View in Telegram
عمري میډیا
آیتالله سیغاني: د فاطمیون جګړه په سوریه کې جهاد نه دی او د افغانستان په زیان ده آیتالله رحیمي سیغاني، د افغانستان شیعه روحاني، په یوه ویډیویي پیغام کې له خلکو وغوښتل چې د سوریې په جګړه کې له ګډون کولو ډډه وکړي. هغه ټینګار وکړ چې په سوریه کې جګړه «جهاد» نه دی او افغانان باید د ایران په نیابت په دې جګړه کې برخه وانخلي. سیغاني وایي: «په سوریه کې ۱۵ زره افغانان وژل شوي او هلته خښ شوي دي؛ زرګونو نورو د خپلو بدنونو غړي له لاسه ورکړي، او زرګونه نور بې درکه دي چې هېڅوک یې پوښتنه نه کوي؛ ولې ایران خپل اولادونه دې جګړې ته نه لېږي؟» نوموړي خبرداری ورکړ چې دا نیابتي جګړې د افغانستان ملي ګټو ته زیان رسوي، هېواد ناامن ښيي، او د شرعي مسایلو پر ځای سیاسي اهداف، چې د لوېدیځ پر وړاندې دي، تعقیبوي. هغه له افغانانو وغوښتل چې له هر هغه ډلې څخه، چې د جهاد تر نامه لاندې فعالیت کوي، پیروي ونه کړي او د خپل هېواد په بیارغونه تمرکز وکړي. دا انتقادونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د فاطمیون لښکر، چې له ایران مېشتو افغان کډوالو جوړ شوی، په تېرو کلونو کې یې په سوریه کې مهم رول لوبولی دی، او په دې وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې ګواکې دوی بېرته جګړې ته راستنېږي. ویډیو
👇
👇
👇
☑️
@omari_media313
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start