View in Telegram
🖇
پښتو شعرونه او ناولونه
📚
دا به نو څنګه شي! ؟ محصل ځوان هم چې ډېر خواشینی و، ورته یې کړه :ته ووایه، چې زه څنګه وکړم؟ تاته خو ما مخکې هم ویلي دي، چې ته ماته له ډېرو خپلو ګرانه یې، ولاچـې له ما هم لار ورکه ده . نجلۍ چې د پلار له کیسو اورېدلې مینې تر ننه یې دا حالت سترګو تـه شـوپه ژړغو غږ یــې وویل : ولاچې د تره زویه دا هر څه لکه یو فلم یا سـېریال غونـدې؛ یـو وشي، هغـه وران شي، بیـا بـل جـوړ شي، بېرتـه پـه پـای کـې هغـه هـم بـې پـایلې سر وخوري؛ دا ولې!؟ - هو والله، خو ولا که به پوهېږم! نجلۍ غبرګه کړه: دا ژونـدون هـم یـو څـه سـیریال، فلـم یـا نـاول دی، خـو بدبختانه د ځینو بیا دغه داستان انتها نه لري . محصل هم په ژړغو غږ وویل : ولاچې په تا مې له ځانه ډېر زړه سوزي، هېڅ نه پوهېږم، څـه وکـړم چـې تـه خوشاله شې!؟ د یتیمـې چـې اوږده بانـه نمجـن ؤ، پـه ژړغـو غـږ یـې لـه ډېـرو خـبرو او دردوونکو الفاظو وروسته په سوځېدلي زړه یو ځل بیا سوړ اسوېلی ووېست : ته دا ومنه، چې زه به خپله مینه کې بریال کېږم! که یې نه منې، دا هر څه یاد وساته! دا چې تر اوسه دغې کیسې لکه د سیریال بڼه لرله، نو غـواړم دغـه تـر دې دمه کیسه په یو ډول د دنیا په مینو کې ژوندۍ وساتم؛ که داسې وشي، پـه دغې کړنې به زما زړه له نورو ډېر راحت شي. . - نآ! داسې خو نه کیږي؛ ځکه خلک بـه بیـا پـر مـا لعنـت وايـي، خـو هڅه کوم؛ ځان کې بدلون راولم او ستا په څېر فکر خپل ذهن ته پور کړم نجلۍ چې پوهه شوه، محصل ځوان کېـدای شي، د وخـت پـه تېرېـدو ځـان کې بدلون راولي، ډېره خوخه شوه، خو تر دې دمه د دغې کیسې په ژوندۍ ساتلو یې ددې له امله ټینګار وکړ، چې ترڅو دغه مینه په یـاد وسـاتل شي، څو راتلونکي کې د بدلون یو احساس ترې وزېږي. ژر یې وویل: باید دغه مینه د قلم په ژبه تل لپاره ژوندۍ وساتل شي ! ګـوره د تـره زویـه! سـتا فکـر تغیرېـدو لپـاره بـه زه تـر ابـده د انتظـار شـېبې ښکلوم، خو ګوره هېڅکله به څوک د دې مینې په ژوندۍ سـاتلو کـې پـر چـالعنت ونه وایي او که وایي یې، نو زه هغو ټولـو تـه قسـم ورکـوم، چـې لـه تـاوړاندې ما په لعنتونو کې لتاړه کړي؛ ځکـه دا زه وم، پرتـه لـه دې چـې مقابـل لوری وپوښتم، د هغه احساس وګورم، خپل زړه مې ورته پاکټ کې واچوو خو که په تا باندې هم لعنت ووايي، هم زه خفه کېږم؛ ځکه ته زمـا د تره لور او ډېره نږدې خپلوانه مې یې! یتیمې نجلۍ وویل : زه به هغه وخت ستا ملګرتیا ومنم، تا به وبښم، هېڅ به درتـه نـه وایـم ، ټـول ژوند به ستا په نوم ولیکم او خپل ټول دردونه په پرې ټکـور کړم،کـه زمـا تـر دې دمه مینه دې ژوندۍ وساتله! خو ای! زه درب له دربار څخه امېد لرم، مبارزه کوم او خپله مینه ثابتوم، نو بایـد یادونه وشي، چې که د دغې ورکې مینـې د لټـون وروسـته یـې راتلـونکې، د ژوند په دوام اوږده شي، نو نورې خبرې به یـې پـه بلـه برخـه کـې د همـدې سرلیک لاندې کیږي؛ یانې دا به یې لومړۍ برخې پای وي . سمه ده، ته چې د دې ټولو کړنو په مقابل کې دا غـواړې، نـو هڅـه به یې وکړم! ته خو به یې کرکټره یې! هو؛ دا چې تر دې دمـه مـې مینـه بـې انتهـا وه، نـو د نـاول لـومړۍ برخې پای کې ولیکه، چې : تـــــــا ســـــره مـــیـــــنـــه لـــــرم" دلــومــړۍ بــرخـــې پای #یادونه: شاید تاسی ته ډیره عجیبه ښکاره شوی وي چی څنګه بی پایلی ختم شو خوو نا! دا د ناول لومړی برخی پای وو! تاسی د ناول په پای کی ولوستل چی!! " نورې خبرې به یـې پـه بلـه برخـه کـې د همـدې سرلیک لاندې کیږي؛ یانې دا به یې لومړۍ برخې پای وي . " مقصد بله برخه له همدی ځایه شروع کیږی مګر د ناول نوم بدلیږي! کله چی لیکوال د یتیمې انجلۍ مینی کیسه بشپړه کړه نو د " ژوند " په نوم کتاب کی یی راونغاړله یعنی د یتمې انجلۍ مینی بشپړه کیسه به نوره د ژوند په نوم خپریږی """"""""ژوند ناول """"" هممم... ﹾ٭ ﹾ٭ ﹾ٭ کٌٍٍُّٰٰٖٖلٌٍٍُّٰٰٖٖیٌٍٍُّٰٰٖٖوٌٍٍُّٰٰٖٖاٌٍٍُّٰٰٖٖلٌٍٍُّٰٰٖٖ
😳
💖
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start