View in Telegram
ګټونکی
🏆
زموږ په ټولنه کې : سړی په دې شرميږي چې خپلې ميرمن ته د اولاد يا بچيو په مخکې په مينه يا خوږې خبري وکړي، خو بلخوا یې بيا د همدې اولاد په مخکې په وهلو نه شرميږي او نه شرم پيژني . زموږ په ټولنه کې : اکثره پلرونه خپل واړه بچي په غيږ کې نه اخلي خاصتا وړې انجونې او دا ورته عيب ښکاري چې هسې نه خلک را پورې و نه خاندي . خو زموږ دين بل څه وايي. زموږ په ټولنه کې : کتابونه د سرک په غاړه په ګردونو او موټرو په دودونو کې خرڅيږي خو بوټان او څپلۍ په شيشه ای او ارکنډيشن لرونکيو دکانونو کې چې روزانه يې ګردونه پاکيږي. #winner
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start