زړګیه صبر شه مه ژاړه نو
جانان په غټو خلګو ځان حسابوینه
سلام زما په ځان منظور ګړه نو
جانانه ما درسـره څـه بد ګــړي دینه
انتخاب ته کوي زړګیـــه زار
زخمونه زه پر خپل وجود باندي تل وړمه
ته رانه لاړي دیدن بندشو زار
ستاگونگ تصویر ته خپلي اوښکي تویه ومه
تصویر دي غلی څه نوایي نو
خوږي خبري دي زه تل یاد ته راوړمه
زه چي ماشوم وم ډیر خوشحال ومه نو
اوس راپسي دي بي حسابه ډیر غمونه
په تور لحد کي به ناري ګړمه نو
زه له دنیا نه ارمانجن راغلی یمه
خلګ قیامت ته ورخطادي نو
پرما قیامت دی بل قیامت زه څه کومه
دانتظار زغم دي نور نشته نو
نصرت دي ډیر په تمه تمه پاته شومه
ته به خبریي که به نه يي نو
نصرت صباون خو دي تل درد پرځان وړینه
شاعر نصرت صباون
#النبوي_بصري_څانګه