Смотреть в Telegram
په غاښو کی چی یو شی پاته سوي وي په دغه صورت کی دلمانځه حکم سوال: کچيري په غاښو کی یو شی پاته سوي وي دهغه سره لمنځ کول کیږي یا تیر سی دلمانځه څه حکم دی؟ جواب: کچيري یو شخص دلمانځه څخه دمخه یو شی خوړلی وی او دهغه څخه یو څه په غاښو کی پاته سوي وي نو دهغه سره لمنځ کول کیږي یا نه کیږي ، په هغه کی یو څه تفصل دی : کچيري دلمانځه په حالت کی ده دغاښ څخه را ويستي او تیر یی کي او هغه دنخود ددانی څخه زیات وه نو په دغه سره یی لمنځ فاسد سو لمنځ به بیرته کوي ۔ کچيري دلمانځه په حالت کی ده شی را ويستي تیر یی کی او هغه دنخود تر دانی کم وه نو په دغه سره لمنځ نه فاسیدیږی ، مگر داسي عمل کول مکروہ دی ۔ کچيري لمانځه کونکي په هغه کار وه نه لری هغه دغاښ څخه را ووزي او تیر یی نه کړی داغسی په خوله کی وي نو په دغه سره پر لمانځه باندی هیڅ تاثیر نه کوي ،لمنځ یی صحیح دی ، لیکن کچيري هغه شی په خوله کی ویلي سی بیا دلمانځه په حالت کی نس ته ولاړ سی نو په دغه سره لمنځ فاسیدیږی ۔ ’’زبدۃ الفقہ‘‘ : ’’په لمانځه کی خوراک چښاک ، مطلقاً لمنځ فاسیده وي ، هغه که په قصداً سره وی او که په هیره سره وي ، لږ وی که ډیر وی حتی کچیری دخولی دباندی څخه یوه خاشه هم تیره کی لمنځ یی فاسد دی یا داوبو یو څاڅکی یا دغیرہ یو څاڅکی یا دیخی یوه زره ټوکره چي هغه خولی ته ولاړه سی او دی تیره کی نو لمنځ یی فاسیدیږی ، دلمانځه دشروع کولو دمخه کچيري یوشی په خوله کی مښتي وی کچيري هغه دنخود تر دانی کم وه ده تیر کی نو لمنځ یی نه فاسیدیږی، مگر مکروہ دی ، او کچيري دنخود ددانی برابر وه یا زیات وه نو لمنځ یی فاسیدیږی ، اصول دادی چی د کم شی په خوړلو سره روژه ماتیږي په هغه سره لمنځ هم فاسیدیږی ، ورنہ بیانه ،کچيري یو چا دلمانځه څخه دمخه یوخوږ شی خوړلی وي نو بیا په لمانځه کي دننه دهغه خوږ والی اثر چی په خوله کی موجود وه هغه دناړو سره دننه نس ته ولاړ سی نو په هغه سره لمنځ نه فاسیدیږی ، کچيري مصری یا بوره قند یا پان نسوار وغیرہ په خوله کی وی ژو ولی نه وی خو هغه ویلي سی حلق ته ولاړ سی بیا هم لمنځ فاسیدیږی ،کچيري دغاښو څخه وینه را ووزي او ناړو سره یو ځای حلق ته ولاړه سي او تیره سي دوینی دخوند په ستوني کی په د محسوس کیدو په صورت کی لمنځ فاسیدیږی ‘‘۔ الدر المختار: (601/1) و(تفسد )اکله و شربه مطلقا ولو سمسمة ناسيا إلا إذا كان بين اسنانه مأكول دون الحمصة فابتلعه واللہ اعلم باالصواب طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Бот для знакомств