✔♥قــــرآن او علم تضاد که تطابق ♥✔
نه ويشتمه شبهه:
د شپې خلقت
«وَهُوَ الَّذِى خَلَقَ الَّيْلَ وَالنَّهَارَ »[سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 33] «او هماغه الله دى چي شپه او ورځ یې پیدا کړل.»
کومه خطا چې په دې آیت کې شتون لری دا ده چې خلقت یې شپې ته منسوب کړی دی. شپه د نور او رڼا نه شتون دی، علیت او ايجاد په یوه عدمی امر پورې تعلق نه مومی. دا دې ته ورته دي چې سړی ووایی خدای هیڅ پیدا کړی دی چې دا غلطه ده. د یونان په لرغونو افسانو کې هم د شپې خلقت مطرح شوی دی.
«تُولِجُ الَّيْلَ فِى النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِى الَّيْلِ» [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 27]
(ای خدایه )شپه په ورځ کښي او ورځ په شپه کښي ننباسې.»
پورته آیت ته ورته څو ځلی په قرآن کې تکرار شوی دی. هماغه مخکينی اشکال دلته هم شتون لری.
شپه (د نور نه شتون) داسې یو څه ندی چې له نور سره د مخلوط شی.
په یوه دقیق تره تعبیر سره عدم داسې یو څه ندی چې هغه له وجود سره مخلوط کړی.
مثلا د سهاری په وخت کې تیاره او رڼا، حقیقت دا دی چې د نور (وجود ) کچه کمه ده نه دا چې تیار مو له نور سره مخلوط کړی وي.
«يُكَوِّرُ الَّيْلَ عَلَى النَّهَارِ وَيُكَوِّرُ النَّهَارَ عَلَى الَّيْلِ»[سُوۡرَةُ الزُّمَر : 5] «هغه پر ورځ شپه او پر شپه ورځ نغاړي.»
هماغه ړومبنی غلطی دلته هم تکرار شوې ده.شپه داسې یو څه نه دي چې نور یا رڼا دې په ځان کې را ونغاړی او د شپې را نغاړل په ورځ کې هم په همدې معنا ده.
«وَجَعَلْنَا الَّيْلَ وَالنَّهَارَ ءَايَتَيْنِ ۖ فَمَحَوْنَآ ءَايَةَ الَّيْلِ وَجَعَلْنَآ ءَايَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً»
[سُوۡرَةُ الإسرَاء:12] «ګورئ! موږ شپه او ورځ دوې نښانې ګرځولي دي. د شپې نښانه مو بې نوره وګرځوله او دورځي نښانه مو روښانه کړه.»
هماغه تکرار شوی اشتباه ده. ځکه تیاره یو عدمی امر دی نشی کولای د علت یا د خالق کوم آیت او نښانه د وي.
دا ډول آیاتونه چې شپه یې یو وجودی امر ګڼلی په قرآنکريم کې ډیر راغلی دی. البته دا تمه نشی کیدای چې د محمد په زمانه کې دې د عربستان یو فرد په دا رنګه یوه فلسفی مطلب باندې وپوهيږي. طبعا محمد هم خپلې دغې تکراري اشتباه ته یې ندی متوجه شوی.
خو دا غیر ممکن ده چې خدای د ونه پوهیږی.له همدې امله دا خبرې د محمد دی نه د خدای.
د شبهې ځواب:
په ډیره ساده ژبه وایی د نور نه شتون یا عدم ته وایی شپه، نو شپه یو ډول عدم دی او خدای هم موجودات پیدا کړی دی نه معدومات، خو خدای په قران کې فرمايلي دي شپه مې پيدا کړې ده او دا اشتباه ده.
چې مونږ هم په ډیره ساده توګه ورته وایو:بیا هم تلبیس او دوکه.د نور عدم یا نه شتون ته وایی تياره او هیڅکله هغه ته شپه نه وایی!
شپه د ورځې مخالفه ده، شپه او ورځ هغه حالتونه دی چې د زمکې د وضعی حرکت له امله را پیدا کیږی، له همدې امله شپه او ورځ هغه حالتونه دي چې د زمکې له پیدا کیدو او د وضعی حرکت په ايجاد سره خلق او ایجاد شوي دي.
دا سمده چې شپه تیاره ده، خو پخپله شپه داسې یو حالت دی چې په لړ کې یې د زمکې د کرې په ډیرو برخو کې ډیرې سیمې تر سبا پورې یې د لمر شاته قرار نیسی. ( نو د عدم او وجود بحث چیرې او د دغو حالتونو د تغییر بحث چیرې) د شپې او ورځې په دې ګرځیدو کې؛ زمونږ انسانانو لپاره ډیرې ګټي شتون لری، او واقعا په هغو کې تأمل لازم دی نو ټول هغه آیاتونه چې قرآن ذکر کړي کاملا سم دي او دا پخپله د شبهه خپرونکی فکر او سوچ دی چې ناسم او غلط دی او په ظاهره په فلسفه باندې د پوهيدو ادعا هم کوی؟!
* احیاناً که چیرې کوم مخالف وویل د ورځې نه شتون ته شپه وایی، او بیا هم د شپی خلقت اشتباه دی... په ځواب کې یې وایو ورځ هم یو حالت دی چې ايجاد شوی دی او شپه هم یو حالت دی چې ایجاد شوې ده،داسی نه کیږی چې هر څه ته دې د عدم او وجود بحث اطلاق وکړو! ایا دا کولای شو چې د نارینه عدم ته ووایو ښځه! نو ښځه د خدای مخلوق نده؟!! نه، نو د شبهه خپرونکي ادعا ناسمه ده.
نور بیا..................‼