۱- کله چې د دخول څخه مخکې طلاق ورکړي او مهر ټاکل شوی وي .
۲- په هر هغه طلاق کې چې متعه واجبيږي هلته نيم مهر واجبيږي ، متعه په هغه طلاق کې واجبيږي چې د دخول څخه مخکې وي او مسمی نه وي او همدارنګه د ايلاء ، لعان او ځنې نور صورتونه چې تفريق پکې راځي او د دخول څخه مخکې وي نيم مهر ورباندې واجبيږي.
د ناوکۍ بی بی د کور سامان :
د واده پر مهال د ناوکۍ بی بی د کور يا اتاق سامان لکه : د اتاق فرش ، د خوراک پخولو لوښي او نور ضروري سامان برابرول د هغې په خاوند باندې واجب دي ځکه دا د نفقې يوه برخه ده ، مګر که د نجلۍ پلار يې پخپله خوښه پخپل خرچ برابر کړي کار د خير دی خو د هغې پر پلار باندې واجب نه دي. پلارګنۍ چې نجلی ته څه هبه ورکوي (جهيز ) مثلاً د کور سامان ، جامې و غيره هغه شيان د نجلۍ حق او ملکيت دی
پر خاوند باندې د ښځې د مهر ادا کول واجب دي او مهر د ښځې حق دی د هغې پلار ، ورور او بل کس ته يې اخيستل حرام دي لقوله سبحانه تعالی:[ وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة]
متأسيفانه چې اوس هم زمونږ په ټولنه کې هماغه د جاهليت د وخت رواج موجود دی ، ډير کسان د خپلو لورګانو او خويندو مهر نه ورکوي بلکي هغه د ځان حق بولي ، خپله لور خرڅوي په هغه باندې تجارت ، ګروي ، موټر او کور جوړوي .
او ځنې بيا چې کله خپلې لورګانې او خويندې سره بدل کړي نو که څه هم د هغوی لپاره مهر ټاکل شوی وي خو دوی يې نه ادا کوي بلکي هماغه د جاهليت خيال ورسره وي چې يو د بل بدل ګنل کيږي ، علماء هم تر ډيره حد په دغو مسائل کې چوپه خوله وي چې خلکو ته په دې اړه ترغيب او ترهيب نه ورکوي .
د مهر د مال شرطونه :
۱- مهر به داسې مال وي چې شرعاً مباح وي لکه : سره زر ، سپين زر ، نغدې روپۍ او يا داسې مال او جايداد چې قيمت ولري او قبض يې امکان ولري .
۲- د مهر اندازه به معلومه وي مجهول او نا معلوم به نه وي .
۳- د مهر په مال کې به غرر ، دوکه او پرېشانه کول نه وي ، د خوړلو د پاره به بې ځايه حېلې او بهانې نه لټوي بلکي په ښه زړه او فرض ګڼلو سره به يې ادا کوي .
۴- دا چې مهر به د صحيح او شرعې نکاح لپاره ټاکل کيږي نه د فاسدې نکاح لپاره بلکي په فاسده نکاح کې مهر نه نومول کيږي بلکي ( د خلوت په مقابل کې ) مهر مثل دی .
د مهر اندازه :
د مهر کمه اندازه لس درهمه ده چه د 29.75 ګرامه سپينو زرو سره سمون خوري، په دليل د دغه حديث شريف : «لا مهر أقل من عشرة دراهم»
د مهر د زياتې اندازې لپاره په شريعت کې څه حد نه دی ټاکل شوی خو د مهر دومره اندازه مقررول پکار دي چه خاوند يې په آسانۍ ادا کولې شي .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ښه نکاح ، برکتي نکاح ، ښه او برکتې مهر هغه بللی دی چې په هغه کې اساني وي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «خير النكاح أيسره»
او فرمايي: "خير الصداق أيسره"
ژباړه : غوره نکاح او غوره مهر هغه دی چې په هغه کې آساني وي .
يعنې غوره والی په لږ مهر کې دی خو زيات مهر د اسلامې شريعت لخوا نه دی ټاکل شوی . لکن په دې کې هم شک نشته چې خلکو ددې اختيار نه په غلطه طريقه کار اخلي اوس وخت کې د مهر په زياتوالي کې بې حده افراط روان دی چې دا افراط په ټولنه کې د فساد سبب ګرځي او د فساد ختمول د مسلمانانو د ولی الامر د فرائضو نه دي .
د مسلمانانو امير به د مهر مناسبه اندازه اعلان کړي او د هغه خلاف کونکي ته دې سزا هم نه ورکوي (ځکه دا کوم شرعي حکم نه دی ) که کوم کس د خپل توان موافق زيات مهر مقررول غواړي هغه دی د مسلمانانو د امير نه په خصوصي ډول اجازت واخلي ، علماء کرام دې د هغه د اصلاح د پاره وعظ او تبليع وکړي .
يعنې د مسلمانان امير يوازې د اصلاح د پاره داسې کولای شي زور او جبر نشي لګولی ځکه چې په شريعت کې د هغه زيات مقدار نه دی تعين شوی او دا بيا په شريعت کې مداخلت کول دي.
د مهر نه علاوه چې د هلک د کورنۍ نه د خلیتي (د نجلی خپلو خپلوانو ته جامې ) او د خواراک او نورو د پاره څه اخيستل کيږي نا روا دي.
مهر مثل :
مهر مثل هغه مقدار مهر دی کوم چې په عام طور سره د دوی په کورنۍ او خاندان کې مقرريږي،د خاندان نه مراد پلارګنۍ ده نه مورګنۍ مثلاً د پلار خور د تره لوڼې يا نورې په مهرمثل کې دا هم ضرور دي چه کومه ښځه مثل ګرځوي د هغې د صورت او سيرت څه نا څه برابري شرط ده .
د مهر مثل د وجوب صورتونه :
1- په عقد نکاح کې د مهر ټاکل سنت دي مګر که په څه وجه نه وي ټکل شوی يا يې ټاکل بل چا ته حواله شوي وي نو مهر مثل واجبيږي ، همدارنګه که د بدل په نکاح کې مهر نه وي او ښځې يو د بل بدل وي نو دا ډول شرط فاسد دی د هرې يوې لپاره مهر مثل واجبيږي .
۲- په مهر نه ورکولو سره اتفاق ، کچيرې خاوند او ښځه يا د هغه ولي په مهر نه ورکولو سره اتفاق وکړي نو په خلوت او مرګ سره مهر واجبيږي او دغه اتفاق باطل دی ځکه د مهر په ورکړه شريعت حکم کړی دی .
مهر به د ايجاب او قبول په مجلس کې ټاکل کيږي چې قصداً پرېښودل يې ګناه ده مګر د نکاح صحت ته زيان نه لري ، مهر که د تړون په وخت کې وټاکل شي مهر مسمی بلل کيږي او که په څه وجه مهر نه وي ټاکل شوی مهر مثل به ادا کيږي .
سلام شپه پخیر د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله تاسو او ستاسو قدرمنې کورنۍ ته د زړه له تله د کوچني اختر مبارکي وایم، خدای دې وکړي چې دا اختر مو له خوښیو ډک او له خوښیو ډک وي. دعاګانې دې خدای قبول کړي، ♥️🤲
سلاااااام شب بخیر عید سعید فطر را از صمیم قلب به شما عزیزان و از طریق شما به فااامیل محترم تان تبریک گفته و بارگاه خدا خاهانم که یک عید خوب و خوشی را آغاز کنین عید تان پر از شااااااادی ان شاءالله روزه و نمااااز تان قبول درگاه حق باشه گلکایم ♥🥀🤦