ډېر پخوا د خاطر په نوم هلک په يوه نجلۍ باندې په خيبر کې ډېر کلک مئين شو د دوی مينه تر اندازې واوښتله، ولې د خاطر په ژوند باندې د هغې معشوقه ور ونه رسېده او بې معشوقې پاتې شو.
د خاطر د معشوقې که هر نوم وو خو خاطر يې په خپلو شعرونو کې په مڼه/مڼې سره يادوي.
که خيبر مڼه مڼه شي، زه يې څه کړم
د خاطر يوه مڼه وه چا ور نه کړه
-
خاطره باغ کې دې نور څه پاتې دي
يوه مڼه وه رقيبانو يو وړه
#عبدالله_روان