Смотреть в Telegram
)هیڅ حرج مشکل نسته ۔ (طحاوی.کله چی دا نجس هم نه دی او فقهاء کرامو دهغه گنجائش هم لیکلی دی چی زوجین یو دبل د شرمگاہ څخه استمتاع ګاته واخلی نو بیا دغه ته مطلقاً حرام ویل مناسب نه دي البته دا جواز فقط د اباحت درواوالی په درجه کی دی ، دا یو مرغوب ترغیب ورکړل سوي شي نه دی او نہ په اسلام کی کم داسی ترغیب موجود دي ۔کچيري د شخص شهوت یا تسکین په داسی شکل سره رازی نو دهغه لپاره د دغه فعل کولو گنجائش سته لیکن داسی عادت جوړول یا بیله ضرورت څخه داسی کول صحیح نه دی ځکه چي فی نفسہ دا یو غیر مناسب او بد تهذيب رکم فعل دی چي په هغه کي دحیوانانو دفعل سره مشابهت دی ددی وجه څخه ددغه څخه اجتناب کول پکار دی ۔ شاید داغه وجه ده چي په اردو فتاویٰ کي زموږ بعض اکابرین علماوو دغه فعل مبالغةً او د شدت سختی پر بنیاد باندي مطلقاً حرام بللی دی چي ددغه فعل قباحت او بد والی دخلګو په زړو کی راسی او خلګه دغه خپل عادت جوړ نه کړي .داغه رکم په اسلامي ټولنه کي دغير مسلم انگريزانو په رکم د انسانیت د درجہ څخه کښته والی وه نه کړی چی د حیوانیت درجه ته کښته ولاړسی په هرحال د ضرورت په وخت کي ددواړو طرفینو په رضامندي سره دغه فعل کولی سی ۔(نجم الفتاوی 339/5 )۔ د فرج شرمګاه څخه دباندی رطوبت لوندوالی) خو پاک دی ، دفرج دداخل رطوبت دصاحبینو ؒ په نزد نجس دی او دامام ابوحنیفہؒ په نزد نجس نه دی په دی شرط چی په هغه کی وینه وغیره نه وی ناپاکه شی ورسره نه وی لګیدلي.. یو هغه لوند والي اوبه دي چي دښځي دشرمګاه څخه دشهوت په وخت کي را وزی چی هغه ته مذی ویل کیږي هغه نجس دی په هغه سره اودس ماتیږي او بدن او جامه په ناپاکه کیږي بیله دهغوی دپریمنځلو لمنځ ورسره نه صحیح کیږي، رطوبة الفرج طاہرة خلافاً لہما (درمختار) دنارینه دذکر څخه چی کمی اوبه را ووزی هغه که مذی وي یا ودی، په هر صورت ناپاکه دی ، واللہ اعلم باالصواب دارالافتاء مظہر العلوم طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Бот для знакомств