داغزیو پر سرو تر منزل راغلم
په ډیر سختو ګړاوړ تر منزل راغلم
دعمر دسپېنې لارې لاروی یم
دعمر په سپینو پلو ترمنزل راغلم
دمنصور غوندې مې ځان په اور ستي کړ
په سکروټو او اورو تر منزل راغلم
ستا لپاره مې دردونه په ځان یوړل
په تڼاک تڼاکو پښو تر منزل راغلم
څه د درد او شبګیرو شپې مې کړې تیرې
څه په ړنګو قدمو تــــر منزل راغلم
حُب د دین او د وطن مې وپاللو
په تکل د دغو دوو تر منزل راغلم
کـــړیــــدمـــه زوریــــدمــــه سوځیدمه
سعد منقاده چې تر څو تر منزل راغلم
سعد منقاد
#آفغان_ځلانده_ستوري