Смотреть в Telegram
فکري روزنه
سر پۀ زنګون د غمامې دېوال ته تکيه وم، لۀ ځان سره پۀ خبرو وم: سعيدي څۀ پته لګي بيا به پدې کوڅو راشې او کۀ نۀ. د مناخې لۀ بازاره د غابې نسيم راتللو. زما پۀ مدينه کې وروستۍ ورځ وه. لۀ دې ښاره تلل د سړي زړۀ وژني. کاش دا نسيم تل پر ما لګېدلی. د جماوات، احد او عير لۀ لمنو سره خدای پۀ اماني سم زور غواړي. د ارمانونو لۀ ښاره تګ څۀ اسان ندی هسې خو د تاريخ پاڼې د اندلس پۀ کيسو ډکې ندي هغوي هم د ارمانونو لۀ خاورې وتلي و. د ابن مضاض پۀ څېر ما هم دې حرم پسې وژړل. يوه کوتره مې تر څنګ کېناسته، پۀ غريو نيولي غږ مې ورته وويل: تۀ لۀ ما نه ښه يې، هر سهار د مدينې پر اسمان ګرځې، ګوره کۀ هر وخت پر روضه راتېرېدلې حبيب ته مې سلام وايه، ورته وايه، دلته يو ملنګ د څو شېبو ميلمه و، ستا شفاعت يې غوښتلو، تشه زولۍ يې مۀ پرېږده. کۀ د احد پر لمنو ورتلې، د حمزه او مصعب بن عمير پۀ يارانو مې سلام وايه، ورته وايه: يو بې څوکه مسافر د هندوکش لۀ لمنو تاسو ته راغلی و، ستاسو هر يو ياد ته يې ژړل. د قنات باد د شمال لاره وهله، لکه د لېوني د باد سره لګيا وم، پر اقصیٰ مې سلام وايه، کۀ لۀ سفره ستړی نشوې د قيروان او اندلس پۀ لور تللې، د برم پۀ ماضي مې زولۍ زولۍ سلامونه وايه. نماينده ولېدم، غوسه شو: تۀ لکه چې مسجد کې ويدۀ وې، تا ته ما ويلي و چې پر وخت راځه. ما هيڅ ونه ويل، زۀ مسجد نبوي نۀ راپرېښودم، هغه يو مقناطيس و چې زما زړۀ يې نيولی و. چا لۀ ابن عمرو الدوسي وپوښتل: جنت څنګه ځای دی؟ هغۀ وويل: هلته رسول الله دی! هو، زۀ لۀ هاغه جنت (مدينې) تلم چېرته چې رسول الله و. لۀ جنته د وتلو تجربه خو د انسانانو پلار هم ازمايلې وه خو پدې ورځ ما هم دا د زهرو ګوټ وکړ. د سفر د ګنډې ترڅنګ بې سيکه ناست وم، پر خاورو مې کرښې کاږلې، هغې خاورو ته مې کتل چې حبيب پرې قدمونه ايښي و، ما پدې خاورو خپل ارمانونه انځورول، چا مې پر اوږه لاس کېښود، ويل: راجګ شه چې ستاسو بس راغلی دی روانېږه. دا غږ څۀ و، بس د روح جلا کېدل و.
📖
د خپل ناچاپ يونليک لۀ پاڼو...
Поделиться
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Бот для знакомств
Запустить