View in Telegram
دریم: لکه څنګه چې تاسو په تېرو پاڼو کې ولوستل، په فصلت سورت (۹ او ۱۰ آیتونو) کې ویل شوي چې الله لومړی ځمکه پیدا کړه او بیا آسمانونه. چې دا هم د بیګ بینګ د نظریې او شواهدو مخالفه ده. زمکې او آسمان یو ځای له بیګ بنګ څخه په پیدا کیدو او تو تحول پیل کړی دی. ځواب: کاملا په خطا کې یاست، مونږ دا ثابته کړه چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی لومړی آسمان پیدا کړی بیا زمکه او بیا یې د اسمان مرتب کولو ته توجه کړې نه د آسمان خلق کولو ته!(تیرو مطالبو ته مراجعه وکړی په پوره توګه مو ځواب ورکړی دی ) په تیرو مطالبو کې مونږ دا وویل چې آسمان یو عام مفهوم دی چې فضا او د کُراتو د استقرار محل ته هم شاملیږی، له همدې امله لومړی دغه مکانونه ايجاد شوي دي او زمکې هم په مرور سره شکل نیولی او جوړه شوې ده. څلورم: په قرآن کې ویلی شوی چې آسمانونه مطبق دي (طبقات لري)، او دا هم د فزیک او بیګ بینګ له نظریې سره په ټکر کې دی. ځواب: دا پوښتنه مونږ په هغه برخه کې چې د اووه طبقو آسمانونو د څرنګوالی په اړه مو خبرې وکړې،ځواب کړې ده. موږ ویلې چې علم لا تر اوسه بشپړ نه دی چې شبهه خپرونکی دې را ولاړ شی او په دې اړه دې قطعي نظر ورکړي.[ او نه کولی شی په بشپړ ډول د اوو آسمانو په اړه منفي استدلال وړاندې کړي.] پنځم: په قرآن کې آسمانونه لکه د صفخاتو د یوې ټوټې او سقف په څیر دي،چې له فزیکی نظره او د بیګ بینګ د تیورۍ له مخې داسې څه بهرني شتون نلري. ځواب: دا موضوع مو هم په خپل ځای کې ځواب کړې ده، چې "د آسمان ټوټې" یعني د آسمان برخې (لکه سیارې، شهابونه او نور..) دي نه دا چې آسمان دې د یوې تختې په څیر وي! ظاهراً داسی ښکاري چې خپلې ټولې ناسمې ادعاوې بیا تکرار کړئ!!! شپږم: د بیګ بنګ په تئوری کې راغلی دي چې ټول کائنات د انرژی یوه ډیره ستره متراکمه کتله وه خو قرآن ویلی دی چې ځمکه او آسمانونه سره نښتی ؤ لکه دوه ټوکران چې له یو بل سره ګنډل کیږی او د قرآن د خپل مثال مطابق لکه د تعويذ داسې یې لا یې یو په بل پیچل کیږی چې دا هم د بیګ بنګ مخالف ده. ځواب: د تل په څیر مو بیا هیره کړې ده چې د ادبیاتو په علم کې یو څه د تشبیه (یا حتی د استعارې ) په نامه شتون لری، قرآنکريم د تاریخ په اوږدو کې په میلیاردونو مخاطب لرل او لری یې او وبه یې لری؛ دا خلک ټول باسواده، منجم او ستوری پیژندونکي نه وو نه دی او نه به وي چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی دې (د تاسو د رضايت په خاطر ) په تخصصی الفاظو سره مطالب شرح کړی. له همدې امله د تاسې دا تمه غیر معقول ده! اووم:په قرآنی معنی د وسعت ورکونو لازمه دا ده چې اوه ګونی آسمانونه له یو بل او له زمکې څخه د لری شی. [یعنی د قران د تعبیر له مخې د آسمانونو د پراختیا پایله دا معنی لري چې اوه ګونی اسمانونه له یو بل او له ځمکې څخه لرې کیږي.] د دې خبرې پایله دا ده چې مثلا د لمر او سپوږمۍ فاصله، چې هر یو په جلا آسمان کې دي، له ځمکې څخه زیاته شي چې دا نظر د بېګ بېنګ له نظریې سره په ټکر کې دی.ځکه چې د بېګ بېنګ له مخې کهکشانونه له یو بل څخه لرې کیږي، نه د شمسي نظام اجزا لکه لمر او سپوږمۍ. ځواب: وبښي تاسې له کوم ځايه وپوهیدي چې لمر او سپوږمۍ هر یو یې په جلا توګه د آسمان په یوه طبقه کې دی؟! دا ادعا کاملا ناسمه ده، د هماغه کيهانی انبساط د فرضيې مطابق له بیګ بنګ څخه متلاشی شوي ذرات د انفجار له هستې لرې کیږی او واټن نیسی او طبعا ټول د حرکت په حال کې دي، نه داچې لمر دې پر خپل ځای وي او سپوږمۍ دې له هغه لری شی! اتم: د کائناتو د پراختیا مفهوم د نن ورځې له مفهامو سره یې له هغه صحیح حدیث سره په ټکر کې دی چې مخکې یې یادونه شوې ده. ...قال (الرسول) أتدرون كم بين السًماء واْلأرض فقلنا الله ورسوله أعلم قال بينهًم مسرية َخمس مائة سنة ومن كل سًماءإلی السًماء التي تليها مسیرة َخمس مائة سنة وكثف كل سًماء مسیرة َخمس مائة سنة (دا حدیث په متعددو منابعو کې د آسمانونو تر منځ د کلونو د عدد په یو څه توپير سره راغلی دی لکه: المستدرک علی صحيحين ۳/۳۱۶، سنن ابی داوود( ۴/۲۳۱، ) سنن ابن ماجه( ۸/۳۷۵ ) المختاره احادیث ،(۱/۶۹). ترجمه:...« پیغمبر خپلو يارانو ته یې وويل: آیا پوهیږي چې د زمکې او آسمانونو تر منځ واټن څومره دی؟ ومو ویل الله او رسول یې ښه پوهیږی. وې ويل د هغو تر منځ د ۵۰۰ کلونو مسیر دی. او له هر آسمان نه تر بل آسمان پورې: (سن ابی داود ) د ۵۰۰ کلونو مسير دی او ضخامت(کثف) د هر آسمان هم ۵۰۰ کلونه مسیر دی. » په دې حدیث کې محمد د آسمانونو تر منځ واټن ۵۰۰ کلونه او د هر آسمان ضخامت یا پنډوالي هم ۵۰۰ کلونه ګڼلی. خو د نن ورځې د پراختيا له مفهوم سره، فاصلې دائماً د زياتېدو په حال کې دي.
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily