View in Telegram
ملی راډیو تلویزیون_RTA Pashto_Dari
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېکدلي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، د لوړې کچې پلاویو پر تګ او راتګ او د اقتصادي همکاریو سربېره په نورو سیمهییزو موضوعاتو خبرې کړې. دې کتنه کې ښاغلي متقي د کابل او تهران د اړیکو لا پراختیا لپاره د عملي ګامونو په پورته کېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د چابهار بندر فعالیت او ظرفیت لوړونه د دواړو هېوادونو سربېره د ټولې سیمې لپاره د ګډو ګټو ښه بېلګه جوړېدلای شي. دغه راز دې کتنه کې د ایران سفیر د دواړهېوادونو ترمنځ د شویو اقتصادي هوکړو په پلي کېدو ټنیګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ګډ کار ته ژمن دی. #مليتلویزیون
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start