حامله ښځه چه دلاندي مشکلاتو څخه يو هم ورپيداشي بايد ډاکتری ته ولاړه شي.
1- سرچرخي او خواګرځي .
2 - تبه
3- په لاسو او پښوکي پړسوب.
4- نفس تنګي او سالنډي چه د روزانه کارونه مانع وي.
5- تر نارمل حد ډير متيازو ته تلل , دمتيازو په وخت درد او سوزشت, په متيازو کي وينه ليدل.
6- شديد دسر درد.
7- دسترګو کمزوري او شيان په خاکي شکل ليدل.
8- دفرج او تناسلي ځاي څخه وينه تلل .
9- دنس او دنس په لاندي برخي کي د درد شتوالي.
10- په نس کي دماشوم حرکت نه حس کول (کله چه يي په حرکت شروع کړي وي ).
11- دفرج يا تناسلي ځاي څخه اوبه تلل.
12- دميرګي حمله پر راتلل .
دپورته ذکرشوي شکايتو څخه چی يو هم وليدل شي بايد نژدي اويوی پوهی داکتری ته ولاړه شي معاينات وکړي او مشوره تری واخلي .
الله ج دی هر چاته ښه خایـسته ښـــکلـی په صـــحـــت روغ
او نــــیک صالـــــحه اولاد ورکړی 😍😍