View in Telegram
ورکه یاره سترګې مې سرې دي له شبګیر درپسې ټوله شپه ژاړم کـــوم ویر درپسې چېرته یې نه ښکارېږې ورکه یاره ولټومه     کوم    مســیر درپسې د هجــر دښته  کې تنها پاتې یم د یاد  لېوانو دې  کړم څیر درپسې د غـــــم لښکرې دې راځي جانانه زړګـــی مې شو زهیر زهیر درپسې ستا د نشتون په طوفاني زلزلو ړنګ دی زما د ژوند تعمیر درپسې ړنګ قدم اخلمه کوپ کوپ روان یم مات یمه سم د ملا په تیر درپسې له کلي وتی یم په غرونو سر یم لور په لور ګورم په زیر زیر درپسې عاجزملنګ دا ستا دیدن غواړمه رنګ مې هم کړی دی تغیر درپسې حافظ عاجزملنګ #آفغان_ځلانده_ستوري
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily