View in Telegram
د املوکو تول! يو سلماني والا مې ملګری ؤ. بيا يوه ورځ راپسې شله شو چې راځه زما د ترور د زوی د کوژدې مراسم دي، راسره لاړ شه. ما هم د نه تګ، ټينګار ونکړ. ورسره لاړم. چې مېلمستون ته ور ننوتم لسګونه ځوانان وو، له يو بل سره يې روغبړ کاوه. وروسته له روغبړ هر يؤه له يو بل څخه پوښتنه کوله چې ستا دوکان(سلماني) چېرې ده؟ يو کس ماته ويل وروره په ډېرې بخښنې سره لومړی ځل مې وليدې ستا دوکان چېرې دی؟ مخکې له دې چې زما ملګری ورته ووايي چې ماسره راغلی، ما ورته وويل زه خو تر اوسه دوکان نلرم، د سړک په سر کار کوم. وی ښا، خدای دې وسي کا. ما ورته ويل مننه. 😏 °
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily