View in Telegram
ګټونکی
🏆
د یو هلک یوه جینۍ/نجلۍ خواښه شوه.د کلي او ګاونډ خلکو نه یې د جینۍ په اړا معلومات وکړل نو ټولو ورته وویل چې دا جینۍ ټیک نده.مطلب بې حیاه،فاحشه او بد زبانه ده.هلک سخت مایوسه شو.په لار کښې ورله یو بوډا په مخه ورغې نو بوډا ته یې قیصه وکړه.بوډا ورته وویل هیڅ فکر مه کوه زه به خپله لور درکړم.زما د لور په اړا د ټولو خلکو نه پوښتنه وکړه چې زما لور څنګه ده؟ هلک په کور کلي کښې د بوډا د لور په اړه هم معلومات وکړل.ټولو خلکو ورته وویل چې د بوډا لور هم سمه نه ده.مطلب بې حیاه،بد زبانه او فاحشه ده. بوډا د هلک نه پوښتنه وکړه چې زما د لور په اړه درته خلکو څه وویل؟ هلک ورته وویل چې ستا د لور په اړه راته هم خلکو هغه خبره وکړه چې د بوډا لور هم سمه نه ده؟ بوډا د خلکو په وینا حیران شو.او هلک ته یې وویل زه بیخي لور نه لرم دا کار مې ستا د ذهن جوړولو لپاره وکړو.چې تاته د خلکو ریښتینې څیره مالومه شي.نو د خلکو په خبرو باور مه کوه.ځکه دوي د خلکو د بدنامولو په ناروغۍ اخته دي.لاړ شه او هم هغه خواښه شوې جینۍ/نجلۍ دې وکړه. #winner
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start