View in Telegram
فکري روزنه
اسلامي کانفرانس(!) او که دارالندوه: دوی ولې د عافیه صدیقي په تړاو اسلامي کانفرانس نه جوړوي؟ چې کلونه وشول، د کفارو تر اسارت او مظلومیت لاندې بند شپې تېروي. ولې د هغه ښځو چیغې نه اوري چې په غزه کې د معتصما نارې وهي؟ ولې د امریکا هغه ظالمونؤ په تړاو څه نه وایي چې په افغانستان کې یې ترسره کړي دي؟ ولې په سوریه کې د بشارالاسد رژیم جرمونو په تړاو څه نه وایي چې صیدانایا زندان کې یې ترسره کړي دي؟ ولې د غرب په هغو کړنو کنفرانس نه جوړوي چې غربیانو په عراق، فلسطین، سوریه، لبنان، لیبیا او نورو ځایونو کې کړي دي؟ اول دې دوی د زموږ په غم کې ځان شریک کړي، د امت عزت پر ځای کړي، زموږ هغه خویندې له بنده خلاص کړي چې د مظلومیت شپې د کفارو په بند کې تېروي. بیا دې د دوی د تعلیم په تړاو کنفرانس جوړ کړي. همدا اوس زما ورونه او خویندې په فلسطiـن کې شـHیدان کېږي او بیت المـQـدس اشغAل کېږي. دوی ولې کانفرانس نه جوړوي؟ نو دا له ورایه ښکاري چې دا اسلامي کانفرانس نه دی، دا دارالنده ده او د غرب د خوښي لپاره جوړ شوی دی او بس.
Share
Love Center - Dating, Friends & Matches, NY, LA, Dubai, Global
Find friends or serious relationships easily
Start