د روسیې د اوسپنې پټلۍ د صنعت او ماشینري شرکت رییس یګور لوکیانوف په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت له شارژدافیر فضل محمد صابر سره په لیدنه کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ د تحنیکي تامیناتو او مدیریت برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
عشقاباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې لیدنه کې ښاغلي لوکیانوف له افغان پلاوي سره خبرو او د اوسپنې پټلۍ سکتور کې د هوکړه لیکونو مسودې جوړولو ته چمتووالی ښودلی دی.
همدا راز فضل محمد صابر افغانستان کې د روسیې شرکت د پانګونې هرکلی کړی او له ډیپلوماتیکو لارو یې د هر راز همکارۍ او همغږۍ ډاد ورکړی دی.
#مليتلویزیون