View in Telegram
مظهري میډیا
هغه راپورونه چې وایي د اسرائیلو د اشغال پوځ د جبل الشیخ سیمې اړوند کلي نیولي دي، حقیقت نه لري. د صهيونيستي رژيم پوځ لا هم د قنیطرې په شمال او د حمیدیه په خوا کې پرته له کوم نوي حرکت څخه پخپلو پخوانیو پوستو کې پاتې دی. د صهيونيستي رژيم پوځ وايي چې موږ د دمشق خواته ۲۵ کیلومتره دننه نه یو تللي او نه مو د بې وسلې سیمې له سرحد څخه تېری کړی دی. يادونه: د صهيونيستي رژيم پرمختګ او بې وسلې سيمې ته راتګ يې دومره د اندېښنې وړ مسئله نه ده. اندېښنه د جنګي طيارو په نښه کولو ته پکار ده او دا خبره هم بايد په ياد وساتل شي چې د داخلي اختلافاتو په نسبت صهيونيستي رژيم د تارکشې (غڼې) ځاله ده. داخلي اختلافات او بحرانونه مهم دي کنټرول شي او همدا بايد اولويت وي، نه له کوم اړخ سره شخړه او د مجاهدينو تلف کول. - ذبيح الله فاتح
☑️
@mazhari_media313
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start