Смотреть в Telegram
قــــرآن او علم تضاد که تطابق اووه ویشتمه شبهه: شپه لمر پټ یا پوښي. «وَالشَّمْسِ وَضُحٰىهَا(۱)وَالْقَمَرِ إِذَا تَلٰىهَا(۲)وَالنَّهَارِ إِذَا جَلّٰىهَا(۳)وَالَّيْلِ إِذَا يَغْشٰىهَا(۴)»[سُوۡرَةُ الشّمس 1 : 4] «په لمر او د هغه په پرتمينه ړنا قسم دی؛(۱)او په سپوږمۍ قسم دی، چي كله د دغه (لمر) څخه وروسته راشي؛(۲)او په ورځي قسم دی، چي كله هغه (لمر) څرګند کړي؛(۳)او په شپه قسم دی، چي كله هغه (لمر) وپوښي؛(۴)» آیا شپه لمر پوښي/پټ وي؟ نه! دا د زمکې حرکت دی چې د زمکې په یوه اړخ کې د لمر د ورکیدو لامل کیږی، یا د لمر نه ښکاریدل دی چې د شپې د را پیدا کیدو لامل کیږی. دا هم یوه ښکاره او ماشومانه غلطی ده.ځکه ماشومان دي داسی انګیری چې دا خو شپه ده چې لمر پټ وي. اصولاً محمد له شپې اور ورځې څخه یو ابتدایی او ماشومانه برداشت درلود او د هغو (شپې او ورځې) لپاره جلا له نور نه د یوه مستقیل وجود قائل و. په حقیقت کې ورځ د لمر د رڼا د شتون لپاره یو بل لغت دی او شپه هم د لمر د رڼا د نشتون لپاره بل لغت دی. دا کوم مستقیل وجود نلری. د شبهې ځواب: په دې آیت کې هم الله تَبَارَک وَتَعَالَی د زمکنيو ناظرانو د لید له نظره په یوه ډیره لطیفه توګه دا پیښه بیان کړې ده، پوهيږو چې د زمکې د کرې د یوې برخې شاته تل د شپې (ظلمت ) حالت شتون لری خو د زمکې وضعی حرکت دغه ظلمت او نور همیشه د مختلفو نقاطو تر منځ بدلوي، اوس په دغه آیت کې شپه د یوه پوښونکي فاعل او پردې په توګه تشبیه شوې ده چې په ځینی نقاطو کې لمر د خلکو له لید څخه پټ وي، نه دا چې د لمر چار چاپیره نیسی او هغه په آسمان کې پټ وي /پوښي...! بیا هم د لیکوال غلط فهمی او کج بحثی څرګنديوي. قرآنکريم د زمکی د کتونکو له نظره بیان کړی دی،خو شبهه اچونکی ځي قضیې ته د لمريزې منظومې له پاسه ګوری!                           *** نور بیا.................
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Бот для знакомств