د "الجدار الحديدي" عملیات
اسرائیلي امنیتي ځواکونو تیره شپه د مقاومت د مجاهدینو د بنسټونو پر ضد له هوا بریدونه وکړل، ترڅو د مقاومت بنسټونه له منځه یوسي، یو شمېر محاهدین ووژني او چاودېدونکي توکي ویجاړ کړي.
تېره ورځ (سهشنبه)، د اسراییلي پوځ او شاباک ځواکونو له لوري په جنین کې د "منشه" په سیمه کې د مجاهدینو پر ضد عملیات پیل شول.
په دې عملیاتو کې د دوی په وینا د لسو څخه زیات مقاومت کوونکي په نښه او ووژل شول. سربېره پر دې، د سیمې په مقاومت کوونکو بنسټونو هوايي بریدونه ترسره شول او ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي، چې د مقاومت د مجاهدینو لخوا ځای پر ځای شوي وه له منځه یوړل شول.
دا عملیات لا هم روان دي.
❤️🩹 #فلسطین_نیوز_Plastin_News❤️🩹🤝@MazloomAqsa⚔🥀❥━──➸➽❥❂❥━──➸➽
🥀 * ◁ㅤㅤ❚❚ㅤㅤ▷