View in Telegram
قــــرآن او علم تضاد که تطابق اته ویشتمه شبهه: د سيورو سجده «وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَن فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلٰلُهُم بِالْغُدُوِّ وَالْءَاصَالِ ۩»[سُوۡرَةُ الرّعد : 15] «هغه خو همدا الله دى چي د اسمانونو او ځمکي هر شى، كه خوښ وي یا كه ناخوښ سجده ورته كوي او د ټولو شيانو سيوري سهار او ماښام د هغه په وړاندي (سجده کوی) ټيټيږي.» «أَوَلَمْ يَرَوْا إِلٰى مَا خَلَقَ اللَّهُ مِن شَىْءٍ يَتَفَيَّؤُا ظِلٰلُهُۥ عَنِ الْيَمِينِ وَالشَّمَآئِلِ سُجَّدًا لِّلَّهِ وَهُمْ دٰخِرُونَ»[سُوۡرَةُ النّحل : 48] «او ايا دوى د الله كوم پيدا کړی شى هم نه ويني، چي د هغه سيورى په څه ډول د الله حضور ته په سجده كولو ښي او كيڼي خوا ته پريوځي؟ - ټول په دغه ډول د خپلي عاجزۍ څرګندونه كوي.» َپه دغو ایاتونو کې دوه ښکاره غلطي شتون لری. لومړی سیوری یو عدمی امر دی او د هغه سجده بی معنا ده. دې ته ورته ده چې ووایی صفر پلانکی کار کوي. د ۱۴۰۰ کلونو وړاندې بدوي اعرابو په واسطه د دغې فلسفی موضوع عدم فهم طبعی خبره ده او همدا کار د دې مؤید دی چې دا آیاتونه د محمد له لوری جوړ شوی دي نه د خدای. دویم اشکال دا دی چې د سورت رعد په ۱۵ ام آیت کې یې ویلی د هر هغه شی سیوری چې په زمکه او آسمان کې دي سهار او ماښام سجده ورته کوی. یعنی هر هغه څه چې په آسمان او زمکه کې دي سیوری لری. آیا لمر سیوری لری. ایا کهکشانونه سیوری لری. آیا (ملائکې د قران د نظریې مطابق ) سیوری لری. سیوری یوازی د هغو سيارو لپاره چې د لمر خواو شا وګرځي معنی لری او بس.دا مطلب بیاهم نړۍ ته د محمد لنډ او سر سری نظر څرګند وي چې له خپل وروسته پاتی محیط څخه یې را اخیستی. د شبهې ځواب: بیا هم له ډیرو ساده او بدیهی امور څخه یو ناسم برداشت! دوه آیاتونه یې ذکر کړی او بیا یې ادعا کړې ده چې اصلا د سیوری په نامه کوم څه شتون نلری تر څو راشی او یو کار تر سره کړی! لومړی اولینی آیت برسی کوو: «هر هغه څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي ـ که غواړی او کنه ـ خدای ته سجده کوی، همدا رنګه د هغو سیوری، سهار او ماښام د هغه پر وړاندې په سجده پریوځي.» (رعد ۱۵) ښاغلی شبهه خپرونکي که یو ځل هم آیت په دقت سره لوستلي وای دې ته متوجه کیده چې په دې آیت کې په مستقیله توګه، فاعل«هر هغه څه چې په آسمان او زمکه کې ستون لری» دي نه د هغو سیوری! یعنی الله تَبَارَک وَتَعَالَی فرمایی هر هغه څه چې په آسمان او زمکه کې دي الله ته سجده کوي او د هغو سیوري هم. له همدې امله د شبهه خپرونکو شبهه هغه مهال وارده وه که چیرې پروردگار فرمايلي وای سیوری( پرته له دې چې د سيورو خاوندان دې کوم تغیر وخوری ) د خدای لپاره سجده کوی (او هغوي پخپله فاعل ؤ) د آسمانونو او زمکې د سجدې اړوند مو شرح ورکړه چې په دې اړوند دوه نظرونه شتون لری: لومړی نظر وایی تسبیح او سجده تر سره کیږی خو مونږ یې له کیفیت نه ناخبره یو؛او بله نظریه وایی د کائناتو سجده له الله تَبَارَک وَتَعَالَی څخه د هغوي د اطاعت او فرمان وړلو په معنا ده یعنی هغوي په یوه مشخص مسیر کې قرار نیولی او سم فعالیت کوي له همدې امله لومړی مورد چې زمونږ لپاره غیر مفهوم دی خو د دويمې نظرېې مطابق د اجسام سیوری په خورا دقیقه او محاسبه شوې توګه هغه مهال رامنځته کېږي کله چې د رڼا د سرچینې مخې ته یو حایل یا خنډ ځای پر ځای شي. د سورت نحل د ۴۸ ام آیت په اړه هم دقيقاً همدا حالت شتون لری ملاحظه یې کړئ: «او ايا دوى د الله كوم پيدا کړی شى هم نه ويني،چي د هغه سيورى په څه ډول د الله حضور ته په سجده كولو ښي او كيڼي خوا ته پريوځي؟ - ټول په دغه ډول د خپلي عاجزۍ څرګندونه كوي.» توجه وکړئ لیکلی یې دي د هغو سیوری! او دا یې نه دي ویلی چې سیوري پرته له دې نه چې شخص یا شیان دې حرکت وکړی د الله لپاره سجده کوي! او بیا هم د الله پر وړاندې د اشیاؤ، سیوری او کائناتو د سجدې په اړه د تیر آیت توضيحات دلته هم صدق کوي، ښی او چپ لور ته د سيورو انتقال د رڼا د منبع له حرکت نه وروسته یا پخپله د جسم له حرکت نه وروسته چې د رڼا د یوې ثابتې سرچینې پر وړاندې وي پیښیږي، او د دې کار دقت او حساب شوی والی د پروردگار له حکیمانه او دقیق قانون څخه د پیښو فرمانبرداري وی. اوس نو ورشي د شبهه خپرونکي د لومړی اشکال توضیحاتو باندې یو نظر واچوي! او د هغه مغالطه په سمه توګه درک کړی. * په دویم اشکال کې وایی قران فرمايلي دي هر شی سیوری لری! تعجب کوم د ایت له کوم ځایه داسې یو برداشت کیږی؟ داخو یو تخصصی کار ندی او هر څوک په دې مسائلو باندې پوهیږی...! قرآن فرمايلي هر هغه څه چې په آسمان او زمکه کې دي له خپلو سيورو سره یې (خدای ته سجده کوی ) دلته منظور هغه څه دي چې سیوری لری او سیوری یې خدای ته سجده کوي او دا یې ندي فرمايلي چې هر څه سیوری لری.
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily