View in Telegram
Forwarded from دهدایت مرکز؛ دالحاد پر وړاندې (طارق ابن زیاد )
📝📝 د امریکا د اور لګېدنې او د الهي عذاب ترمنځ اړیکه. برخه دویمه 📕ب) ▪️اوس دغه دوه ګونی توب زمونږ د اوسني ټولنې په تحلیلونو کې هم را ننوتی. یو شمیر د څلور ګونو علتونو لید لوري لری او یو شمير نور یې دوه علتی لید او آند. لومړي ډله یې وایی ( د مادی او صوری علت له منلو سره سره ) الله (جَلَّ جَلَالهُ) د دغو اورلګیدونو باعث شوی دی او غایت او موخه یې هم د آمریکا مجازات دی. خو دویمه ډله، د هماغو دوه مادی او صوری علتونو او لاملونو په لټه کې دي او د فاعلی او غایي علتونو (چې د غربی رنسانس محصول دی ) له حذف نه استقبال کوي. 📗ج) 🔺د رامنځته شوې پیښې اړوند د دغو دوه نظرونو تر منځ جمع بندی څرنګه ده؟ ▪️زما له آند مادي او صوری علتونه ( هغه فعل او انفعالات چې د علم په نړۍ کې د اور لګیدنو او د هغه د پراخيدو لامل کیږی ) پر خپل ځای یې قرار لری. او فاعلی علت (دا چې په نهایت کې الله (جَلَّ جَلَالهُ) دا اجازه ورکړې ده دا اور لګېدنه دې شتون ولری ) هم پر خپل ځای. خو غایی علت (دا چې ولې دغه اور لګېدنه را منځته شوه /انتقام که طبعی کار ) د الله تَبَارَک وَتَعَالَی په علم کې ده. ▪️که څه هم مونږ ډیر داسې قرائین لرو چې دغه اور لګېدنه د آمریکا مجازات دي، خو نهايي تأیید د الله په علم کې دی، لکه څنګه چې د عذاب ګڼلو انکار یې هم د الله په کار کې قضاوت کول دي او بیا هم باید ووایو چې الله پوهیږی. ▪️🔸مونږ کوم قرائین په لاس کې لرو؟ - د مظلوم حمایت او له ظالم سره برخورد دا یو الهی سنت دی.(که څه هم په مختلفو حالتونو کې پیښیږي او داسی نده چې تل دې سمدستی تر سره شی ) الله تَبَارَک وَتَعَالَی فرمایی: 🌺وَسَكَنْتُمْ فِي مَسَاكِنِ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْأَمْثَالَ🌺 (ابراهیم: 45) [سُوۡرَةُ إبراهیم : 45] په داسي حال کښي چي تاسي د هغو قومونو په كليو کښي اوسېدلاست چي په خپله يې پر ځان باندي ظلم کړی ؤ. او تاسي ته څرګنده شوه چي موږ له هغو سره څه چلند وکړ او د هغو د مثالونو په راوړلو موږ تاسي پوهولي هم واست. 🌺إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ🌺 [سُوۡرَةُ الشّوریٰ : 42] «د پړې وړ خو هغه كسان دي چي پر نورو ظلم كوي او په ځمکه کښي په ناحقه تېرى كوي. د دغه راز خلكو لپاره دردناك عذاب دى. - د یورونیوز فارسی څانګی د راپور پر بنسټ چې د د یورونیوز فارسي خبري آژانس د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۱۶مه خبر خپور کړ چې په تېرو یو کال کې امریکا شاوخوا ۱۸ میلیارد ډالره له اسرایلو ته مرسته کړې ده. دا مرستې د څه لپاره؟ د لسګونو زرو بی ګناه انسانانو د وژلو او ټوټه ټوټه کولو لپاره، هغه انسانان چې وایی پخپله خاوره او ملک کې ژوند کوو، ولی دا اجازه نه را کوي چې د مالکیت او حتی د ژوند حق ولرو؟ د سی ان ان د عربي برخی د راپور پر اساس د ۲۰۲۵ کال د جنوری په ۱۱ امه یوې سرچینې د لندن د ګرمسير د طبی علومو د یوه پوهنتون(LSHTM) د څیړنو پر اساس، په تیر یوه کال کې تر اوسه پورې په غزه کې ۶۴ زره بی ګناه انسانان په شهادت رسیدلی دي. والله اعلم بالصواب ✍🏼 م.ی ▪️22 جدی 1403 هجری شمسی __
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily