View in Telegram
ګټونکی
🏆
آیا ګناه دی کړې؟ آیا حرام دې خوړلې دی؟ آیا لمونځ دې قضاء کړی ؟ آیا د مور او پلار نافرماني دې کړې؟ آیا پ. امانت کې دې خیانت کړی؟ آیا چاته ښکنځل کړی یا دې څوک ازار کړی؟ وخت دې بی ځایه ضایع کړی؟ یا دا چی د الله جل جلاله په عبادت کی دې غفلت کړی دی؟ دا ټول او تر دې هم ستر ګناهونه د الله جل جلاله له رحمت څخه لوی نه دی الله تعالی دا ټول ګناهونه بخښي. یواځې یوې صادقانه او مخلصانه توبې ته اړتیا ده توبې ته تیار شه چی الله دې وبخښي. آیا تا نه دی اوریدلی چی الله جل جلاله فرمايي: قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ. ژباړه: "ووایه: اې زما هغه بندګانو چې پر خپلو ځانونو مو تېری کړی دی! د الله تعالی له رحمت څخه مه ناامېده کېږئ. بېشکه الله جل جلاله ټول ګناهونه بخښي. او هغه په ریښتیني ډول بخښونکی او مهربان دی." د الزمر سورة ۵۳ آیت #NK_Amani
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start