اروپايي ټولنې له افغان کډوالو سره ۴۷ میلیونه یورو مرسته کړې
د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې اروپايي ټولنې د افغان کډوالو لپاره ۴۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې، چې د ښوونې، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو رسولو برخه کې به ولګول شي.
د یادې ټولنې شارژدافیرې زیاته کړې، چې له شریکو بنسټونه سره په ګډه یې په بېلابېلو برخو کې له افغان کډوالو سره د مرستې په موخه د ۱۱۳ میلیونه یورو ځانګړې کړې ده.
دغه راز دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې کډوال باید د سیاسي ابزار په توګه ونه کارول شي او ژر تر ژره دې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج بهیر ودرول شي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د اقتصادي پروژو په پلي کولو سره د بېکارۍ کچه راکمه او د کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي.
#مليتلویزیون