د کابل ولایت علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وکړ
د کابل ولایت علماوو شورا رئیس محترم شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو، امرینو او نورو اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې، په اصلاحي بیان کې د مسلمانانو پر یووالي ټینګار وکړ.
هغه په خپل خبرو کې وویل چې ټینګه عقیده، قوي اېمان، استقامت او ښه اعمال مسلمانان ځواکمنوي او پر کفارو یې غالبوي. نوموړي زیاته کړه چې د کفارو او د هغوی لاسپوڅو د منفي تبلیغاتو او پروپاګند پر وړاندې باید ټول متعهد پاتې شو، په ګډه یې پر وړاندې مبارزه وکړو، ځکه کفار همېشه په دې هڅه کې دي چې د مسلمانانو تر منځ تفرقه واچوي، نو موږ باید خپل یووالی لا قوي کړو.
محترم خلیفه صاحب دین محمد وویل چې زموږ او ستاسو بریا د الله تعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او امیر په اطاعت کې ده او زیاته یې کړه چې د الله تعالی په اوامرو عمل او له نواهیو ډډه کول د مسلمان د دنیا او اخرت نېکمرغي ده.
دغه راز د کابل علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وویل: «تاسو هر یو ستر مسؤلیت لرئ، د خپل مسؤلیت پوښتنه درڅخه کېږي او د دې مسؤلیتونو واکمني په ډېرو قربانیو تر لاسه شوې ده.» نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۲۶مه ۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۸مه ۲۰۲۵ م د جنوري ۲۷مه
هیئت ریاست نظارت و ارزیابی امور اکادمیک وزارت تحصیلات عالی ازنهاد های تحصیلی زون جنوب نظارت نمود هیئت ریاست نظارت و ارزیابی امور اکادمیک وزارت تحصیلات عالی به رهبری مولوی حافظ احمد الله حماد رئیس نظارت و ارزیابی امور اکادمیک این وزارت بخش های مختلف علمی، اداری، محصلان علی الخصوص بخش نتایج، شقه و پارچه امتحانات محصلان پوهنتون کندهار، مؤسسه تحصیلات عالی ارزگان و سایر نهاد های تحصیلی خصوصی ولایت کندهار را مورد نظارت و ارزیابی قرار داد. نظر به گفته رئیس نظارت و ارزیابی امور اکا دمیک این وزارت، جهت ارتقای کیفیت نهاد های تحصیلی هر ازگاهی بخش های مختلف نهاد های تحصیلی امارتی و خصوصی از سوی این ریاست مورد نظارت و بررسی قرار گرفته مشکلات و پیشنهادات آنان استماع و جهت رسیدگی به پیشنهادات و حل مشکلات موجود، آن را با هیئت رهبری وزارت تحصیلات عالی شریک می سازند. مورخ: یکشنبه ۲۵ رجب المرجب ۱۴۴۶ هـ.ق ۷ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش ۲۶ جنوری ۲۰۲۵ م
به ارزش (۱.۵) میلیون افغانی پروژه بازسازی و نو سازی در پوهنتون سید جمال الدین افغانی آغاز شد. در این پروژه ترمیم ساختمان ها، رنگمالی، بازسازی تالار کنفرانس ها و بازسازی اساسی آشپزخانه لیلیه شامل می باشند، که از بودجه وزارت تحصیلات عالی تمویل می گردد.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د امارتي تحصیلي نهادونو له نشراتي مسؤلینو سره د همغږۍ انلاین ناسته وشوه
یاده ناسته چې د لوړو زده کړو وزارت اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، د یاد ریاست رئیس، د وزارت ویاند، د اطلاعاتو او نشراتو امر او د عامه اړیکو امر پکې ګډون کړی و.
په ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د مطبوعاتو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې هر خبر باید په خپل وخت جوړ شي، د خبرونو معلومات باید کره والی ولري او د اړوندو مسؤلینو له تائید وروسته نشر شي.
دغه راز مالي او اداري معین نشراتي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو نشراتي ملګرو او د وزارت نشراتو ریاست سره ښه همغږي ولري.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس حافظ انجنیر روح الله روحاني د تحصیلي نهادونو نشراتي مسؤلینو ته وویل چې باید د خپل ولایت اړوندو رسنیو او ژورنالېستانو سره ښه همغږي ولري او په پوهنتونونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو څخه خپل ولس خبر کړي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي په خپلو خبرو کې وویل چې مهمو لاسته راوړنو او فعالیتونو ته باید په لوړه کچه مسلکي خبري پوښښ ورکړل شي او ټول باید د دښمن منفي تبلیغاتو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړو.
وزير التعليم العالي بالنيابة شارك وألقى كلمة في حفل تخرج خريجي وزارة الداخلية.
وزير التعليم العالي بالوكالة،شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، شارك في حفل تخرج خريجي وزارة الداخلية، وهنأ الخريجين وشجعهم على متابعة التعليم العالي. https://mohe.gov.af/dr/node/12443
د کورنیو چارو وزارت د سراج الاسلام دیني مدرسې د فاضلانو په فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وینا:
کفار له موږ څخه تمه لري، چې د الله تعالی قانون شاته وغورځوو او د دوی پر وضعي قوانینو لاړ شو. خو موږ ورته وایو، چې ټول دې پر ځمکه ننوځو، خو هېڅکله به ستاسو د غوښتنو لپاره د الله د دین یوه ماده هم تر پښو لاندې نه کړو.
https://www.facebook.com/share/v/18ETZ6NJkf/ د کورنیو چارو وزارت د سراج الاسلام دیني مدرسې د فاضلانو په فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وینا:
کفار له موږ څخه تمه لري، چې د الله تعالی قانون شاته وغورځوو او د دوی پر وضعي قوانینو لاړ شو. خو موږ ورته وایو، چې ټول دې پر ځمکه ننوځو، خو هېڅکله به ستاسو د غوښتنو لپاره د الله د دین یوه ماده هم تر پښو لاندې نه کړو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کورنیو چارو وزارت د سراج الاسلام دینې مدرسې د فاضلانو په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه، فارغو فاضلانو ته یې مبارکي وویله او لا نورو زده کړو تر لاسه کولو ته یې وهڅول.
محترم سرپرست وزیر صاحب عالمان د ټولنې مشالونه، د هدایت څلي او په امت کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم وارثان یاد کړل او ویې ویل: « په پخوانیو ادارو کې عالمان ډېر ځپل شوي ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي، زندانونه او شهادتونه یې ګاللي او اوس چې اسلامي نظام دی د عالم تر څنګ د هر چا خپل مقام او حیثیت معلوم دی، اوس علماء کرامو ته نور مسؤلیتونه متوجه دي، باید چې په ښه شکل یې ادا کړي.»
پیشرفت مادی و معنوی یک جامعه وابسته به تحصیل است و عنصر اساسی تحصیل نصاب تعلیمی و تحصیلی می باشد. این مطلب را مفتی عبدالرؤف فراهی رئیس نصاب تحصیلی وزارت تحصیلات عالی در برنامه آغاز کلستر گروپ دوم ده رشته زراعت نهاد های تحصیلی کشور بیان داشت. وی گفت که پیشرفت مادی و معنوی یک جامعه وابسته به تحصیل است و عنصر اساسی تحصیل نصاب تعلیمی و تحصیلی می باشد. وی همچنان اضافه کرده گفت:« اگر ما این بخش اساسی را تقویت نمائیم، می توانیم در سایر بخش های جامعه نتایج و پیشرفت های خوبی را به دست آوریم.» رئیس نصاب تحصیلی به اشتراک کنندگان کلستر گفت، ما و شما مسؤلیت های که به ما سپرده شده است خدمت جامعه دانسته و به نیت ثواب روی آن با دقت کار کنیم. به همین ترتیب پوهنوال داوود شاه فاروق عضو کمیسیون ملی نصاب تحصیلی طی صحبت های خویش بیان داشت که در دور دوم کلستر روی مفردات، اهداف و نتایج متوقعه نصاب تحصیلی بخش های زراعت کار خواهد شد. مورخ: شنبه ۲۴ رجب المرجب۱۴۴۶ هـ.ق ۶ دلو۱۴۰۳ هـ.ش ۲۵ جنوری۲۰۲۵ م