View in Telegram
د شبهې د برسۍ او څیړنې ادامه: * دا چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی د پام وړ آیت کې فرمايلي دي «آیا کافرانو ونه لیدل»، ښایی کوم مخالف ووایی په هغه وخت کې خو څوک وو نه نو بیا څرنګه هغه وويني؟ ولی قرآن داسې يو څه ويلي دي؟ په ځواب کې وایو، دا جمله یوه خبری جمله ده نه سوالیه او دا لیدل هم د تأمل له جهته دی نه د روئیت کولو، لکه څرنګه چې هره ورځ په وار وار له داسې یو څه سره مخ کیږو مثلا خپلو دوستانو ته وایو، وګوره! زما موخه دا نه وه.. وګوره زه لتا سره نه ځم.. ګوره زما خبره واضحه وه او... دلته مشخصه ده چې په دغو مواردو کې مونږ څه نه ورښیو بلکه له مقابل لوری غواړو چې تأمل وکړی. * شبهه خپرونکی په یوه برخه کې د صحابه کرامو رَضِیَ اللهُ عَنْهُمْ برداشت مطرح کړی دی، که چیرې هغه هم په پام کې ونیسو شبهه خپرونکی به خپل مقصود ته ونه رسیږی، ځکه دا یوازې یو برداشت دی او کیدلای شی د اشکالاتو لرونکی هم وی په ځانکړی توګه د اوو زمکو د جلا کیدو په برخه کې، که چیرې اووه زمکو ته ورته نور مشابه کرات په پام کې ونیسو دا برداشت به صدق ونکړي. * په اوږدو کې یې د الذاريات د سورت د ۴۷ ام آیت بحث مطرح کړی دی چې الله تَبَارَک وَتَعَالَی فرمایی: «وَالسَّمَآءَ بَنَيْنٰهَا بِأَيْيدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ» «او اسمان موږ په خپل لاس (یا خپل قدرت سره ) جوړ کړيدى او مونږ (د دې وس لرو او) همیشه هغه ته وسعت ورکوو.» ده بیا دوه سندونه وړاندې کړی دي چې دا مطلب د بودایانو او هندوانو په کتابونو کې هم شته او قران کومه زیاته مهمه خبره نده مطرح کړې. او هغه هندی کتاب ..... مخونه لری، ده یوازې د کتاب يادونه کړې ده د کتاب د مخ شماره یې نده ورکړې، نو ښکاره ده چې ده پخپله هم هغه کتاب ندی لوستلی او کیدای شی له کوم ځای نه یې را کاپی کړی وی! نو دی باید دا تمه ونلری چې مونږ د لاړ شو ټول کتاب د مطالعه کړو او یا وګورو چې آیا د شبهه خپرونکي ادعا صحت لری او کنه! ځکه د جزیاتو وړاندې کول د مدعی پر غاړه دي. د بودايانو دغه کتاب يې په تیرو مخونو کې هم معرفی کړی ؤ، برسی مو کړ او په هغه کتاب کې د غوړیدلو او وسعت هیڅ کوم بحث نشته. کله چې ما د علمي څیړنو پایلې وکتلې، پوه شوم چې د پنزیاس او ویلسن لخوا د کایناتو د شالید وړانګو په کشفولو او د «کایناتو د پراخیدو/انبساط د فرضیې» په ځواکمنتیا سره، دا څرګندیږی چې اسمان د پراخیدو په حال کې دی. سبحان الله،قرآن د کائناتو د پراختیا یادونه کړې ده؟ (په انټرنیټ کې ولیکئ د کایناتو د شالید وړانګې او د کائناتو پراختیا، او په دې اړه مطالعه وکړئ.) په ادامه کې یې ادعا کړې چې دا مبارک آیتونه له بیګ بینګ او د کائناتو له پراختیا سره هیڅ ډول اړیکه نه لري. هغه نهه دلایل وړاندې کړي دي، چې إن شاء الله ټول به په تفصیل سره نقد کړو. خو له دې مخکې، باید یادونه وکړو چې مونږ مخکې هم پر دغو آیاتونو باندې د ده نیوکو ته ځوابونه ورکړي دي، او دغه ځوابونه اوس هم په خپل ځای قوي او ثابت پاتې دي. لومړی: لکه څنګه مو چې وړاندې وویل د بیګ بنګ د تئوری مطابق جهان له یوې متراکمی انرژي څخه پیل کړی دی نه له لوګی او ګازو، لوګی چیرې او متراکمه انرژي چیرې. واقعی دود يوازې یو میلیارد کال وړاندې په وجود راغلی دی یعنی ۱۳ میلیارده کلونه وروسته د جهان له پیدا کیدو. ځواب: دا هماغه پخوانۍ ادعاوی دی چې په تیرو شبههو کې مو ځواب ورکړی دی.په حقیقت کې، دغه "دود" چې قرآن ورته اشاره کوي، د کائناتو د جوړېدو له پیل وروسته مرحلې ته اشاره کوي. په علمي څېړنو کې هم د "دود" په څېر مواد د سترو او عظیمو وریځو ( سحابی ) په نامه معرفی شوي دي. د قرآن په مبارکو آیتونو کې د "دود" مطلب د اور له امله راپورته شوې ایرې او لوخړی ندی، بلکې دا یوه تشبیه ده چې قرآنکريم د هغه وخت د خپلو مخاطبانو د پوهې سره سم په عام فهمه مفاهمو سره وړاندې کړی دي. دوهم: د بیګ بنګ د تئوری مطابق زمکې هم له خالصی انرژۍ څخه سر چینه اخیستې ده په داسې حال کې چې په قرآن کې یوازې آسمان له دود نه سره چینه اخیستې ده ځـواب: قرآن کریم مطالب په خورا لنډو او جامع ډول بیان کړې دي. دا د نجومو کوم کتاب نه دی چې هر څه دې ټکی په ټکی او جزئیاتو سره تشریح کړي، خو پرته له شکه، همدا چې مطالب یې له علم سره منافات نلری( او که چیرې د دغو آیاتونو د اعجاز والی لپاره کومه ادعا هم ونلرو ) بیا هم د قرآن کریم معجزه والی په ډاګه ثابتېږي...فکر کوم مخالفانو دا هیر کړي دي چې قرانکریم په کوم عصر او څه ډول شرایطو کې نزول کړی دی.له همدې امله، قرآن یوازې د ځمکې د خلقت یادونه کړې ده، خو ټول جزئیات یې تشریح کړي نه دي او نه یې ویلي دي چې ځمکه یوه ورځ دود وه. خو د یوې مهمې عقلی قاعدې سره سم، نه ویل د نه پوهيدو او نفی کولو په معنی نه ده.
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily