View in Telegram
افغان ځلانده ستوري
مړاوی لونګ یمه، د یار د وربل بوی غواړم ماشوم هوس یم، لېونی - لېونی خوی غواړم خمار مې هره ورځ ماتیږي د یارانو په نوم زه د انګورو اوبه نه غواړم هغوی غواړم زما د صبر ماتو څانګو، که غوټۍ وکړلې د زندګۍ تاوان به خامخا له دوی غواړم ته پرې راځه ستا تر قدمه لاندې ماتې ښې دي د زړه اوبه ـ اوبه پولۍ د تا په روی غواړم ما عمري د غزل توري په شبنم واړول اوس مې غزل د هر موسم په ګل کې توی غواړم محمد حسن عمري #آفغان_ځلانده_ستوري
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start