د شبهې ځـواب:
هر څومره چې شبهې ډیرې نقد کوو،د لیکوال بی سوادي او ښایی د هغه تلبیس ته ډیر متوجه کیږو.دا چې کائنات له یو بل سره نښتي ؤ او د پیل له نقطې یې په پراخيدو پيل کړی دی ایا کوم غلط کار دی؟
په تیرو مطالبو کې یې په څومره خوند او شخوند سره د سترې چاودنې یا د بیګ بنګ د تئوری اړوند خبرې کولې! خو دا چې اوس یې په قران کې نښانی شتون لری له هر څه منکره کیږی او وایی دا نکته ( د زمکې او آسمانونو نښتل ) د هندوانو بودایانو بونانیان او... په مطالبو ذکر شوې ده او د قرآن اشارې اصلا کوم اهمیت نلری.
دا کار یې ډیر مشکوک دی ځکه د ده له لوری څو معرفی شوي اسناد یې څیړو.
وړاندې له هر څه د هغه سند ته لاړم تورات د پیدایښت برخه، اول او دویم باب (چې د آسمان د پیدایښت اړوند یې خبری کړي ) مې په پوره توګه مطالعه کړ، هلته داسې یو مطلب هیڅ شتون نه نلری. خو کوم ادرس چې ده معرفی کړی دی په اووه ورځو کې د آسمانونو د خلقت اړوند دی نه د زمکې او آسمان د يوځايوالي او له یو بل څخه د هغو د جلا کیدو په اړه..بیا مې د بودا کتاب The Long Discourses of the Buddha, p. 40 ته مراجعه وکړه دقيقاً هغه مخ ته چې ده ورته اشاره کړې وه ۴۰۷ مخ ته چې اصلا په دغه کتاب The Long Discourses of the Buddha, p. 407
کې داسی یو مطلب شتون نلری؛ کولای شی کتاب له لاندې تړون څخه را ښکته کړئ او پخپله یې وڅيړي:
http://lirs.ru/lib/sutra/Long_Discourses_of_the_Buddha(Digha_Nikaya).Walshe.pdf
بیا هغې منبع ته لاړم چې د چينايانو د اسطورو او افسانو اړوند یې معرفی کړې ؤ هلته هم کوم خاص مطلب ونه موندل شو،
د دې کتاب مې یو پی دی اف فایل وموند چې هغه هم کامل ندی او ۲۰ مخونه لری دا یې هم د پی دی اف فایل د راښکته کولو تړون:
http://chinmyth.angelfire.com/boddederk._part_2_of_2._pp.390-408.21_.pdfپه دې فایل کې مې هم تر کومه چې ما برسی کړ په دې اړه مې هیڅ کوم مطلب پیدا نکړ! خو ښکاره ده چې دده موخه څه ده، د چین په افسانو کې داسې یو مطلب شته چې نوم یې د پانګو د خلقت افسانه ده. ( چې لیکوال په نورو شبهاتو کې تر ډیره د پانګو دغې افسانې ته اشاره کړې ده )
پخپله په انټرنیټ کې سرچ ورکړي، او وروته وليکي د پانګو د خلقت افسانه )
هلته وایی دنیا د چرګې د یوې هګۍ په څیر وه، خدای هم په همدغې هګۍ کې و! بیا له هګي را ووت! او هګۍ ماته شوه.
بیا د هګۍ کلکه برخه په زمکه باندې بدله شوه او د هګي نرمه برخه او محتوياتو یې آسمان جوړ کړ، بیا خدای وروسته له ۱۸۰۰۰ کلونو مړ کیږی! او د بدن هره ټوټه یې په طبیعت کې پر یو څه باندې بدليږي، نفس یې په باد او وریځو؛ سترګې یې په لمر او سپوږمۍ؛ زلفی یې په ستورو؛ وینې یې په سیندونو او رودونو؛ خوله یې په باران؛ غږ یې په تالندې؛ هډوکي یې په ډبرو او معدنياتو بدليږي.
خو دوستانو پخپله قاضیان اوسي ایا واقعا کوم مطلب چې په قرآن کې راغلی دی له دغو مطالبو سره سمون لری؟! الله تَبَارَک وَتَعَالَی د سورت انبیاء په ۳۰ ام آیت کې فرمایی: «أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوٓا أَنَّ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنٰهُمَا ۖ وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ كُلَّ شَىْءٍ حَىٍّ ۖ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ»
«ايا کافران په دې نه پوهیږي، چي دغه ټول اسمانونه او ځمكه يو له بله سره نښتي ول، بيا موږ دوى دواړه بېل کړل. او له اوبو نه مو هر ژوندى شى پيدا کړ. ايا هغوى (زموږ دغه خلاقيت) نه مني (ایمان نه راوړئ)؟»
پوهيږي که چېرې آیت ته د پانګو له افسانی وګورو باید آیت داسې وای: زمکې (د جرګې د هګي کلکې برخې ) د آسمان چار چاپیره (د جرګې د هګي ژیړ او سپین ) احاطه کړی ؤ او بیا د چرګې هګي ماته شوه او زمکې او آسمان له يو بل څخه واټن ونیوه.
د پانګو په افسانه کې زمکه او اسمان هیڅ سره نښتي ندي بلکه کاملا له یو بل څخه جلا دی خو د یو بل تر څنګ (همجواره ) دی.
* دوستانو هدف دا نه ؤ چې بحث د دومره اوږد شی، خو دا چې اوس د پام وړ بحث پرانیستل شوی دی له ملحدانو غواړو لاندې پوښتنو ته ځوابونه ورکړی:
تاسې چې وایی د قرآن علمی مطالب د يونانيانو، مصريانو او چينايانو څخه را کاپی شوی دي، 2. ولی هغه سند نه راوړی چې چا دغه مطالب رسول الله ﷺ ته ور زده کړی دي؟!نو بیا خو تاسې یوازې ادعا کوی!
1. که چیرې د تاسې فرض ومنو، ولی کله چې رسول الله ﷺ د هغوی مطالب را کاپی کړی د هغو خرافات یې حذف کړی او یوازې واقعیات یې بيان کړی؟ یوه بیسوداه کس د تفکيک دغه ځواک له کومه کړی و؟
د ملحدانو بی محتوا ځوابونه مې تل اوریدلی دي، مثلا وایی هغه په وړکتوب کې له یوه راهب سره لیدلی دی!د دوي په ځواب کې وایو:په وړک توب کې! کاملا په اتفاقی او ناڅاپی توګه! یوه لنډه لیدنه! او د دا دومره علم زده کول! آیا دا یو منطقی ځواب دی؟!
او څه نور عجيبه ځوابونه چې په دې لیکنې پورې اړوند ندي؛ ځکه نو بحث همدلته پای ته رسو.