینې له یاده مې سم لکه عذاب یره کیږي، خو دا چې ته هم یوه مینه یې، نو هیله کوم ما درک کړې او هغـه خلـک چـې ستا غوښتلو ته راځي، قبول یې کړې . دې لیکلو کې یې تندې باندې د خولو راتلو سربېره سترګو کـې هـم اوښـکې ډنډ شوې . لاس نیولی یې یو دم فکر وکړ : که چېرته زما مینه، چې زه پرې مین یم، داسې څـه ماتـه ولیکـي، زه بـه څـه ډول احساس وکړم؟ زړه یې لړزه وکړه. موبایل یې پر ځمکه کېښود . بدن یې دومره په جوش کې راغی، چې ته به وايې تبې نیولی . ساه یې تنګه - تنګه شوه . ژر یې اوږده ساه واخېسته : -نه نه! زه یو څوک دومره نشم دردولی! دغه ترخه زهر زه په خپل دښمن هم نشم څکلی، دا خو مې لا د تره لور ده . په خپلې کړې پرېکړې پښېمانه ښـکارېده. غوښـتل یـې چـې همداسـې یـې پرېږدي؛ کله چې دا دخپلې مینـې سره کـوژده شي، نـو د هغـی زړه بـه صـبر شي . بېرته یې زړه یوه څړیکه وکړه، چې دا بد به یې بیا څنګه هېريګي؟ وايي به: یو ځل خو به دې زه خبره کړې وای! تا زما د ژوند په سرنوشت باندې لوبې وکړې. ما سـتا د خپلولـو لپـاره څـومره انتظار ووېستو؟ دا ژوند دې زما مرګ شي، چې اوس دې زما زړه په ځمکه وویشته! ولې دومره خواږېدې راسره، چې په زړه دې د بل چا مینه وه!؟ -نه نه! زه باید دا ددغې جدایۍ نه سر له اوسه خبره کړم؛ ځکـه وخـت چـې څـومره پرې تېریږي، هومره درد یې سېوا کیږي . راځه ! دا تهوړ د هغه جوړ لپاره وکړه! بېرته یې موبایل راواخېست او د بېلتون تریخ پیغام یې د زړه په سـتومانۍ د هغی تر شمېرې ورساوه .
Поделиться
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Бот для знакомств
Запустить