Смотреть в Telegram
دهدایت مرکز؛ دالحاد پر وړاندې
📝
📝
د امریکا د اور لګېدنې او د الهي عذاب ترمنځ اړیکه.
➖
برخه دویمه
➖
📕
ب)
▪️
اوس دغه دوه ګونی توب زمونږ د اوسني ټولنې په تحلیلونو کې هم را ننوتی. یو شمیر د څلور ګونو علتونو لید لوري لری او یو شمير نور یې دوه علتی لید او آند.
➖
لومړي ډله یې وایی ( د مادی او صوری علت له منلو سره سره ) الله (جَلَّ جَلَالهُ) د دغو اورلګیدونو باعث شوی دی او غایت او موخه یې هم د آمریکا مجازات دی.
➖
خو دویمه ډله، د هماغو دوه مادی او صوری علتونو او لاملونو په لټه کې دي او د فاعلی او غایي علتونو (چې د غربی رنسانس محصول دی ) له حذف نه استقبال کوي.
📗
ج)
🔺
د رامنځته شوې پیښې اړوند د دغو دوه نظرونو تر منځ جمع بندی څرنګه ده؟
▪️
زما له آند مادي او صوری علتونه ( هغه فعل او انفعالات چې د علم په نړۍ کې د اور لګیدنو او د هغه د پراخيدو لامل کیږی ) پر خپل ځای یې قرار لری. او فاعلی علت (دا چې په نهایت کې الله (جَلَّ جَلَالهُ) دا اجازه ورکړې ده دا اور لګېدنه دې شتون ولری ) هم پر خپل ځای. خو غایی علت (دا چې ولې دغه اور لګېدنه را منځته شوه /انتقام که طبعی کار ) د الله تَبَارَک وَتَعَالَی په علم کې ده.
▪️
که څه هم مونږ ډیر داسې قرائین لرو چې دغه اور لګېدنه د آمریکا مجازات دي، خو نهايي تأیید د الله په علم کې دی، لکه څنګه چې د عذاب ګڼلو انکار یې هم د الله په کار کې قضاوت کول دي او بیا هم باید ووایو چې الله پوهیږی.
▪️
🔸
مونږ کوم قرائین په لاس کې لرو؟
➖
- د مظلوم حمایت او له ظالم سره برخورد دا یو الهی سنت دی.(که څه هم په مختلفو حالتونو کې پیښیږي او داسی نده چې تل دې سمدستی تر سره شی ) الله تَبَارَک وَتَعَالَی فرمایی:
🌺
وَسَكَنْتُمْ فِي مَسَاكِنِ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْأَمْثَالَ
🌺
(ابراهیم: 45) [سُوۡرَةُ إبراهیم : 45] په داسي حال کښي چي تاسي د هغو قومونو په كليو کښي اوسېدلاست چي په خپله يې پر ځان باندي ظلم کړی ؤ. او تاسي ته څرګنده شوه چي موږ له هغو سره څه چلند وکړ او د هغو د مثالونو په راوړلو موږ تاسي پوهولي هم واست.
🌺
إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
🌺
[سُوۡرَةُ الشّوریٰ : 42] «د پړې وړ خو هغه كسان دي چي پر نورو ظلم كوي او په ځمکه کښي په ناحقه تېرى كوي. د دغه راز خلكو لپاره دردناك عذاب دى.
➖
- د یورونیوز فارسی څانګی د راپور پر بنسټ چې د د یورونیوز فارسي خبري آژانس د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۱۶مه خبر خپور کړ چې په تېرو یو کال کې امریکا شاوخوا ۱۸ میلیارد ډالره له اسرایلو ته مرسته کړې ده. دا مرستې د څه لپاره؟ د لسګونو زرو بی ګناه انسانانو د وژلو او ټوټه ټوټه کولو لپاره، هغه انسانان چې وایی پخپله خاوره او ملک کې ژوند کوو، ولی دا اجازه نه را کوي چې د مالکیت او حتی د ژوند حق ولرو؟ د سی ان ان د عربي برخی د راپور پر اساس د ۲۰۲۵ کال د جنوری په ۱۱ امه یوې سرچینې د لندن د ګرمسير د طبی علومو د یوه پوهنتون(LSHTM) د څیړنو پر اساس، په تیر یوه کال کې تر اوسه پورې په غزه کې ۶۴ زره بی ګناه انسانان په شهادت رسیدلی دي. والله اعلم بالصواب
✍🏼
م.ی
▪️
22 جدی 1403 هجری شمسی __
Поделиться
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Бот для знакомств
Запустить