View in Telegram
اسلامی معلومات
*د مهر احکام او مسائل* مهر به د ايجاب او قبول په مجلس کې ټاکل کيږي چې قصداً پرېښودل يې ګناه ده مګر د نکاح صحت ته زيان نه لري ، مهر که د تړون په وخت کې وټاکل شي مهر مسمی بلل کيږي او که په څه وجه مهر نه وي ټاکل شوی مهر مثل به ادا کيږي . د مهر تعريف : مهر…
۳- د غير صحي مهر ټاکنه ، کچيرې په مهر کې داسې شی ټاکل شوي وي چې هغه شرعاً مال نه بلل کيږي نو مهر مثل واجبيږي . په کومو صورتونو چې مهر ساقطيږي : ۱- کچيرې ښځې ته د خلوت څخه مخکې طلاق ورکړي نو مهر نه واجبيږي . ۲- خلع ، کچيرې ښځه د مهر په مقابل کې خلع واخلي نو مهر ساقط دی . ۳- د ښځې (إبراء) ، کچيرې ښځه له خپل مهر څخه تيره شي په هغه صورت کې چې مهر قرض وي نو مهر ساقطيږي . ۴- د ښځې هبه کول ، کچيرې ښځه خپل خاوند ته مهر هبه کړي نو ساقطيږي . د نيم مهر د وجوب صورتونه : ۱- کله چې د دخول څخه مخکې طلاق ورکړي او مهر ټاکل شوی وي . ۲- په هر هغه طلاق کې چې متعه واجبيږي هلته نيم مهر واجبيږي ، متعه په هغه طلاق کې واجبيږي چې د دخول څخه مخکې وي او مسمی نه وي او همدارنګه د ايلاء ، لعان او ځنې نور صورتونه چې تفريق پکې راځي او د دخول څخه مخکې وي نيم مهر ورباندې واجبيږي. د ناوکۍ بی بی د کور سامان : د واده پر مهال د ناوکۍ بی بی د کور يا اتاق سامان لکه : د اتاق فرش ، د خوراک پخولو لوښي او نور ضروري سامان برابرول د هغې په خاوند باندې واجب دي ځکه دا د نفقې يوه برخه ده ، مګر که د نجلۍ پلار يې پخپله خوښه پخپل خرچ برابر کړي کار د خير دی خو د هغې پر پلار باندې واجب نه دي. پلارګنۍ چې نجلی ته څه هبه ورکوي (جهيز ) مثلاً د کور سامان ، جامې و غيره هغه شيان د نجلۍ حق او ملکيت دی
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily