Смотреть в Telegram
په بل عبارت سره پخپله محمد د معجزه جوړونکو نظر نه منی. [یعنی، خپله محمد (ص) د هغو کسانو نظر نه مني چې د قران آیتونه د معجزې په توګه تعبیر کوي.] ځواب: مونږ د اوو طبقو اسمانونو په مربوطه برخه کې ځواب ورکړی و چې دا حدیث ضعیف دی. او لکه د تل په څیر خپلو مطالبو ته د حجم ورکولو په خاطر یوازې خپلې بې‌ځایه ادعاوې تکرار وي. تاسو هڅه کوئ چې نا خبره لوستونکو ته دا وښایئ چې ګواکې یوه ډېره ستره مقاله یا کتاب د قرآن په رد کې لیکل شوې ده! خو کله چې مونږ د دې نقد کوو، ستاسو د کتاب حالت دا دی!!! نهم: په فرض د دې سره که چیرې له پورته ټولو علمی او تفسيري نیوکو څخه تیر شو، لکه څنکه مو چې په مخکې پاڼو کې یادونه وکړه،د نړۍ د پیل نظریه د یوې بې‌شکلې لومړنۍ مادې څخه (چې محمد قران ته په انتقالولو سره هغه خرابه کړې او د "دود" په توګه یې تعبیر کړی) او همدارنګه د ځمکې او اسمان د یوځای والي او د دوی د جلا کېدو مفهوم، له محمد څخه درې زره کاله مخکې هم شتون درلود. دا نظریې نوې نه دي چې معجزې وګڼل شي. ځواب: دا چې پوهېږي دروغجنې ادعاوې یې غولیدلی او خطاوتلو کسان خپروي،نو دا مطالب یې د دې لپاره ليکلي دي که چیرې کوم کس د ده د شاګردانو او مردانو ځواب ورکړ او ثابته شي چې هغوی په تېروتنه کې دي، نو مریدان یې سمدستي ووایي: "دا خبرې خو نوې نه دي، دا خو له زرګونو کلونو راهیسې موجودې دي! نو بیا کومه معجزه!! درنو مسلمانانو پام وکړئ!!! د لیکوال د تلبیس اوج خو وینی؟! د لیکوال او د ده ملاتړو په ځواب کې وایو؛ لومړی خو مو دا ثابته کړه چې هغه نښتل والی درواغ دي د چینايي بودایی او عبری څو سر چینو په څیړنې مشخصه شوه چې داسې یو څه اصلا شتون نلری.همدا چې قرآنکريم او مطالب یې د نن عصر له علومو سره منافات ونلری د من الله والی ښکارندوي یې دی، یعنی دا کتاب د الله تَبَارَک وَتَعَالَی له لوری راغلی دی. دوهم، ځکه له داسې یوې ټولنې را وتلی دی چې وګړو یې له ډیر جهالت او بیسوادي نه خپلې لوڼې ژوندي خښولې... دریم؛ که چیرې دغه مطالب له مخکنیو مطالبو څخه را اخیستل شوي دي، نو بیا ولی آنحضرت (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) د هغو خرافات هم ندی یاداښت کړي؟ وایی یوه بی سواده کس د خپل وخت ټول علوم زده کړي و یا پرې پوهیده! نو بیا یې ولی يوازې ټول علمي او دقیق مطالب ثبت کړل؟ په حقیقت کې د تاسې ځواب څه دی؟! په پای کې یوازې دا وایم: ګرانو ځوانانو، د دې مخالفانو له تابیس فریبکارۍ او چالبازیو نه ځان ساتئ، یوازینی لاره دا ده چې د هغوی د ادعاګانو په اړه مطالعه او تحقیق وکړئ، ترڅو د هغوی څهره دا رنګه ښکاره او څرګنده شي.
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Бот для знакомств