View in Telegram
رحمان بابا دیوانه
غزل ــــــــ ژوند پکې وران دی، خو دا وران جوړ دی! الحمد اللّٰه دا مې پوره ده چې ایمان جوړ دی! الحمد اللّه نوي زاړۀ پکې لا نشته، لا همغه حال دی خوار پکې خوار دی، زړۀ د خان جوړ دی! الحمد اللّه د رڼاګانو په ګاونډ کې تیارې ځکه ښکاري پۀ ښاریه کې بیابان جوړ دی! الحمد اللّه پاچا خبر دی، سترګې مۀ پټوئ، حق ووایئ لۀ سیاست نه مو قرآن جوړ دی! الحمد اللّه کۀ د بلقیس پۀ خرو بار کړي "سرۀ زر" راشي کۀ نۀ خو سلطنت د سلیمان! جوړ دی! الحمد اللّه احمده دا د لر او بر کیسه مې نۀ خوښېږي لۀ دواړو یو افغانستان جوړ دی! الحمد اللّه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start