Смотреть в Telegram
دکور والا شيدي ددوا په شکل سره خپل په غوږ او سترګو کی اچول سوال: السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته مولوي صاحب محترم کچيري دخاوند سترګي یا غوږ درد کوي نو درد په وجه سره خپل دښځی شیدی ددوا په شکل سره خپل غوږ یا سترګو ته واچوی نو ددغه په شریعت کی څه حکم دی ؟ جواب: وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته په صورت ِ مسئولہ کی دخاوند لپاره خپل دښځي شيدي ددوا په شکل سره په غوږ یا سترګو کی اچول نه دی جائز ؛ ځکه چي دکور والا شيدي دهغی دبدن جزء حصه ده ، اود انسان تمام اعضاء مکرم عزتمند دی ، ددی وجه څخه د انساني اعضاء او اجزاء د عظمت اواکرام کرامت په وجہ سره شرعاً بیله ضرورت څخه دهغه استعمالول او دهغه څخه نفع ګټه آخیستل ناجائز اوحرام ده ، ددی وجه څخه کله چی دغوږو یا سترګو د درد علاج په نوره دوائی سره ممکن وی دانسان په اجزا سره علاج نسی کولی ، یو ښه ڈاکٹر ته رجوع وکړه خپل علاج وکړه بیا هم کچيري یو چا خپل دښځي شيدي خپل په غوږونو یا سترګو کی اچولی وي نو په هغه سره حرمت رضاعت نه ثابتیږي ۔ دښځي دشیدو څخه فائدہ آخیستل هغه دماشومانو دشیدو خوړو په وخت کي ضرورت دی جائز دي او ډیره ښه خبره ده چی ښځه خپل ماشوم ته پوره شیدی ور کړی او دښځي شیدی خپل دوخت نه بغیر بل وخت پر هغه باندي فایده آخیستل نه ده جائز ۔ فتاوی ہندیہ : "وتكره ألبان الأتان للمريض وغيره، وكذلك لحومها، وكذلك التداوي بكل حرام، كذا في فتاوى قاضي خان". (كتاب الكراهية وهو مشتمل على ثلاثين بابا،الباب الثامن عشر في التداوي والمعالجات،ج:5،ص:355 ط،: دارالفکر) فتاوی شامی: "(ولم يبح الإرضاع بعد موته) لأنه جزء آدمي والانتفاع به لغير ضرورة ‌حرام ‌على ‌الصحيح شرح الوهبانية. وفي البحر: لا يجوز التداوي بالمحرم في ظاهر المذهب، أصله بول المأكول كما مر." (کتاب النکاح،باب الرضاع،ج:3،ص: 211،ط:سعید) درر الحكام شرح غرر الاحكام : "وقال في شرح المنظومة: الإرضاع بعد مدته حرام؛ لأنه جزء الآدمي والانتفاع به بغير ضرورة حرام على الصحيح." (كتاب الرضاع، ما يحرم بالرضاع (1/ 356)،ط. دار إحياء الكتب العربية) واللہ اعلم باالصواب دارالافتاء مظہر العلوم طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Бот для знакомств