سراب ته د څهرې دې ټوله لاره درېدم
ژړل به مې چې کله دې کوڅه کې تېرېدم
نه شپه وه نه ماښام وه نه تياره وه بس رڼا وه
په خيال کې به دې ډوب وم غورځېدمه پاڅېدم
ضمير به مې دې خپلې بېوسۍ دومره نآرام کړ
چې کله کله خپله له خپل ځان نه شرميدم
ته څه وې چې زه ستا لپاره داسې په زړه مات شوم
ما څه کول چې ستا د عشق درياب کې غورځېدم:
🥀❣#سوله