25 جیبی اینترنت فقط در بدل 100 افغانی!!! 50 جیبی اینترنت فقط در بدل 200 افغانی!!! 75 جیبی اینترنت فقط در بدل 300 افغانی!!! 100 جیبی اینترنت فقط در بدل 400 افغانی!!!
سوال: یوه خبره پر ټولنیزو رسنیو باندي عامه ده، چي وايي: که چا د روژې د میاشتي زېری ورکړئ پر هغه باندي جهنم حرام دی، ایا دا حقیقت لري؟ ایا دا حدیث دی؟ ځواب: عبدالغفار جُبیر دغه کوم حدیث نه دی چي خلک وايي: ((من اخبر رمضان اولاً حرام علیه نار جهنم.)) ژباړه: چاچي د لومړي ځل لپاره د روژې د میاشتي زېری ورکړ پر هغه جهنم حرام دی. دا نه حدیث دی نه د احادیثو په کتابو کي سته، په دې خبره کي څو مهم ټکي په یاد ولرئ: ۱: که چیري صرف د روژې د میاشتي په لیدو سره یو کس د جهنم د اور څخه خلاصیږي، نو بیا د روژو د نیولو اړتیا نسته. ۲: دا په ښکاره ډول سره پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي درواغ تړل دي او خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: من کذب علی متعمداً فلیتبوأ مقعده من النار. صحیح بخاری: ۱۲۹۱، صحیح مسلم: ۹۳۳) ژباړه: هغه څوک چي په قصد سره پر ما باندي درواغ و تړي د هغه ځای دوږخ دی. ۳: غیر مسلمانان، مستشرقرین او ملحدین کوښښ کوي چي ځیني داسي خبري و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوبي کړي، تر څو اسلام او مبارک احادیث بدنام کړي. ۴: د مستشرقینو ، ملحدینو او غیر مسلمانانو ددې خبرې څخه دا معلومیږي، چي دوی مسلمانانو ته وايي چي داسي اسانه له جهنم څخه خلاصېدای سئ، نو بیا په دې ګرمۍ او یخني کي د روژې نیول څه معنا؟ ۵: و مسلمانانو ته پکار ده چي کله په ټولنیزو رسنیو کي داسي یو خبر واوري باید شیر او نشر یې نکړي، تر څو له علماء څخه یې معلومات نه وي اخستئ، ځکه (نقل کفر کفر باشد). یادونه: کوښښ وکړئ دغه پېغام تر خپل وسه پوري نشر کړئ تر څو وروڼه او خویندې ورڅخه خبر سي.
پګړۍ تړل د نبي اکرم ﷺ سنت ده؛ واضحه ده چې دخیرالبشرﷺ په هر سنت، عمل او طریقه کي بې شماره روښانه ګټې دې. صرف دې دوه مبارکو احادیثو کې د پګړۍ فضلیت وګورئ:
ژباړه: ①⇜د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم ﷺ وفرمايل: چي پګړۍ تړي ځکه پګړۍ حلم (بردباري) زياتوي.
②⇜دحضرت عباده بن صامت رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریمﷺ وفرمایل: ژباړه: پر تاسو باندی د پګړۍ تړل لازم دی، دا ځکه چې دا د ملائیکو نخښه ده او تاسی د پګړۍ شمله شاته اړوئ.
{مستدرک: ٤ جلد، ص ٢١٤ ـ کتاب اللباس (رواه ترمذی ومشکوة) =مشکوة شریف: ۳۷۷/ طبرانی=}
کلیزه (سالګره) لمانځل څنګه ده؟ سوال: د عمر یا واده کلیزه (سالګره) لمانځل څنګه ده؟ ځواب: عبدالغفار جُبیر کلیزه (سالګره) لمانځل داد غیر مسلمانانو ایجاد او رسم دی، ځکه شرعاً ددې لمانځل درست کار نه دی، د کلیزې (سالګري) په ورځ خیرات کول، څه ویشل یا څه لاسته راوړل ددې ټولو څخه باید ډډه وسي، داځکه دغه شی لاسته راوړل، یا ورکول دا ددې کلیزې برخه ګرځي. یادونه: ځیني خلک د مور، استاد یا نوري ورځي لمانځي، صرف په دغه ورځ باندي یو تصویر اخلي چي ما مور، پلار یا استاد ته داسي تحفه ډالۍ کړل، دا هیڅ ارزښت نلري، اصلأ په اسلام کي د مور، پلار او استاد باید تل عزت وسي ، هغوی باید تل راضي کړل سي، له هغو سره باید ښه چلند وسي، د هغو خدمت ویاړ وګرځول سي، د هغو د شفقت څخه بې برخي نسي، داچي د میندو تر پښو لاندي جنت دی، ددې مطلب دا نه دی چي صرف په کال کي یو ځل تصویر د ریاء لپاره ورسره واخله او بس بلکي له دوی سره ښه سلوک او چلند په دې ښه دی تر څو د والدینو، استادانو او نورو مشرانو ددعاء په برکت سره دنیا او اخرت نېکمرغه سي. فتاوی دارالعلوم دیوبند Fatwa: 3-28/M=011441)
۸ اته ډوله زړونه روغ دي او ۱۲ دوولس ډوله زړونه په بېلابېلو مرضونو اخته زړونه دي! راسئ چي خپل زړه پکښي پیدا کړو:
۱_ القلب السّليم : سلیم زړه:یوازي، الله تعالي ته مخلص زړه، هغه چي له كفر، نِفاق او هر ډول رذيله صفاتو څخه تش او پاک وي. إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ. [سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 89]
۲_ القلب المنيب : منيب زړه : هغه زړه چي هر وخت الله تعالی ته په توبه را گرځي، او د الله تعالی اطاعت كوونكی وي. مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ وَجَاء بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ. [سُوۡرَةُ قٓ : 33]
۳_ القلب المخبت : مخبت زړه : الله تعالي ته خاضع، غاړه ايښودونكی او له سکون څخه ډک زړه. فتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ. [سُوۡرَةُ الحَجّ : 54]
۴_ القلب الوجل : وېرېدونكی زړه : هغه زړه چي هر وخت له، الله تعالی څخه په وېره کي وي، چي الله تعالی به ورڅخه نېك عمل قبول كړي كه نه؟ او د الله تعالی له عذاب به نجات ومومي كه نه؟ وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ.[سُوۡرَةُ المؤمنون : 60]
۱۰_ القلب الأعمى : ړوند زړه:هغه زړه چي حق نه درك كوي، نه اعتبار وركوي، او له حق كتلو يې سترگي پټي وي او بلكل ور گوري نه. وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ. [سُوۡرَةُ الحَجّ : 46]
۱۱_ القلب اللاهي: په لهو او چټیاتو اخته زړه:له قران څخه غافل، د دنیا په باطلو شهواتو اخته او له عقل څخه کار نه اخيستونکی زړه. لاهِيَةً قُلُوبُهُمْ.[سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 3]
۱۲_ القلب الآثم : گناهکاره زره:هغه زړه چي حق او پر حق شاهدي ورکول پټوي. وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ.[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 283]
۱۳_ القلب المتكبر : مغروره او كبرجن زړه : د الله تعالی له طاعت او توحيد مخ اړونكی کبرجن او په ظلم او له الله سره په سخته دوښمنۍ اخته زړه. قلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ. [سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر : 35]
۱۴_ القلب الغليظ : سخت زړه : هغه زړه چي نرمي، پوستوالی، عاطفه او رحمت پکښي نه وي. وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ. [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 159]
۱۵_ القلب المختوم : مُهر سوی او ټاپه سوی زړه : چي نه هدايت اوري او نه يې ورباندي عقل كار كوي. وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ. [سُوۡرَةُ الجَاثیَة : 23]
۱۶_ القلب القاسي : قاسي ( ډېر كلك ) زړه : بلكل ايمان اخيستو ته نه نرمیږي او نه پکښي د ايمان ريښې ځغلي، او د الله تعالی له ياد او ذكر څخه مخ اړوي. وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً. [سُوۡرَةُ المَائدة : 13]
۱۷_ القلب الغافل: غافل زړه : هغه زړه چي د الله تعالی د ياد او ذكر پر ځای، او د الله تعالی د اطاعت پرځای ورباندي د نفسي خواهشاتو او هوس اثر او تسلط وي. وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا.[سُوۡرَةُ الکهف : 28]
۱۸_ الَقلب الأغلف : پوښل سوی زړه:هغه زړه چي داسي کلک پوښل سوی وي، چي د نبي عليه الصلاة والسلام خبره او وينا ورته بلكل ور ننوتلای نه سي. وَقَالُواْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 88]
۱۹_ القلب الزائغ: له حق څخه بل خوا ته مائل زړه. فأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ. [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 7]
سوال: کله مي د میاشتي یوه ورځ یا دوې ورځي ویني راځي ایا دا حیض دی که یا؟ ځواب: عبدالغفار جُبیر په شریعت کي که چیري وینه راتلل تر درو ورځو او درو شپو څخه کمه شي و دې ته حیض نه ویل کیږي، دا د استحاضې وینه ده، دا ناروغي ده، په دغه وخت کي ښځه پاکه ده. یعني لمونځ کولای شي، روژه نیولای شي ا و نور فرائض هم اداء کولای شي. لمافی بدائع الصنائع:( ۱/ ۲۸۸) : لنا ما روی ابوامامة الباهلی رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم انه قال: اقل ما یکون الحیض للجاریة الثیب والبکر جمیعاً ثلاثة ایام، واکثروا ما یکون من الحیض عشرة ایام وما زاز علی العشرة فهو استحاضة. وفی الدر المختار (۱/ ۲۸۴): واقله ثلاثة ایام ولیالیها. (نجم الفتاوی ۲/ ۱۷۸، فتاوی رحیمیه ۴/ ۴۶، جامع الفتاوی ۵/ ۱۸۷، فتاوی عالمګیری جدید مترجم اردو ۱/ ۲۳۷)
رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل : الله ﷻ به د قیامت په ورځ ووایي: زما ګاونډیان چیرې، دي زما ګاونډیان چیرې دي؟ ملایکې به ووایي: اې زموږ ربه! چاته دا وړتیا نشته چې ستا ګاونډي شي، الله ﷻ به ووایي: هغوی چې جوماتونه آبادوي، هغه زما ګاونډيان ده.
سوال: تعویذ او نقوش څنګه دي؟ ځواب: عبدالغفار جُبیر کله چي په نقوشو او تعویذ کی مشرکانه الفاظ نه وي، او دغه یې عقیده وي چي شفاء صرف الله جل جلاله ورکوي دا جائز دي. قول النبي صلي الله عليه وسلم ( لا بأس بالرقى ما لم يكن فيه شرك ) "صحيح مسلم :۲۲۰۰ ژباړه: هغه دم او تعویذ جائز دی چي شرک نه وي پکښې. ولا بأس بتعلیق التعویذ (الفتاوی الهندیه ۵/ ۳۵۶) (کتاب الفتاوی ۱/ ۳۲۵)
یو سړې مسجد جوړ کړ بهلول دانا رحمه الله ترې وپوښتل: دا مسجد دې درب درضا لپاره جوړ کړې که نه دځان مشهورتیا لپاره؟ سړې وویل: طبعا دامې دخپل رب دراضې کولو لپاره جوړ کړې بهلول غوښتل چې دسړې اخلاص أمتحان کړې نیمه شپه راغلې او پر یوه دیوال یی ولیکل دا مسجد بهلول جوړ کړې پر سبا چې خلک جماعت ته راتلل پر دیوال به یی چې خط لوسته نو ویل به یی څه دخیر انسان ده رب دې ورته اجرونه ورکړې یعنې دعاوې به یی کولې ورته هغه شخص په غوسه شو او ویی ویل بهلول درواغ وایی داجماعت ما په خپل مال جوړ کړې او تاسې دعاوې بهلول ته کوۍ بهلول وخندل او ویې ویل: ستا معامله دالله جل جلاله سره وه که دخلکو سره؟ (دفارسې ژبې څخه ژباړه) نوټ۩هر کار درب د راضې کولو لپاره وکړۍ نه دخلکو دراضې کولو او ځان مشهور کولو لپاره که رب دې راضې کړ خلک به درنه حتما راضې وي.
دحضرت صدیق اکبر(رض) داسلام را وړلو عجيبه واقعه) (لیکوال:خادم حبیبی ابرارغفرله الغفار) حضرت علامہ جلال الدین سیوطی (رح) لیکلی دی چی حضرت ابوبکر صدیق (رض) د اسلام او نبوت ښکاره کیدو څخه مخکې دشام طرف ته دتجارت په سفر کی یو خوب ولیدی ، چې د هغه تعبیر یی د بحیر راهب څخه معلوم کی ، هغه ورته وویل چی خوب د رښتونی دی . ستاسی په قوم کی به یو سړی ته نبوت رسيږي ، ته به د هغه وزیری او د دوی د مرگ څخه وروسته به یی خلیفه یی دا خوب صدیق اکبر(رض) پټ ساتلی وو ، او بل چا ته یی بیان نہ کی ، تر دی چی رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته نبوت ورکړل سو ، نو ابوبکر صدیق (رض) حاضر سو . او عرض یی وکی چی ای محمد(صلی الله علیه وسلم) تاسی چی کومه دعوه کوی ددی دلیل څه دی ؟ رسول الله(صلی الله علیه وسلم) ورته وویل ددی دلیل هغه خوب دی کوم چی تا په شام کی لیدلی وو صدیق اکبر(رضی الله عنه) د ډیری خوشحالی څخه( رسول الله ﷺ) ته ور تر غاړه وتی ، او د دوی تندی مبارک یی مچ کی . 👈( خصائص کبری)(👈جلد ۱)(👈صفحه ۲۹) (👈کشکول معرفت)(👈صفحه ۹۷ ،)(👈حضرت مولانا حکیم محمد اختر صاحب )👉،