View in Telegram
‏د استرالیايي استاد جبرائیل عمر د وفات په اړه د کورنیو چارو وزارت اعلامیه! په خواشینۍ سره چې په افغانستان کې اوسیدونکی استرالیايي استاد ټیموټې ویکس چې اوسنی نوم یې جبرائیل عمر وو نن ورځ وفات شو. انالله واناالیه راجعون نوموړی له زیاتې مودې راهیسې د سرطان وژونکي ناروغۍ څخه کړیده. هغه چې په تیرو کلونو کې لومړی د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا نیول شوې و، وروسته بیا د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې له زندان څخه خوشې شو، بیا په خپله خوښه او رغبت سره د اسلام په مقدس دین مشرف شو او خپل نوم یې له ټیموټې ویکس څخه ( جبرائیل عمر) ته تغیر کړ. جبرائیل عمر په کابل کې د انګلسې ژبې د استاد په حیثت یې دنده ترسره کوله، هغه د افغانستان او اسلامي امارت سره زیاته مینه درلوده او په همدې اساس یې په کابل کې اوسیدل غوره ګڼل. وخت په وخت به یې د هېواد ولایتونو ته سفرونه کول او د اسلام په اړه یې هم خپل معلومات زیاتول. بالآخره نن ورځ په کابل کې پخپل هستوګن ځای کې وفات شو د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نوموړي په وفات خپله ژوره خواشيني څرګندوي، له دوستانو او متعلقینو سره یې خواخوږي ښيې. الله تعالی دې جبرائیل عمر ته مغفر
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily